رسنۍ

د نوي مرکز هدف دا دی چې په افغانستان کې ښځینه ژورنالستانې خوندي کړي

د ای اېف پي او سټاف راپور

یوه افغانه ژورنالسته په هرات کې په شهرزاد راډېو سټېشن کې، چې په هغه ښار کې د ښځو د ګټو ساتنې دویم سټېشن دی، کار کوي. [عارف کریمي/ای اېف پي]

یوه افغانه ژورنالسته په هرات کې په شهرزاد راډېو سټېشن کې، چې په هغه ښار کې د ښځو د ګټو ساتنې دویم سټېشن دی، کار کوي. [عارف کریمي/ای اېف پي]

کابل -- بې سرحده ژورنالستانو د سې شنبې په ورځ /د مارچ ۷مه/ یو مرکز د دې لپاره پرانست چې په افغانستان کې ښځینه ژورنالستانې خوندي کړي. دغه هېواد د خبریالانو لپاره په سوریې پسې وروسته تر ټولو ډېر خطرناک ځای دی.

د دغه مرکز هدف به دا وي چې له حکومت سره د ښځینه خبریالانو لپاره د لا ښو کاري شرایطو او د حقونو د برابرولو لپاره چنې ووهي.

هغه به همدارنګه له کورنیو سره خبرې وکړي او هڅه به وکړي چې د هغوی دا نظرونه بدل کړي چې وایي ژورنالیزم د ښځو لپاره یوه مناسبه وظیفه نه ده.

د مرکز رییسې فریدې نېکزاد وویل، «مونږ غواړو چې ژورنالستانې هم د جګړې په سیمو کې او هم په خبري موسساتو کې چې هغوی ورته کار کوي حمایه کړو او په دې توګه هم د هغوی له حقونو څخه دفاع وکړو او هم یې فزیکي حفاظت،»

د امنیت نشتوالی، د جنسي زورونې رواج

نېکزاد وویل، تر ټولو لویې ننګونې د امنیت نشتوالی او په کارځای کې د جنسي زورونې رواج دی.

د بې سرحده ژورنالستانو (آر اېس اېف) عمومي مونشي کرسټوف ډیلایر وویل، «د ښځینه ژورنالستانو په خوندي کولو سره، مونږ په افغانستان کې د رسنیو د ازادۍ دفاع کوو،»

په افغانستان کې له ۳۰۰ څخه تر ۴۰۰ پورې ښځینه ژورنالستانې کار کوي، چې ډېرې یې په لویو ښارونو کې دي.

هغوی ځانونه د طالب اورپکو او د خپلو کورنیو تر منځ، چې اکثر وختونه فکر کوي چې دغه وظیفه د ښځو لپاره مناسبه نه ده، را ایسارې ګڼي.

د آر اېس اېف په وینا، په همدې دلیل له ۲۰۰۲ کال راهیسې څلور تنه ژورنالستانې د خپلو خپلوانو له خوا وژل شوي دي.

۲۰۱۶ د افغان خبریالانو لپاره تر ټولو مرګونی کال وو.

د افغان ژورنالستانو د خوندیتابه د کمېټې د یوه تازه راپور له مخې، افغانستان په ۲۰۱۶ کال کې د ټولو ژورنالستانو لپاره په ریکارډ کې تر ټولو ډېر خونړی کال وو.

کمېټې وویل، تېر کال ۱۳ افغان ژورنالستان ووژل شول، چې د لږ تر لږه ۱۰ کسانو د وژنې تر شا د طالبانو لاس وو.

په ۲۰۱۶ کال کې، په کابل کې د طالبانو یوه ځانمرګي بمي برید د طلوع تلوېزیوني چینل، چې تر ډېره په یاغیانو باندې په انتقاد کولو کې نوم لري، ۷ تنه کارمندان ووژل. د اورپکو ډلې وویل چې دغه بمي برید یې د طالبانو پر ضد د «پروپاګند» د انتقام په لړ کې ترسره کړ.

دا مرکزهمدارنګه هیله لري چې د رسنیو په مشرانو فشار وارد کړي چې د توپیري چلند پر وړاندې مبارزه وکړي.

د بلخ یوې ۲۵ کلنې خبریالې، شیلا بهیر، وویل، هغه مجبوره شوه چې خپل تلوېزیوني سټېشن وروسته له هغه پرېږدي چې وايي «زما همکارانو زما بې احترامي وکړه». هغه اوس له یوې راډېو سره د خپلواکې خبریالې په توګه کار کوي.

د ښځینه خبریالانو له خوا تایید

هغه ښځې چې هڅه کوي چې په خبري رسنیو کې پرمختګ وکړي د دغه مرکز جوړېدا ته ښه راغلاست وایي.

په کابل کې ژورنالستې نجمه ځلا سلام ټایمز ته وویل، «مونږ د جګړې په سیمه کې مبارزه کوو او مونږ دې ته اړتیا لرو چې یو څوک له مونږ سره په دې برخو کې مرسته وکړي. دا زمونږ د ښځینه ژورنالستانو لپاره یو ښه فرصت دی.»

هغې زیاته کړه، د دغه مرکز جوړېدا ښځینه ژورنالستانو ته د هغوی د خوندیتوب د ارزښتمن ګڼلو په هکله یو قوي پیغام ورکوي.

په کابل کې یوې بلې ژورنالستې وحیدې فیضي سلام ټایمز ته وویل، دغه مرکز به ښځو خبریالانو ته د پام وړ مرسته برابره کړي. هغې وویل، ښځې خبریالانې له سخت خطر سره مخامخ دي او مرستې ته ضرورت لري، په ځانګړې توګه په لیرې پرتو سیمو کې چې هلته ښځې له سختیو سره مخامخ دي.

فیضي وویل، «مونږ له مرکز څخه غواړو چې له افغان ښځینه ژورنالستانو سره مرسته وکړي... او هغوی په ولایتونو کې خوندي کړي.»

[له کابل څخه اعزازالله د دې راپور په برابرولو کې مرسته کړې ده.]

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500