امنیت

د فاطمیون جنګیالي چې ځانونه د کډوالو په جامه کې تېروي افغانستان له 'جدي' ګواښ سره مخامخ کړی

د عمر راپور

د ښځو، مدني ټولنې فعالانو او دیني عالمانو په شمول د هرات له ۴۰۰ څخه ډېرو اوسېدونکيو د ۲۰۱۹ کال د می په ۲۲مه د هرات ولایت په هرات ښار کې په یوه غونډه کې د ایراني چارواکو له خوا افغانستان ته د فاطمیون د جنګیالیو انتقال وغانده. [عمر]

هرات -- چارواکي وایي،‌ په سوریه کې د جنګ د زور په کېناستلو سره، د ایران رژیم د فاطمیون لوا غړي په کډوالو کې پټ افغانستان ته رالېږي څو په دې توګه په هېواد کې مذهبي شخړې راوپاروي.

د ملي امنیت ریاست یوه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط سلام ټایمز ته وویل، د ایران حکومت هره ورځ‌ د کډوالو په جامه کې د فاطمیون لوا یو شمېر جنګیالي هرات ولایت ته رالېږي.

دغه جنګیالي، چې په پیل کې د سوریې د ولسمشر بشارالاسد د رژیم لپاره د جنګ کولو په موخه لېږل شوي ول، د اسلامي انقلابي ګارډ د عسکرو (آی آر جي سي) له خوا د افغان کډوالو له هغو ټولنو څخه استخدام شوي ول چې په ایران کې دننه یې ژوند کاوه.

هغه وویل، «وروسته له هغه چې ایران د فاطمیون جنګیالي په سوریه کې استعمال کړل... اوس یې پرېکړه کړې چې له هغوی څخه په افغانستان کې د خپلو سیاسي او پوځي هدفونو د تعقیبولو لپاره ګټه واخلي.»

د فاطمیون جنګیالي دلته په داسې حال کې لیدل کیږي چې د ایران د ستر مذهبي مشر ایت الله خامنه یي د یوې بیانیې لیدلو ته جوړول کیږي.‌ د دغو جنګیالیو له ډلې څخه ډېر په سوریه کې د جنګ په راکمېدلو سره بېرته افغانستان ته رالېږل کیږي. [آرشیف]

د فاطمیون جنګیالي دلته په داسې حال کې لیدل کیږي چې د ایران د ستر مذهبي مشر ایت الله خامنه یي د یوې بیانیې لیدلو ته جوړول کیږي.‌ د دغو جنګیالیو له ډلې څخه ډېر په سوریه کې د جنګ په راکمېدلو سره بېرته افغانستان ته رالېږل کیږي. [آرشیف]

د ښځو، مدني ټولنې فعالانو او دیني عالمانو په شمول د هرات له ۴۰۰ څخه ډېرو اوسېدونکيو د ۲۰۱۹ کال د می په ۲۲مه د هرات ولایت په هرات ښار کې په یوه غونډه کې د دغه ډول جنګیالیو انتقال وغانده. [عمر]

د ښځو، مدني ټولنې فعالانو او دیني عالمانو په شمول د هرات له ۴۰۰ څخه ډېرو اوسېدونکيو د ۲۰۱۹ کال د می په ۲۲مه د هرات ولایت په هرات ښار کې په یوه غونډه کې د دغه ډول جنګیالیو انتقال وغانده. [عمر]

هغه زیاته کړه،‌ د فاطمیون لوا له منحلولو څخه د ایراني رژیم هدف دا دی چې دغه عسکر په افغانستان کې د فرقه ییزو شخړو د راپارولو لپاره وکاروي.

دغه چارواکي وویل، «د فاطمیون لوا غړو پوځي روزنه ترلاسه کړې او کېدای شي چې هغوی د افغانستان لپاره ډېر خطرناک واوسي. کیدای شي چې دا کسان په افغانستان او په ځانګړې توګه هرات ولایت کې سختې امنیتي ستونزې رامنځته کړي.»

د ایران لاسوهنه په ښکاره هغه وخت احساس شوه چې ایراني مذهبي عالم او مخالف محمد ابراهیم چې له خپل هېواد څخه راوتلی او په هرات ولایت کې یې پناه اخیستې ده، د می په ۱۷مه د نامعلومو کسانو له خوا سخت ټپي شو. چارواکي وویل چې نوموړي د می په ۲۲مه د ور رسېدلو ټپونو له امله ساه ورکړه.‌

ابراهیم د ایراني رژیم پر مخالفت سربېره د خپل هېواد د ځپل شوي سني اقلیت غړی وو.

د ملي امنیت ریاست چارواکي زیاته کړه، باوري سرچینې ښیي چې ایرانی عالم د فاطمیون لوا غړو وواژه، خو مقاماتو په دې تړاو تر اوسه پورې څوک نیولي نه دي.‌

چارواکي د اضافه جزیاتو له ورکولو څخه پرته وویل، «افغان حکومت د فاطمیون جنګیالیو په رابطه پټ ګامونه تطبیقوي او هغوی نیسي. مونږ په تېرو څو ورځو کې د فاطمیون دوه غړي پیژندلي او نیولي او محبس ته مو لېږلي دي.»

د خلکو اندېښنه

افغانانو د فاطمیون د هغو غړو په هکله اندېښنه راپورته کړې چې ایراني رژیم افغانستان ته بېرته رالېږلي دي.

د ښځو، مدني ټولنې فعالانو او دیني عالمانو په شمول د هرات له ۴۰۰ څخه ډېرو اوسېدونکيو د می په ۲۲مه د هرات ښار په غازي امان الله خان آډیټوریم کې په یوه غونډه کې د دغه ډول جنګیالیو را انتقالول وغندل.

په هرات کې د مدني ټولنې یوې فعالې سامحې احمدي وویل، «فاطمیون لوا داسې یوه ډله وه چې ایران د سوریې د جګړې لپاره روزلې وه.»

هغې وویل، «دا به ډېره ګواښوونکې وي چې که هغوی افغانستان ته راشي او له طالبانو سره یوځای شي.»

احمدي وویل، فاطمیون لوا او طالبان سره ورته دي.‌

هغې وویل، «مونږ تل د خپلو ګاونډیو هېوادونو د شیطاني اغراضو قرباني شوي یو، او دا هېوادونه زمونږ له ځوانانو څخه د وسلو په توګه کار اخلي.»

هغې وویل، «مونږ پر افغان حکومت او نړۍ واله ټولنه غږ کوو چې افغانستان ته د فاطمیون د غړو انتقال په کلکه وڅاري.»

په هرات کې د مدني ټولنې یوه بل فعال امید ناب وویل، «د بېلابېلو حکومت ضد ډلو په ځانګړې توګه د فاطمیون انتقال» عام خلک اندېښمن کړي دي.‌

ناب وویل، «له بده مرغه، که افغانستان ته د دې ډلې انتقال دوام ومومي، کیدای شي چې زمونږ هېواد په یوه بل داسې جنګ کې ښکېل شي چې کولی شي زمونږ خلک خراب کړي.»

د ایران د هدفونو تعقیبول

د هرات د ولایتي شورا یوې غړې فاطمې جعفري وویل،‌ «افغانستان ته له ایران څخه راستنېدونکي خلک په ځانګړې توګه هغه چې د ایران له خوا په سیمه کې د دغه هېواد د نیابتي جنګونو د ترسره کولو لپاره استخدام شوي ول، د ژورې اندېښنې موضوع ده.»

هغې وویل، د فاطمیون غړي له جنګ کولو څخه پرته نور هېڅ مهارتونه نه لري او نه هم کومه بله عایداتي سرچینه لري.

هغې زیاته کړه، «دا چې په افغانستان کې کاري فرصتونه کم دي، کیدای شي چې هغوی په له وخت څخه استفاده کوونکیو او غیرمسؤلو (وسله والو) ګروپونو باندې واوړي چې کولی شي ستونزې راپورته کړي.»

جعفري وویل، «حکومت او د امنیتي سکتور وزارتونه باید د فاطمیون د هغو جنګیالیو چې هېواد ته راستنېږي د کنټرولولو لپاره سخت ګامونه نافذ کړي.»

په هرات ښار کې د سیاسي چارواکو یوه تحلیلګر عبدالقادر کامل وویل،‌ایرانی رژیم افغان کډوالو ته د وسلو په سترګه ګوري.‌

هغه وویل، «مونږ ټول پوهېږو چې د ایران انقلابي ګارډ زمونږ د کډوالو هېوادوالو له ډلې څخه په زرګونو کسان د فاطمیون لوا په چوکاټ‌ کې د سوریې او په سیمه کې د نورو هېوادونو جنګونو ته ولېږل، او یو زیات شمېر یې ووژل شول.‌د هغوی اکثرو جسدونه د هغوی کورنیو ته ور نه کړل شول.»

کامل وویل، «د ایران حکومت له فاطمیون څخه د خپلو نیابتي جنګونو لپاره کار اخلي،» او زیاته یې کړه چې په دې کې شک نشته چې ایرانی رژیم به د فاطمیون له غړو څخه د امریکایي او افغان ځواکونو پر ضد ګټه واخلي.

هغه وویل، «د فاطمیون لوا له لارې د افغانستان په کورنیو چارو کې د ایران دوامداره لاسوهنه کولی شي چې د دواړو هېوادونو تر منځ روابط کمزوري کړي. په ایران باندې د افغانانو باور له هر بل وخت څخه ډېر راکم شوی دی.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

14 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

لبیک یا الله (جل جلاله) لبیک یا رسول الله (ص) لبیک یا امیرالمؤمنین علي بن ابي طالب لبیک یا حجت ابن الحسن (زمونږ ارواګانې دې ترې قربان شي) لبیک یا خامنه اي (الله تعالی دې یې په امن کې وساتي) تل دې وي د ایران اسلامي جمهوریت او تل دې وي فاطمیون لوا.

ځواب ورکړئ

د فاطمیون زمریان سوریې ته پخپله خوښه لاړل چې له خپلو عقایدو څخه دفاع کړي، او هغوی هېڅکله هم د افغانستان لپاره خطرناک نه دي. د ځینې خلکو لپاره دا بهتره ده چې په هېواد کې د زړورو ځوانانو د حضور په رابطه د وارخطایۍ پر ځای د داعش ترهګرۍ سره د جګړې په هکله فکر وکړي.‌ که دا زمریان هلته نه وای، داعش به په سوریه او عراق کې له پښې ټینګولو‌ څخه وروسته افغانستان اشغال کړی وای.‌

ځواب ورکړئ

داعش د سوریې د ویجاړولو لپاره یوه وسیله ده او د غرب له مرستې پرته هغوی هېڅ هم نشي کولی.‌

ځواب ورکړئ

ښاغلی یا آغلې سلام ټایمز،
لطفاً د فاطمیون عسکر خبر کړئ چې هر څنګه وي هغوی افغانان دي او افغانستان ډېرې ستونزې لري. هغوی ته په کار دی چې د افغانانو په توګه، متوجه اوسي چې نه هېواد وپلوري او نه د افغانستان د دښمنانو اجیران شي.

ځواب ورکړئ

عبدالقادر کامل د امریکا غلام دی او دروغ وایي. د مقدسو زیارتونو مدافعان په خپله خوښه استخدام کیږي، نه په جبر سره. هیچا هم د فاطمیون او زینبیون او حتی د قدس غړي چې ایرانیان دي نه دي مجبور کړي چې د داعش پر ضد جنګ وکړي. فاطمیون شیعه ګان دي.‌ ښایي چې ستاسو رسنۍ امریکا پورې تړلې وي.

ځواب ورکړئ

دا د خوښې یا زور مسئله نه ده. د فاطمیون لوا د جنګیاليو مغزونه عین داسې وینځل شوي لکه د داعش د جنګیالیو چې وینځل شوي دي.

ځواب ورکړئ

هوکې، ښه وو خو...

ځواب ورکړئ

متحده ایالات پخپله یو ترهګر دی، او له ترهګرو څخه مرسته غوښتل د احمقانو کار دی. په افغانستان کې دننه د فاطمیون له خوا له ځینې کارونو سره سره، مونږ به هغوی ته اجازه ور نه کړو چې د نورو هېوادونو ګټې خوندي کړي. متحده ایالات او غرب پخپله زمونږ لپاره ننګونې یا چلینجونه دي.

ځواب ورکړئ

له تاسو نه په دې وار خطا دی چې د داعش غړي شئ او/یا که د طالبانو د ډلې... تاسو هېڅ نه دي کړي!

ځواب ورکړئ

زه حیران یم چې ولې یو شمېر هغه افغانان چې د داعش په استازیتوب یې په سوریه کې جنګ کاوه هېڅکله هم د افغانستان د ګټو لپاره یو ګواښ نه دی بلل شوی او هیڅکله هم د افغانستان د مدني ټولنې او حکومت لپاره د اندېښنې سرچینه نه بلل کیږي. فاطمیون ډله به هېڅکله هم، حتی که د ایران حکومت هم دا غوښتنه وکړي، د طالبانو په استازیتوب یا د هغوی تر څنګ جنګ ونه کړي.

ځواب ورکړئ

دا بېخي مسخره خبره ده ځکه چې فاطمیون د طالبانو ضد دي!

ځواب ورکړئ

دا هسې بې معنی خبره ده. د لیکنې هغه برخه چې استدلال کوي چې له طالبانو سره د فاطمیون ځواکونو یوځای کېدل کیدای شي ډېر خطرناک وي، ډېره جالبه ده، لاکن حقیقت دا دی چې دا دواړه ډلې هېڅ مشترکات نه لري. طالبان د غرب او صهیونیزم مزدوران او جاسوسان دي، په داسې حال کې چې فاطمیون د پیغمبر د اولاد تر بیرغ لاندې جنګ کوي او د یوه شیعه هېواد له خوا یې ملاتړ کیږي. طالبان شیعه ګان وژني، او اوس تاسو وایئ چې د فاطمیون غړي له طالبانو سره یوځای کیږی! څه غټ چټیات دي!

ځواب ورکړئ

د افغانستان حکومت باید هغه هزاره ګان او نور شیعه ګان چې د ایران د ګټلو لپاره په سوریه کې جنګېدلي افغانستان ته په راستنېدلو سره قرنطین کړي، مغزونه یې ووینځي او له سره د وطن پالنې درسونه ورکړي. بیا یې ارزونه وکړي، کوم چې په کې لارې ته راغلي وي هغو ته په ټولنه کې د انحلال اجازه ورکړي او چې نه وي سم شوي هغه یا بېرته ایران ته ور واړوي یا یې په عمري حبس محکوم کړي ځکه د دوی، طالبانو او داعشیانو تر منځ هېڅ فرق نشته. طالب او داعش د پاکستان له خوا د افغانستان په ضد استعمالیږي او فاطمیون د ایران له خوا استعمالیږي.

ځواب ورکړئ

ښه دا ده چې تاسو هغو افغانانو ته چې په سوریه کې یې د داعش لپاره جنګونه کړي دي د درناوي مډالونه ورکړئ!

ځواب ورکړئ