امنیت

د بریدونو په ډېرېدلو سره د افغان امنیتي ځواکونو هوډ پياوړی شوی دی

د سلیمان راپور

د افغان ملي اردو یو سرتیری د تېر زمري په ۲۰مه د لوی اختر په ترڅ کې په کابل کې د بالاحصار له زړې کلا سره نږدې ولاړ دی. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

د افغان ملي اردو یو سرتیری د تېر زمري په ۲۰مه د لوی اختر په ترڅ کې په کابل کې د بالاحصار له زړې کلا سره نږدې ولاړ دی. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

کابل -- چارواکي او کتونکي وایي، له وروستیو بریدونو سره سره، افغان امنیتي ځواکونه هوډ لري‌ چې له خپل هېواد او خلکو څخه دفاع وکړي.

د دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان د چنګاښ په ۱۸مه په یوه مرکه کې وویل، «که څه هم چې په وروستیو کې تاوتریخوالی او ترهګریز بریدونه زیات شوي، لاکن د امنیتي او دفاعي ځواکونو هوډ د دښمن د بریدونو په وړاندې په ځواب ویلو کې د بل هر وخت په نسبت ډېر کلک شوی دی او دې ته چمتو دي چې په ژمنتیا سره د افغانستان او افغانانو دفاع وکړي.»

امان وویل،‌ «دښمن غټې ترهګریزې حملې ترسره کوي چې د امنیتي ځواکونو مورال کمزوری کړي او ملکي خلک ووېروي، خو دې کار هغوې ته د ګټې پر ځای تاوان کړی ځکه چې زمونږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو مورال او هوډ هره ورځ او له هرې ترورستي حملې څخه وروسته لا نور پياوړی کیږي.»

هغه وویل، «د هغوی د وطنپالنې قوي روحیې په ټول هېواد کې ځوانان دې ته هڅولي چې له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره یوځای شی، او له دې امله په امنیتي ځواکونو کې د نویو استخدامېدونکیو کسانو شمېر زیات شوی دی. هره ورځ، په سلګونو ځوانان د استخدام مرکزونو ته ورځي او خپل نومونه لیکي چې د امنیتي ځواکونو غړي شي.»

د افغان ملي اردو یو سرتیری د تېر مرغومي په ۸مه هرات کې په یوه روزنیز مرکز کې په نظامي تمرین کې د برخه اخیستنې پر مهال لیدل کیږي. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]

د افغان ملي اردو یو سرتیری د تېر مرغومي په ۸مه هرات کې په یوه روزنیز مرکز کې په نظامي تمرین کې د برخه اخیستنې پر مهال لیدل کیږي. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]

هغه زیاته کړه، «د روزنې، تجهیزاتو، ټکنالوجۍ او هوډ په پام کې نیولو سره امنیتي او دفاعي ځواکونه په ډېر ښه حالت کې دي.»

په کابل کې د سیاسي او پوځي چارو یوه شنونکي عارف کیاني وویل، «د امنیتي او دفاعي ځواکونو هوډ او مورال لا نور پیاوړی شوی او یو لاس شوی دی.»

کیاني وویل، «دښمن فکر کوي چې هغه به وکولی شي چې د ښو پلان شویو بریدونو په ترسره کولو سره د امنیتي ځواکونو مورال کمزوری کړي او د هغوی تر منځ ګډوډي رامنځته کړي. د هغوی بریدونو دغه ځواکونه نه دي زړه توري کړي او نه یې کمزوري کړي دي بلکې پرځای یې ځوانان هڅولي چې له امنیتی ځواکونو سره یوځای شي.»

کیاني زیاته کړه، «پخوا داسې اندېښنې وې چې امنیتي ځواکونه به کمزوري شي او ګډوډي به په کې رامنځته شي چې کېدی شي له افغانستان څخه د نړۍ والو ځواکونو په تدریجي وتلو سره د امنیتي سیستم ماتېدلو ته لاره هواره کړي، خو موږ وینو چې زموږ له هېواد څخه د دفاع په لاره کې زموږ د ځواکونو هوډ لا پياوړی شوی دی.»

کیاني وویل، «امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د حکومت او د هغه د نړۍ والو متحدینو پاملرنې د دغو ځواکونو د وړتیاوو او همدارنګه د هغوی د هوډ او مورال د پیاوړتیا په برخه کې مرسته کړې ده.»

د افغانستان له خپلواکۍ څخه خپل سرونه قرباني کول

په کابل کې د محلي پولیسو د عمومي ریاست پخواني مرستیال او د پوځي چارو شنونکي متقاعد جنرال سکندر اصغري وویل، «د تېرو ۲۰ کالونو په ترڅ کې، افغان امنیتي ځواکونو په زړورتیا او وطن پالنې سره خپل سرونه د افغانستان له خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا څخه د دفاع او د افغانانو د وقار ساتنې په لاره کې قرباني کړي دي.»

هغه وویل، د ترهګرو ډلو له هڅو سره سره، «امنیتي ځواکونو هېڅکله هم د خپل هېواد او خلکو په دفاع کې خپل مورال نه دی بایللی او د هغوی ټول شیطاني غرضونه یې شنډ کړي دي

اصغري وویل، «په پوځي روزنې سربېره، امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د اسلامي اصولو او ارزښتونو، افغاني کلتور او وطن پالنې درسونه ورکول کیږي،‌ چې له دې امله دغه ځواکونه له خپل هېواد او مسلمانو هېوادوالو څخه په لوړ مورال سره دفاع کوي.»

اصغري زیاته کړه، «له ۱۰ څخه په ډېرو ولایتونو کې شخړې روانې دي؛ زموږ دښمنان ښه پلان شوي بریدونه ترسره کوي، خو زموږ امنیتي ځواکونه په دوه برابره کلک هوډ سره د هغوی بریدونه شنډوي او هغوی له منځه وړي.»

هغه وویل، «زموږ د امنیتي ځواکونو پياوړي هوډ د خلکو اعتماد ګټلی، او ملکي خلک دې ته هڅوي چې له امنیتي ځواکونو سره یوځای شي او د بې ګناه افغانانو له ژوند څځه دفاع وکړي.»

په کابل کې د پوځي چارو یوه شنونکي یوسف امین ځاځي وویل، «امنیتي او دفاعي ځواکونه د دې هېواد اصلي بچیان دي چې په زړورتیا سره د افغانستان د خاورې له بشپړتیا، ملي ارزښتونو، خپلواکۍ او خلکو څخه دفاع کوي او خپل سرونه قرباني کوي.»

ځاځي وویل، «له هر ترهګریز برید څخه چې بې ګناه مسلمانان په کې ژوند له لاسه ورکوي وروسته د امنیتي ځواکونو چې له هېواد څخه دفاع کوي مشروعیت زیاتیږي.»

هغه وویل، «دغه حالت د هېواد په بېلابېلو برخو کې چې جنګونه په کې روان دي ځوانان دې ته هڅولي چې له امنیتي ځواکونو سره یوځای شي څو وکولی شي چې د دښمن په مقابل کې له خپل هېواد او بې ګناه ملکي خلکو څخه دفاع وکړي.»

ځاځي زیاته کړه، «لکه څنګه چې افغانان ګوري، په امنیتي ځواکونو سربېره، د هغوی د کورنیو غړي او خپلوان په ترهګریزو بریدونو کې وژل کیږي په داسې حال کې چې امنیتي ځواکونه د هغوی د دښمنانو پر ضد جنګ کوي، هغوی هڅیږي چې له دغو ځواکونو سره یوځای شي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

په دې کې شک نشته چې افغان اردو په نړۍ کې تر ټولو ډېره صادقه او مهذبه اردو ده، خو له بده مرغه چې، دغه ځواکونه تل د حکومت د مشرانو د غلطو سیاستونو له امله د ترهګریزو بریدونو قرباني کیږي او د سون د لرګیو په توګه کارول کیږي.‌ هره ورځ، طالبان او نور ترهګر ګروپونه راځي او زمونږ په لسګونو امنیتي سرتېري شهیدانوي، خو حکومت یې هېڅ پروا نه کوي او د حکومت لوړپوړي چارواکي یوازې د بریدونو غندنه کوي. آیا غندل کولی شي چې ستونزه حل کړي؟ هغوی باید د دغو ځواکونو د تلفاتو د مخنیوي لپاره جامع پلانونه جوړ او مهمې پرېکړې وکړي.‌

ځواب ورکړئ