د ښځو حقوق

مخکښو ښځو د سولې په پروسه کې د پراخې برخه اخیستنې غوښتنه وکړه

د عمر راپور

له ۱۰۰ څخه ډېرې ښځې چې د هرات، فراه، غور او بادغیس ولایتونو استازیتوب یې کاوه د مرغومي په ۱۹مه په هرات ښار کې راټولې شوې ترڅو له طالبانو سره د سولې د خبرو څخه خپل ملاتړ اعلان او په یاده پروسه کې د ښځو لپاره د یوه مهم رول غوښتنه وکړي. [عمر]

هرات -- له ۱۰۰ څخه ډېرو ښځو چې د هرات، فراه، غور او بادغیس ولایتونو استازیتوب یې کاوه په هرات ښار کې په یوه غونډه کې د سولې په پروسه کې د ښځو د ونډې د زیاتولو غوښتنه وکړه.‌

د مرغومي د ۱۹مې غونډه چې د «ښځې د سولې د مخکښوپه توګه» تر نامه لاندې ترسره شوه، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما) سره په مشارکت کې ترتیب شوې وه.

برخه والو د سولې د پروسې په هکله خپلې غوښتنې په لیکلي ډول یوناما ته ولېږلې، چې هغوی به یې په خپل وار سره له هغو لوریو سره چې د سولې په پروسه کې برخه لري شریکې کړي.

په اعلامیه کې راغلي چې، «د لوېدیځې حوزې د ښځو له خوا د سولې د خبرو لپاره داسې شرایط وړاندې شوي چې د ښځو اساسي حقونه باید وساتل شي، ښځې باید د زده کړو له ترلاسه کولو څخه محرومې نشي، د جګړې قربانیان باید هېر نه کړای شي، اساسي قانون کې دې بدلول نه راځي او د ښځو د تېرو دوه لسیزو لاسته راوړنې باید له پامه ونه غورځول شي.»

د هرات په غونډه کې برخه والو ښځو غوښتنه وکړه چې د هغوی غږ دې واورېدل شي. [عمر]

د هرات په غونډه کې برخه والو ښځو غوښتنه وکړه چې د هغوی غږ دې واورېدل شي. [عمر]

له ۱۰۰ څخه ډېرې ښځې د مرغومي په ۱۹مه د یادو څلورو ولایتونو څخه په هرات ښار کې راټولې شوې وي او د سولې پروسې څخه یې ملاتړ اعلان کړ.

له ۱۰۰ څخه ډېرې ښځې د مرغومي په ۱۹مه د یادو څلورو ولایتونو څخه په هرات ښار کې راټولې شوې وي او د سولې پروسې څخه یې ملاتړ اعلان کړ.

د هرات د ولایتي شورا یوې غړې او د غونډې برخه والې سکینې حسیني وویل، د سولې خبرې په یوه مهمه زماني مقطع کې دي او افغانان باید دا فرصت له لاسه ورنه کړي.

هغې وویل، «موږ ښځې د امریکا متحده ایالاتو، افغان حکومت او طالبانو باندې غږ کوو چې د ښځو د لاسته راوړنو درناوی دې وکړي او د سولې په پروسه کې د هغوی رول دې له پامه نه غورځوي.»

هغې وویل، «ټولې اغېزمنې شوې ښځې د شځړې له لوریو په ځانګړې توګه طالبانو څخه د خسارې غوښتنه کوي.»

حسیني وویل، «ښځو د جګړې په ترڅ کې ډېرې ستونزې ګاللي او مرستې ته اړتیا لري. هغو کسانو چې د کورنیو ډوډۍ ګټونکي یې وژلي دي ... باید کورنیو ته تاوان ورکړي.»

هغې زیاته کړه، «ښځې له جګړې او د خپلو عزیزانو له لاسه ورکولو څخه ستړې شوي، او غواړي چې د جګړې لوري په سملاسي توګه په اوربند هوکړه وکړي.»

د ښځو د حقونو او لاسته راوړنو ساتل

د غونډې برخه والو ښخو غوښتنه وکړه چې د هغوی غږونه دې واورېدل شي.

د هرات پوهنتون یوې استادې او د غونډې برخه والې ارزو عزیزي وویل، «زموږ له سترو اندېښنو څخه یوه دا ده چې کېدای شي د سولې په خبرو کې د ښځو لاسته راوړنې او حقونه له پامه وغورځول شي.»

هغې وویل، «افغانو ښځو د تېرو شاوخوا دوه لسیزو په ترڅ کې ډېرې لاسته راوړنې لرلي، او لوړو موقفونو ته رسېدلي دي. موږ هېڅکله هم نه غواړو چې په سیاسي لوبو کې په دغو لاسته راوړنو باندې جوړجاړی وشي.»

هغې وویل، «موږ ښځې سوله غواړو، خو هغه باید داسې یوه سوله وي چې د هیچا له حقونو څخه هم سرغړونه نه کوي.»

د غور ولایت یوې اوسېدونکې نوریې احمدي وویل، افغانو ښځو د تېرو ۱۵ څخه ډېرو کالونو په ترڅ کې بې ساري قربانۍ ورکړي دي.

هغې وویل، «د غور ولایت ښځې غواړي چې جنګ پای ته ورسیږي او په هېواد کې سوله ډاډمنه شي. هغه څه چې ښځو په سختۍ سره لاسته راوړي دي باید له پامه ونه غورځول شي. د سولې د خبرو لوري باید د ټولنې د هر قشر د خلکو په ځانګړې توګه د جګړې د قربانیانو د کورنیو حقونو ته پام وکړي.»

هغې وویل، «موږ د سولې خبرو ته ډېر هیله مند یو، او موږ باور لرو چې هېواد ته به یوه تلپاتې سوله راشي.»

د هرات ولایت د کشک رباط سنګي ولسوالۍ اوسېدونکې او د غونډې برخه والې صالحې محمدي وویل،‌ ښځې غواړي چې د سولې په خبرو کې برخه واخلي څو وکولی شي چې نېغ په نېغه له مذاکره کوونکیو لوریو سره خپلې غوښتنې او اندېښنې شریکې کړي.

هغې وویل، «د افغانستان ښځو په جګړه کې سختې ستونزې ګاللي او قربانۍ یې ورکړي دي. وروسته له هغه چې سړي په شخړه کې ووژل شول، ښځې مجبورې شوې چې د کورنیو مسؤلیت پر غاړه واخلي او تر سختو شرایطو لاندې کار وکړي څو د خپلو ماشومانو د مړولو لپاره څه عاید ترلاسه کړي.»

افغان حکومت د ښځو تر څنګ ولاړ دی

د هرات د والي مرستیالې مونسې حسن زاده وویل، «حکومت د ښځو تر څنګ ولاړ دی او تل یې د هغوی غږونو ته غوږ نیولی دی. موږ باور لرو چې د سولې د پروسې په هکله د ښځو اندېښنې او غوښتنې د اعتبار وړ دي، او موږ هڅه کوو چې د هغوی غوښتنې له نړۍ والې ټولنې او د سولې په خبرو کې ښکېلو لوریو سره شریکې کړو.»

هغې وویل، افغان حکومت ښځو ته دا فرصت ورکړی چې هڅې وکړي، او وعده یې وکړه چې حکومت به د هغوی ملاتړ کولو ته دوام ورکړي.

هغې وویل، «د افغان ښځو په حقونو او لاسته راوړنو باندې به جوړجاړی ونشي،‌ او طالبان باید د سولې په خبرو کې د ښځو د غوښتنو درناوی وکړي. حکومت به له داسې سولې سره موافقه ونه کړي چې ښځې له پامه غورځوي.»

په ولسي جرګه کې د هرات ولایت یوې استازې مسعودې کروخي وویل، ټولې ښځې د جګړې مخالفې دي او بیا به طالبانو او نورو ډلو ته اجازه ورنه کړي چې ملکي خلک نور ژوبل او افغانستان ویجاړ کړي.

هغې وویل، «طالبان د سولې په خبرو کې د ښځو په برخه اخیستنې خوښ نه دي، خو هغوی باید پوه شي چې افغانې ښځې په داسې یوه وضعیت کې نه دي چې ۲۰ کاله پخوا وې، او هغوی باید وکولی شي چې له ټولو لوریو څخه خپل حقونه وغواړي.»

کروخي وویل، «ښځې باید دې ته منتظرې نشي چې نور یې په هکله څه ډول پرېکړه کوي او دوی ورته له لیرې ګوري. ښځو خپل غږونه پورته کړي او نورو ته به اجازه ورنه کړي چې د هغوی د برخلیک په هکله پرېکړه وکړي.»

هغې وویل،‌ د افغانستان د سولې پروسه دا ایجابوي چې د ژوند د هرې برخې خلک په کې برخه واخلي.

هغې وویل، «ښځې د افغانستان د نفوس نیمه برخه جوړوي، نو که د سولې په پروسه کې د هغوی رول له پامه وغورځول شي، د دې معنی به دا وي چې په دې پروسه کې به د نیمو افغانانو استازیتوب ونشي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

هرڅه داسلامی شریعت مطابق نه خلاف دشریعت ونه خلاف کلتوری افغانی

ځواب ورکړئ

هراتیان تکړه خلک دي، په هر څه کې یې ځانونه رسولي او د افغانستان د مسایلو په هکله په وخت سره عکس العمل ښیي.

ځواب ورکړئ