مسؤلیت نه منل

سلام ټایمز یو وېب سایټ دی چې د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندانۍ (USCENTCOM) په مرسته چلېږي او هدف یې دا دی چې د همکارۍ د دوه اړخیزو او ګڼ اړخیزو دواړه ډوله ترتیباتو له لارې د لا پراخ سیمه ییز ثبات په لورې د حرکت په هکله معلومات وړاندې کړي. همدارنګه، سلام ټایمز په داسې پرمختګونو باندې رڼا اچوي چې هم په سیمه کې د ترهګرو د فعالیت او هم له ترهګرۍ څخه د ملاتړمخه نیسي. دغه وېب سایټ د خپلو توظیف شویو خبریالانو له خوا له سیمې څخه او د سیمې په هکله برابر شوي خبرونه، تحلیلونه، مرکې او تبصرې وړاندې کوي. دا وېب سایټ داسې طرحه شوی دی چې سیمه ییزو کتونکیو ته په سیمه کې د راتلونکي ثبات په هکله یو پراخ لړ معلومات ورکوي.

د لېنکونو مسؤلیت نه منل

هغه لېنکونه چې سلام ټایمز یې په خپل وېب سایټ کې د متحده ایالاتو له حکومتي سرچینو نه بهر اړخونو څخه را اخلي یا د تجارتي ادارو، شرکتونو او کمپنیو نومونه، هغه د کارونکي د اسانتیا له پاره کارول کېږي. دغه ډول استعمال دا معنی نه لري چې د متحده ایالاتو د دفاع وزارت د خصوصي سکټور کوم وېب سایټ، تولید یا خدمت تايیدوي یا یې ملاتړ کوي. د متحده ایالاتو د دفاع وزارت په هغو معلوماتو باندې چې ښایي تاسو یې په هغو موقعیتونو کې ومومۍ کوم مدیریه کنټرول نه لري. دغه ډول لېنکونه د دې وېب سایټ له بیان شویو هدفونو سره د جوړښت په پام کې نیولو سره وړاندې کېږي. له سلام ټایمز سره تړلو ټولو لېنکونو ته ښه راغلاست ویل کیږي.

د چاپ د حق معلومات

پرته له دې چې د چاپ د حق یادونه شوې وي، د دغه وېب سایټ معلومات د عامو هدفونو له پاره دي او ښایي چې له اجازې څخه پرته چاپ او خپاره کړای شي. د معلوماتو په اصلي سرچینې استناد د ستاینې وړ دی. که په یوه عکس، ګرافیک یا نورو موادو باندې د چاپ د حق ذکر شوی وي، د هغو موادو د چاپولو اجازه باید له اصلي سرچینې څخه ترلاسه کړای شي.

د مسؤلیت ردول

ټولې هڅې کېږي چې په سلام ټایمز باندې صحیح او بشپړمعلومات وړاندې کړای شي. خو، د موجودو اسنادو د کمیت له امله، چې اکثر وختونه په لږو وختونو کې وېب سایټ ته پورته کېږي، مونږ نه شو کولی چې د وړاندې کړای شویو معلوماتو صحت تضمین کړو.

په دغه وېب سایټ باندې موجودو اسنادو او معلوماتو ته په پام سره، د متحده ایالاتو حکومت، د متحده ایالاتو د دفاع وزارت یا د هغوی کارمندان یا قراردادیان له سلام ټایمز څخه د موجودو اسنادو په پام کې نیولو سره د یوه ځانګړي هدف له پاره د پلورنې او برابرۍ د تضمینونو په شمول، هېڅ ډول مستقیم یا غیرمستقیم ضمانت نه کوي.

د متحده ایالاتو د دفاع وزارت او هر بل حقوقي صلاحیت لرونکی لوری چې په هره طریقه یې د سلام ټایمز د معلوماتو په تیارولو، ترتیبولو یا ترویج کې مرسته کړې وي په دې توګه هر هغه مسؤلیت ردوي چې د سایټ کتونکیو ته د وړاندې کړای شویو معلوماتو له هر نامناسب، ناسم یا غلط استعمال څخه راپورته کېږي. سربېره پر دې، نه د متحده ایالاتو د دفاع وزارت او نه هغه قراردادیان باید د هغو مالي یا نورو پایلو مسؤل ونیول شي چې په دې وېب سایټ باندې د دغسې نامناسبو، ناسمو یا غلطو معلوماتو له استعمال څخه رامنځته کېږي. د سلام ټایمز له معلوماتو څخه استفاده په اتومات ډول دا ښيي چې مستفید شخص یا لوری په دې پوه دی چې سلام ټایمز د دغو معلوماتو د ښه او بد مسؤلیت رد کړی دی.

د محرومیت او امنیت بیان

د متحده ایالاتو دفاع وزارت د سافټ ویر داسې پروګرامونه کاروي چې د هغو معلوماتو د ارزونې یوه خلاصه راوباسي او دا څرګندوي چې کوم معلومات ډېر ګټور دي او کوم لږ او یا د سیستم اجرأت یا د ستونزو ساحې په ګوته کوي. لاندې د هغو معلوماتو ډول دی چې له سلام ټایمز څخه ستاسو له لیدنې څخه ترلاسه کیږي: د هغه انټرنټي ډومین نوم له کوم څخه چې تاسو سلام ټایمز ګورۍ او هغه نېټه او وخت چې تاسو پرې دغه وېب سایټ ګورۍ. که تاسو دا انتخاب کړۍ چې د یوه ایمیل له لارې سلام ټایمز ته خپل شخصي معلومات را ولېږۍ، مونږ یې یوازې د دې له پاره کاروو چې ستاسو ایمیل ته پرې ځواب درکړو.

د سایټ د امنیت د تأمین له پاره او د دې یقیني کولو له پاره چې دغه خدمت ټولو کاروونکیو ته ور ورسېږي، د متحده ایالاتو دفاع وزارت داسې سافټ ویر پروګرامونه استعمالوي کوم چې هغه غیرمجازې هڅې په ګوته کوي چې دغه وېب سایټ ته معلومات اپ لوډ کوي یا بدلوي یا د بل کوم زیان لامل ګرځي. د دغې څارنې په نتیجه کې ترلاسه شوي معلومات ښایي د باصلاحیته قانوني تنفیذي څېړنو له پاره وکارول شي. دغه وېب سایټ ته د معلوماتو د اپ لوډ کولو یا تغیرولو غیرمجاز هڅې په کلکه منع دي او ښایي چې د کمپیوټري ټګۍ او ناوړه استفادې د ۱۹۸۶ د قانون او ۱۸ U.S.C. فصل ۱۰۰۱ او ۱۰۳۰ برخو لاندې د سزا وړ وي. له پورتنیو هدفونو څخه پرته، هېڅ نورې هڅې نه کېږي چې د وېب سایټ انفرادي مستفدین یا د هغوی د استعمال عادتونه په ګوته کړای شي.

د نورو معلوماتو له پاره

که تاسو دلته د وړاندې شویو معلوماتو په هکله کومې پوښتنې یا تبصرې لرۍ، هیله ده چې د وېب سایټ د معلوماتومدیرانو ته چې په [له مونږ سره تماس ونیسئ] کې یاد شوې دي ایمیل وکړۍ.