امنیت

افغان چارواکي وایي، طالبان د مسکو په اجیرانو باندې بدل شوي دي

د عمر راپور

په دې عکس کې چې د چنګاښ په لومړیو کې خپور شوی دی، طالب اورپکي په افغانستان کې په یوه نامعلوم ځای کې په هغو وسلو ډزې کوي چې په روسیه کې جوړې شوې دي. [آرشیف]

په دې عکس کې چې د چنګاښ په لومړیو کې خپور شوی دی، طالب اورپکي په افغانستان کې په یوه نامعلوم ځای کې په هغو وسلو ډزې کوي چې په روسیه کې جوړې شوې دي. [آرشیف]

هرات -- افغان چارواکي او کتونکي وایي، د طالبانو له خوا په روان ډول د روسیې د مرستو او وسلو قبلول، او د یادې ډلې له خوا دې ته تمایل چې د مسکو په استازیتوب جنایتونه ترسره کړي، ثابتوي چې له افغان اورپکو څخه د روسیې اجیران جوړ شوي دي.

نیویارک ټایمز د چنګاښ په ۶مه راپور ورکړ چې، یوه روسي استخباراتي واحد، چې د ۲۹۱۵۵ واحد په نامه یادیږي، په پټه تېر کال، د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د جنګ د پای ته رسولو په موخه د متحده ایالاتو په مشرۍ د سولې د مذاکراتو په ترڅ کې، په افغانستان کې په ایتلافي عسکرو باندې د بریالیو بریدونو په بدل کې د انعامونو وړاندیز کړی وو.‌

چارواکو دغې ورځپاڼې‌ ته وویل، داسې باور کیږي چې طالب اورپکو، یا هغوی ته نږدې جنایتکارو عناصرو د انعامونو یو څه پیسې ترلاسه کړې وې.

دغه راپور د افغانانو په منځ کې د طالبانو پر وړاندې پراخه کرکه راوپاروله.‌

دا عکس چې د تېرې لیندۍ په ۷مه اخیستل شوی دی یو افغان هلک په داسې حال کې ښیي چې د کابل په لمنه کې د یوه سړک په اوږدو کې د شوروي د وخت د یوه ټانک په پاتې شونو باندې لوبې کوي. روسیه چې ځینې افغانان یې زوړ دښمن بولي، له طالبانو سره د مرستې له کبله د خلکو غوسه راپاروي. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

دا عکس چې د تېرې لیندۍ په ۷مه اخیستل شوی دی یو افغان هلک په داسې حال کې ښیي چې د کابل په لمنه کې د یوه سړک په اوږدو کې د شوروي د وخت د یوه ټانک په پاتې شونو باندې لوبې کوي. روسیه چې ځینې افغانان یې زوړ دښمن بولي، له طالبانو سره د مرستې له کبله د خلکو غوسه راپاروي. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

په غور ولایت کې د مدني ټولنې یوه فعال حسن حکیمي وویل، د روسیې او نورو هېوادونو له خوا طالبانو ته ورکړل شویو مالي مرستو او وسلو دغو اورپکو ته د دې وړتیا ورکړې چې بیرته سر راپورته کړي، نا ارامي رامنځته کړي او وینې تویې کړي.‌

هغه وویل، «دا چې طالبان له روسیې څخه پیسې او وسلې ترلاسه کوي، هغوی مجبور دي چې د روسانو غوښتنې ومني او د مسکو حکمونه عملي کړي.‌ که طالبانو د روسیې غوښتنې نه منلی،‌ هغه هېواد به هېڅکله هم پیسې او وسلې نه وای ورکړې

حکیمي وویل، «طالبان له روسیې څخه مرسته ترلاسه کوي او هلته سفر کوي، او هغوی د روسیې په حکمونو خلک وژني او ښوونځي او جوماتونه ویجاړوي،» او زیاته یې کړه چې دغه ډول عملونه «ثابتوي چې هغوی د روسیې ګوډاګیان دي.»

د افغان ملي اردو د لوی درستېز مرستیال ډګر جنرال اقبال علي نادري د چنګاښ په ۳۰مه د هرات په ګزره ولسوالۍ کې د ۲۰۷ ظفر قول اردو په سلګونو عسکرو ته په یوه وینا کې وویل، طالبان له خپلو بهرنیو بادارانو څخه مرستې ترلاسه کوي او افغانان وژني.‌

هغه د کوم ځانګړي هېواد د نوم له یادولو څخه پرته وویل، «طالبان زموږ په هېواد او خلکو باندې د بهرنیو استخباراتي ادارو نیابتي جنګونه تحمیلوي.»

هغه زیاته کړه، «هغوی خپلې شیطاني او ظالمانه ستراتیژۍ له افغانستان څخه بهر پلانوي، او په افغانستان کې دننه یې ترسره کوی.»

عصري روسۍ وسلې

د هرات ولایت په ادرسکن ولسوالۍ کې د چنګاښ په ۲۵مه په امنیتي ځواکونو باندې د طالبانو له یوه برید څخه وروسته، چارواکو د ۱۵ اورپکو له جسدونو سره عصري روسۍ وسلې کشف کړلې.

د هرات امنیه قوماندان ډګروال عبیدالله نورزي وویل، د ادرسکن په نښته کې امنیتي ځواکونو د دوه میله داسې وسلو په ګډون چې د شپې په دوربینونو سمبالې وې، ګڼ شمېر وسلې ونیولې.‌

نورزي وویل، د طالبانو ډېرې وسلې په روسیه کې جوړې شوي دي، او په وروستیو کې یې عصري روسۍ وسلې هم ترلاسه کړي دي.‌

هغه وویل، «هغه وسلې چې د شپې لیدونکو دوربینونو باندې سمبالې دي د هغو خطرناکو وسلو په ډله کې دي چې ډېر وخت امنیتي ځواکونو ته جدي ګواښونه جوړوي. هر څوک چې طالبانو ته پیسې او وسلې ورکوي هغه زموږ دښمن دی.»

د بادغیس د ولایتي شورا مرستیال عبدالله افضلي وویل، طالبان هره ورځ په هغو وسلو چې له روسیې څخه یې ترلاسه کوي بې ګناه ملکي خلک او امنیتي ځواکونه وژني.‌

هغه وویل،‌«له طالبانو څخه د روسیې ملاتړ موږ وارخطا کړي یو ځکه چې هغه په ټول هېواد کې د طالبانو لیکې پیاوړې کوي.‌

افضلي زیاته کړه، «په روسیې سربېره، یو شمېر نور هېوادونه چې له مسکو سره اړیکې لري د دې لپاره د طالبانو ملاتړ کوي چې د هغوی سیاسي او استخباراتي موخې ترلاسه کړي.»

هغه وویل، له طالبانو څخه د روسیې ملاتړ د افغانستان په چارو کې ښکاره لاسوهنه ده، او دغه کار جګړه اوږده کړې او هېواد یې ویجاړ کړی دی.‌

یو زوړ دښمن

ډېر افغانان د شوروي د ۱۳۵۸-۱۳۵۸ له یرغل څخه وروسته اوس هم کریملېن خپل زوړ دښمن بولي. د هغه یرغل په ترڅ کې په میلیونونو خلک مړه او ټپیان شول.‌

په بادغیس ولایت کې د مدني ټولنې د شبکې منشي خیرمحمد لطف وویل،‌د روسیې رژیم تل د افغانستان په کورنیو چارو کې لاس وهلی دی، او هېڅکله یې افغانان نه دي پرېښي چې په سوله کې ژوند وکړي.

هغه وویل، «روسیه د طالبانو او د هغوی له خوا د افغانانو د وژلو ملاتړ کوي څو دا یقیني کړي چې جنګ هغسې دوام ومومی چې په هېواد باندې د شوروي د یرغل په کالونو کې روان وو.»

لطف زیاته کړه، «روسیې زموږ په میلیونونو هېوادوال په عام ډول قتل کړي دي، خو طالبان په بې شرمانه توګه زموږ له دغه دښمن سره دوستي پالي، او هغوی په هغو پیسو او وسلو چې زموږ له زاړه دښمن څخه یې ترلاسه کوي د افغانستان مسلمانان وژني.»

هغه وویل، «روسیه باید له طالبانو څخه د ملاتړ او د هغوی له خوا د افغانانو د وژلو په هکله بیا له سره فکر وکړي؛‌ که نه، افغانان به هغه درس تکرار کړي چې ۳۰ کاله مخکې یې روسیې ته ورکړی وو چې په کې یې هغوی ته تاریخي ماته ورکړې وه.»

د نیمروز ولایت یوه اوسېدونکي محمد اقبال نظري وویل، «افغانان اوس هم د شوروي د یرغل له امله کړېږي. د هغه یرغل له امله جنګ رامنځته شو او ترهګرې ډلې راووتلې.‌ د هغه جنګ چې افغانان یې خراب کړل تر شا اصلي سبب روسیه وه.»

هغه وویل،‌ «افغانان په لومړي ځل په خپل هېواد کې سولې ته هیله من شوي دي، خو روسیه هڅه کوي چې طالبانو ته د پیسو او وسلو په ورکولو سره جنګ اوږد کړي.»

هغه زیاته کړه،‌«هېڅ افغان به هېڅکله هم هغه ظلمونه هېر نه کړي چې روسانو په افغانستان کې ترسره کړي دي.‌د شوروي له یرغل څخه راپاتې کنډوالې اوس هم په افغانستان کې په هرځای کې موجودې دي،‌ او په هرځای کې ډله ییز قبرونه شته.»

هغه وویل، له روسیې سره د طالبانو دوستي د هغو میلیونونو افغان شهیدانو وینې ته سپکاوی دی چې خپل ځانونه یې د شوروي د یرغل په وړاندې جنګ او له افغانستان څخه په دفاع کې قربان کړل.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

زمونږ تر ټولو سخت دښمن پاکستان دی چې طالبان یې تر دې پورې قوي کړل. او بله دا چې امريکا ولې پيسې ورکړې چې اغزن تار وغځوي او ولې یې اجازه ورکړه چې ډيورنډ کرښې نه دېخوا په لسګونو کيلو متره د دننه په افغان خاوره کې اغزن تار واچوي. مونږ د امريکا نه سخت خپه يو.

ځواب ورکړئ

بس دغه بدختی په دغه وطن کې روانه ده. کله به روسیه افغانستان خرابه ییې او کله به یې امریکا. افغانان باید هوښیار شي چې د خلکو غلامي نه لاس په سر شي او خپل هیواد جوړ کړي او خپل ځان د نورو له احتیاج څخه خلاص کړيٍ.

ځواب ورکړئ

روسیه د افغانستان راتلونکي ته یو جدي خطر جوړوي. روسیه به هڅه وکړي چې د افغانستان له مظلومو خلکو څخه د هغې ماتې بدل واخلي چې هغوی په افغانستان کې لیدلې ده. خواوشا دېرش کاله مخکې، روسیه په افغانستان کې ماته شوه، او له افغانستان څخه له وتلیو وروسته، دغه هېواد مجبور شو چې د منځنۍ اسیا له ټولو هېوادونو څخه خپل ځواکونه وباسي. اوس بیا روسیه قوي شوې ده او هڅه کوي چې په افغانستان کې د متحده ایالاتو د ماتې سبب شي، ځکه متحده ایالاتو د روسي عسکرو پر ضد د جنګ کولو لپاره مجاهدینو ته پیسې او تجهیزات ورکول، او اوس روسیه طالبانو ته داسې اسانتیاوې ورکوي چې له افغانستان څخه د متحده ایالاتو له وتلیو څخه وروسته طالبان په افغانستان کې مطلقه واکمني ترلاسه کړي، ځکه چې طالبان به د متحده ایالاتو تر نفوذ لاندې واکمني ونه کړي.‌ هغوی به داسې یو مستقل حکومت جوړ کړي چې له اروپا او متحده ایالاتو سره به دوستانه اړیکې ونه لري، بلکې یوازې له عربي هېوادونو او پاکستان سره به اړیکې وساتي. دا د روسیې غوښتنه ده چې متحده ایالات له افغانستان څخه ژر تر ژره وځي او طالبان واک ترلاسه کړي.

ځواب ورکړئ