لغمان -- د افغان ملي اردو ۲۰۱ سېلاب قول اردو د پنجشنبې په ورځ /د وري ۲۲مه/ په یوه اعلامیه کې وویل چې د ایتلاف یوه هوایي برید په کونړ ولایت کې د داعش لږ تر لږه ۷ غړي ووژل.
په اعلامیه کې راغلي چې په اورپکو باندې دغه برید د چارشنبې په ورځ /د وري ۲۱ مه/ په نورګل ولسوالۍ کې وشو.