تروريزم

طالبان له لښکرګا څخه ووتل خو شاته یې ځمکني ماینونه پرېښودل

د سلیمان راپور

یو ټپي شوی افغان هلک د تېر اکتوبر په ۶ مه په لښکرګاه کې روغتیایي درملنه ترلاسه کوي. چارواکي وایي، افغان سرتېرو طالبان د لښکرګاه له سیمو څخه واېستل، خو طالبانو د ښار په بېلابېلو برخو کې ماینونه کېښودل چې ملکی خلک پرې په نښه کړي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

یو ټپي شوی افغان هلک د تېر اکتوبر په ۶ مه په لښکرګاه کې روغتیایي درملنه ترلاسه کوي. چارواکي وایي، افغان سرتېرو طالبان د لښکرګاه له سیمو څخه واېستل، خو طالبانو د ښار په بېلابېلو برخو کې ماینونه کېښودل چې ملکی خلک پرې په نښه کړي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

لښکرګاه -- په داسې حال کې چې طالبان د هلمند ولایت د لښکرګاه له بولان، بشران او عینک سیمو څخه نوي اېستل شوي، د یادو ځایونو اوسېدونکي لېوالتیا لري چې خپلو کورونو ته ستانه شي او خپل ژوند ته دوام ورکړي.

خو اوس هغوی له یوه بل خنډ سره مخامخ دي: طالبانو له تېښتې څخه مخکې د ملکي خلکو په کورونو، جوماتونو او په کوڅو کې پرسونل ضد ماینونه ايښي دي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «اوس چې امنیتي ځواکونو په دې سیمه کې طالبانو ته ماتې ورکړې ده، مونږ بېرته راستانه شو. له بده مرغه، طالبانو زمونږ په کورونو او په لارو کې ماینونه کرلي دي. مونږ نشو کولی چې اوس خپلو کورونو ته بېرته ورشو.»

هغه وویل، د هغه کورنۍ تر هغه وخته پورې په یوه خوندي ځای کې اوسېږي چې دا ډاډ ترلاسه شي چې د هغه کور خوندي دی.

محمد وویل، «یوه کورنۍ له مونږ نه مخکې په بولان کې خپل کور ته راستنه شوه چې له تراژیدۍ سره مخامخ شوه،»

هغه وویل، طالبانو د هغې کورنۍ د کور له دروازې نه بهر یو ماین کرلی وو. هغه ماین د یادې کورنۍ د یوازني ۱۶ کلن زوي پښې والوزولې.

په خپلو کورونو کې یرغمل شوي

د هلمند د ولایتي شورا یوه غړي میرزا حسین علیزاده سلام ټایمز ته وویل، «په دغو ټولو کلونو کې طالبانو د هلمند د اوسېدونکو جوماتونه او کورونه په نظامي سنګرونو باندې بدل کړي دي،»‌

هغه وویل، «طالبانو ښځې، ماشومان او زاړه خلک د هغوی په خپلو کورونو کې یرغمل ساتلي دي او هغوی د انساني سپر په توګه استعمالوي،»‌ نوموړي زیاته کړه، چې په کورونو او د استوګنې سیمو سره نژدې ځایونو کې د ماینونو کرل «د طالبانو د غیرانساني عملونو تر ټولو وروستۍ بېلګې دي.»

هغه وویل، «په هغو ماینونو چې طالبانو کرلي دي زرګونه ملکي خلک وژل شوي، معیوب او معلول شوي دي،»

هغه وویل، «د استوګنې په سیمو کې د ماینونو کرل او د ملکي خلکو په کورونو کې پټېدل له امنیتي ځواکونو سره په جګړه کې د طالبانو کمزورتیا په ګوته کوي.‌ هغه همدارنګه د بشري حقونو او شریعت په وړاندې د طالبانو مخالفت ښیي،»

د خلکو دښمن

د عینک اوسېدونکي حاجي معروف وویل، «زمونږ په کورونو کې، پر سرکونو او حتی زمونږ په جوماتونو کې د ماینونو په کرلو سره،‌ طالبان یو ځل بیا ښیي چې هغوی د افغان ځواکونو دښمنان دي. هغوی همدارنګه د ملکي خلکو، په ځانګړې توګه د هلمند د اوسېدونکو په وړاندې سخته دښمني ښیي.»‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «په عینک کې ډېر کورونه، چې طالبانو هغه ټول د مورچلو په توګه کارول، ویجاړ شوي دي. که طالب اورپکي خپل ځانونه افغان ګڼي، هغوی باید له خدای نه ووېرېږي او د هلمند د خلکو بې ځایه کول او ژوبلول پای ته ورسوي.»‌

هغه پوښتنه وکړه،‌ «که طالبان زمونږ دښمنان نه وي، ولې هغوی زمونږ په کورونو او ښوونځیو کې او همدارنګه زمونږ په سرکونو او پټیو کې ماینونه کري؟»‌

تایید

په هلمند کې چارواکي د اوسېدونکو دا راپورونه تاییدوي چې وایي په پراخه کچه د خپرو شویو ماینونو هدف د ملکي خلکو په نښه کول دي.‌

د هلمند د والي ویاند محمد عمر ځواک سلام ټایمز ته وویل، «شپږ میاشتې مخکې، طالبانو د یادو سیمو له جملې څخه یو شمېر تر کنټرول لاندې لرلې. امنیتي ځواکونو په یو میاشتنیو اوږدو عملیاتو کې هغوی ته ماتې ورکړې او مجبور یې کړل چې په شا تګ وکړي.»‌

هغه وویل، خو تښتېدونکو یاغیانو په بولان، بشران او عینک کې -- چې ټول د لښکرګاه په درېیمه ناحیه کې راځي -- او همدارنګه په نادعلي ولسوالۍ کې ګڼ شمېر ماینونه کرلي دي.‌

هغه وویل، «امنیتي ځواکونو طالبانو له لښکرګاه ښار څخه خواوشا ۸ کیلومتره شاته وتمبول،»‌ او زیاته یې کړه چې د بمونو شنډونې افغان ټیم په دې اخته دي چې ماینونه شنډ کړي» او اوسېدونکي ژر تر ژره خپلو کورونو ته بېرته راستانه شي.‌

هغه وویل، طالبان هره ورځ‌ پاکو او مقدسو ځایونو ته سپکاوی کوي.‌

ځواک وویل، په اپریل کې «طالبانو د هلمند ولایت په ناوه ولسوالۍ کې په جوماتونو کې مورچلې جوړې کړې وې. هغوی په جوماتونو کې سنګرونه او تونلونه جوړ کړي ول او د پټنځایونو په توګه یې استعمالول. دغه ډول عملونه په دین کې هېڅ ځای نه لري.»‌

د طالبانو عملونه غیر اسلامي او غیرانساني دي

په ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو استازي او په دغه ولایت کې د امنیتي عملیاتو په برخه کې د ولسمشر پخواني مسؤل استازي عبدالجبار قهرمان وویل،‌ «د استوګنې په سیمو کې د طالبانو له خوا د ماینونو کرل یو ډارن، غیراسلامي او غیرانساني کار دی.»‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «ملکي خلک، او په ځانګړې توګه ښځې او ماشومان په هلمند کې د طالبانو د ۱۶ کلنې جګړې او د ماینونو اېښودلو د پېښو اصلي قربانیان دي،»‌

هغه وویل، «اورپکي د هلمند ملکي خلک د بشري سپر په توګه استعمالوي چې خپل ژوند پرې بچ کړي،»‌ نوموړي زیاته کړه، «طالبان دا قوت نه لري چې د هلمند په ډېرو برخو کې د امنیتي ځواکونو پر ضد جګړه وکړي.‌ له دې امله هغوی په کورونو او سرکونو کې ځمکني ماینونه کري.»‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500