کابل -- د خامه پرېس د راپور په اساس، د ملي امنیت ریاست د دوشنبې په ورځ /د غبرګولي ۲۰مه/ په یوه اعلامیه کې وویل چې ځانګړیو ځواکونو په خوست ولایت کې د حقاني شبکې لږ تر لږه ۱۲ قوماندانان ووژل.
په اعلامیه کې راغلي چې وژل شوي کسان د ترهګرۍ اړوندو لویو فعالیتونو کې ښکېل ول.
د عملیاتو د وخت په هکله څه جزیات نه دي ورکړل شوي.
اعلامیه زیاتوي چې یو اورپکی ټپي او درې نور ونیول شول.