امنیت

په هرات کې د عکسونو نندارتون د وژل شویو عسکرو قربانۍ وستایلې

د عمر راپور

په هرات ښار کې د وږي په ۲۷ - ۲۹مه د عکسونو د یوه نندارتون په جوړولو سره د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د هغو منسوبینو درناوی وشو چې خپل ژوند یې د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې له لاسه ورکړی دی. [عمر]

هرات -- په هرات ښار کې د وږي په ۲۷ - ۲۹مه د عکسونو د یوه نندارتون په جوړولو سره د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د هغو منسوبینو درناوی وشو چې خپل ژوند یې د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې له لاسه ورکړی دی.

په دغه دوه ورځني نندارتون کې، د افغان ملي اردو، ملي پولیسو او د ملي امنیت ریاست له ۳۰۰ څخه د ډېرو وژل شویو سرتیرو عکسونه نندارې ته وړاندې شوي ول.‌

د نندارتون نندارچیانو ژمنه وکړه چې هېڅکله به د هغو کسانو قربانۍ هېرې نه کړي چې خپل سرونه یې د افغانانو او افغانستان د خوندي کولو په لاره کې وښندل.

د پروګرام یوه برخه وال او د هرات ښار اوسېدونکي بهروز تیموریان وویل، ټول افغانان به د شهید شویو امنیتي منسوبینو یادونه ژوندي وساتي.‌

یو پلار چې خپل زوی یې په جنګ کې له لاسه ورکړی دی د وږي په ۲۷مه هرات کې په یوه نندارتون کې د وژل شویو عسکرو عکسونه ګوري. [عمر]

یو پلار چې خپل زوی یې په جنګ کې له لاسه ورکړی دی د وږي په ۲۷مه هرات کې په یوه نندارتون کې د وژل شویو عسکرو عکسونه ګوري. [عمر]

هغه وویل، «افغان سرتیرو خپل قېمتي ژوند د دې لپاره قرباني کړ چې د خلکو ژوند خوندي کړي او له هېواد څخه دفاع وکړي، او موږ به تل د هغوی یادونه له ځانونو سره خوندي وساتو او د هغوی د کورنیو ملاتړ به وکړو.»

هغه زیاته کړه، دغه امنیتي منسوبین اتلان دي، په داسې حال کې چې د هغوی کورنۍ او ماشومان بې سرپرسته پاتې دي.

تیموریان وویل، «د امنیتي ځواکونو خوندي ساتل او د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ځواک روغ او سالم ساتل د سولې په مذاکراتو کې د افغانانو لپاره مهم دي. موږ د سولې د بهیر له مرکچي لوریو څخه غواړو چې د امنیتي ځواکونو د برخلیک په هکله هېڅ خبرې ونه کړي ځکه چې په دې برخه کې هېڅ ډول معامله هم زموږ لپاره د منلو وړ نه ده.»

د قطر په پلازمېنه دوحه کې د حکومت او طالبانو تر منځ کتنې په لومړیو پړاوونو کې دي او هڅې کېږي ترڅو داسې یوه هوکړه وشي چې په افغانستان کې جنګ پای ته ورسوي.‌

د هرات ولایت د پشتون زرغون ولسوالۍ یوه اوسېدونکي جمعه خان وویل، امنیتي ځواکونه چې چمتو دي د هېواد لپاره اصلي قرباني ورکړي اتلان دي .‌

هغه وویل، «موږ به له خپلو امنیتي ځواکونو څخه دفاع وکړو او د خپلې وینې تر وروستي څاڅکي پورې به د هغوی تر څنګ ودرېږو. زموږ پوځي ځواکونو ثابته کړې ده چې کولی شي په یواځې سر له افغانستان څخه دفاع وکړي، په داسې حال کې چې په بهرنیو ځواکونو باندې د هغوی اتکا له یوې ورځې څخه بلې ته کمېږي.»

هغه وویل، «موږ په دغو عکسونو کې وینو چې ځوانو اتلانو زموږ او افغانستان لپاره خپل سرونه قرباني کړي دي. د هغوی قربانۍ به هېڅکله هم هېرې نشي، او د هغوی لاره به دوام ومومي.‌ د دغو ځواکونو اتلولي به د افغانستان په تاریخ کې په زرینو کرښو ولیکل شي.»

له افغانستان څخه دفاع ته چمتو

امنیتي ځواکونو په خپله برخه کې هڅې کړي دي چې له هېواد څخه دفاع وکړي او پرې نه ږدي چې افغانستان بیا د نړۍ والو ترهګرو لپاره خوندي پټنځای وګرځي.

په هرات کې د افغان ملي اردو د ۲۰۷ ظفر قول اردو یوه افسر جګړن فدامحمد بلخي وویل، امنیتي ځواکونو تل د خلکو ملاتړ له ځان سره لرلی دی چې د ترهګرو پر ضد جګړه او له هېواد څخه په لا ښه توګه دفاع کې یې د هغوی مورال لوړ کړی دی.

هغه وویل، «امنیتي او دفاعي ځواکونه د دې هېواد بچیان دي... موږ ژمنه کوو چې موږ به له خپلو خلکو، استقلال، خپلواکۍ او ملي ارزښتونو څخه د خپل سر په قېمت دفاع وکړو.»

بلخي زیاته کړه، امنیتي ځواکونه به د هر هغه چا پر ضد جګړه وکړي چې امنیت او سوله ټکنۍ کوي.

د ۲۰۷ ظفر قول اردو یوه بریدمل نادرشاه وویل، «موږ د افغانستان خلکو سره ژمنه کوو چې موږ به په هر ډول شرایطو کې د هغوی او د خپل هېواد دفاع وکړو او هیڅ کله به یې یواځې پرې نه ږدو. موږ ټول به د یوه سوله ییز او نېکمرغه افغانستان په لور پر مخ لاړ شو.»

هغه وویل، د څلورو لسیزو له اوږده جنګ څخه د سلګونو زرو بې ګناه خلکو له وژل کېدلو او د هېواد له ورانېدلو څخه پرته نور هېڅ نه دي ترلاسه شوي، او زیاته یې کړه چې طالبان باید له تاریخ څخه زده کړه وکړي او خپل د تاوتریخوالي فعالیتونه پای ته ورسوي.‌

هغه وویل، «که طالبان د جګړې له لارې د بریا ترلاسه کولو په هیله جنګ او وژنو ته دوام ورکړي، موږ به د هغوی پر ضد جنګ وکړو او اجازه به ورنه کړو چې زموږ بې ګناه ملکي خلک ووژني.»

په هرات ولایت کې د ظفر قول اردو یوې بلې افسرې بریدمل فریده ګل وویل، «امنیتي ځواکونه دې ته ژمن دي ترڅو د افغانانو سرونه او مالونه خوندي کړي او له هېواد څخه دفاع وکړي.»

هغې وویل، «زه د افغانستان خلکو سره ژمنه کوم چې موږ به د خپلې وینې تر وروستي څاڅکي پورې د خپلو خلکو او هېواد دفاع وکړو، او پرې به نه ږدو چې د هغوی ژوند وګواښل شي. طالبانو ته زموږ پیغام دا دی چې تاوتریخوالی پرېږدي او د سولې لاره ونیسي

د سولې د ساتلو هڅې

په هرات ولایت کې پوځي چارواکو وویل، امنیتي ځواکونه د جګړې په ډګر کې قربانۍ ورکوي چې امنیت خوندي کړي او د سولې او ثبات لپاره لاره هواره کړي.

د ۲۰۷ ظفر قول اردو قوماندان تورن جنرال عبدالرؤف ارغندیوال وویل، د امنیتي ځواکونو یواځینی هدف دا دی چې د افغانانو امنیت وساتي او یو سوله ییز چاپېریال برابر کړي.

هغه وویل، «زموږ عسکر شپه او ورځ کار کوي او جنګیږي ترڅو د خلکو امنیت یقیني کړي.»

هغه زیاته کړه، «په قطر کې د سولې د خبرو په پیلېدلو سره، امنیتي ځواکونو یوه سوله ییزه ستراتیژي غوره کړې ده، خو طالبان له خپلو کړو ژمنو سره سره جنګ او د تاوتریخوالي ترسره کولو ته دوام ورکوي.»

افغان سرتېري باید د داسې یوې ډلې پر ضد وجنګیږي چې د هغوی هدف جګړه، ویجاړتیا او وژنه ده. ارغندیوال وویل، دا امنیتي ځواکونه دي‌ چې په ښارونو، ولسوالیو، دښتو او غرونو کې د داسې یوې ورانکارې ډلې پر ضد جنګ کوي.

هغه وویل، «که څه هم چې امنیتي ځواکونه په ټول هېواد کې په دفاعي موقف کې دي، لاکن برعکس یې، طالبان له خپلو ژمنو سره سره هم بریدونو ته دوام ورکوي.»

د هرات ولایت امنیه قوماندان ډګروال عبیدالله نورزي وویل، امنیتي ځواکونه د سولې اصلي ملاتړي دي او افغانستان ته دسولې او ثبات د راوستلو لپاره د جګړې په لومړیو کرښو کې جنګ کوي.‌

هغه وویل، «افغانستان ته به د امنیتي ځواکونو له هڅو او قربانیو څخه پرته هېڅکله هم سوله رانشي. زموږ اردو د نړۍ والې ترهګرۍ پر ضد جنګ کوي. که زموږ د هېواد د امنیتي ځواکونو قربانۍ نه وای، ترهګرو به ... ټوله نړۍ ګواښلې وای.»

نورزي زیاته کړه، «امنیتي ځواکونه، په ځانګړې توګه ځانګړي واحدونه کافي وړتیاوې او تجهیزات لري او هېڅکله به هم د سولې او د افغانستان د خلکو دښمنانو ته اجازه ورنه کړي چې خپلو شیطاني موخو ته ورسیږي او هېواد یو ځل بیا د ترهګرو لپاره په یوه خوندي پټنځای باندې بدل کړي.»

په هرات ښار کې د مدني ټولنې یوه فعال امید ناب وویل، امنیتي ځواکونو افغانستان د خپلو سرونو په قربانۍ ساتلی او هېواد ته یې ویاړونه بښلي دي.‌

هغه زیاته کړه، «افغانان د امنیتي ځواکونو د قربانیو او هڅو منندوی دي. افغانان به د هغوی لارې ته دوام ورکړي او تل به یې په یاد ساتي. زموږ سرتیرو خپل ځانونه شپه او ورځ د خطرناکو ترهګرو پر ضد سپر کړي او د هغوی پر ضد جنګ کوي ترڅو افغانان وکولی شي په سوله کې ژوند وکړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

زه فکر کوم چې دغه ډول لمانځنې د نویو نسلونو ذهنونه هم له جنګ سره اشنا کوي. زما وړاندیز دا دی چې په هر ولایت کې یو یو شهیدانو څلی جوړ کړای شي چې په کال کې یو ځل د درناوي لپاره خلک ورځي او د قران کریم ختم په کې کوي نور باید داسې لمانځنې ونشي چې خلکو ته بیا جنګ، وژل، ورانی او ګډوډي وریادوي. د بدیل په توګه باید همدغه د شهیدانو زامنو او لوڼو ته د تعلیم په برخه کې اسانتیاوې برابرې او امتیازات ورکول شي.

ځواب ورکړئ

دا د خفګان خبره ده چې دغو ځوانانو د دې فاسد حکومت لپاره خپل ژوند قرباني کړ. د هغوی قربانیو هېڅ نتیجه ورنه کړه. د دغو خلکو له جملې څخه په لسګونو زره د دې هېواد لپاره قرباني شول، او اوس امریکا واک بېرته طالبانو ته ورسپاري او طالبان بېرته قدرت ته راولي. متحده ایالاتو په افغانستان باندې په برید کولو او د یوه نظام پر ځای د بل په راوستلو سره یوه غټه غلطي وکړه. هغوی شل کاله دا حکومت تمویل کړ، خو اوس بیا دا حکومت د طالبانو په لاس ویجاړوي. که امریکا په افغانستان باندې له یرغل کولو او د طالبانو د حکومت له نسکورولو څخه وروسته، په هغه وخت کې په افغانستان کې د طالبانو او نورو ډلو تر منځ یو ګډ حکومت جوړ کړی وای، اوس به مونږ داسې حالت نه درلود او افغانستان به ښه پرمختګ کړی وای، او اقتصاد به بهتر وای، خو متحده ایالاتو وویل چې هغوی به طالبان له منځه وېسي. هغوی شل کاله د دغو ځواکونو پر ضد جنګ وکړ، په میلیاردونو ډالر یې ولګول، په سلګونو زره افغانان یې ووژل او معلول کړل،‌ او بالاخره د طالبانو له خوا مات شول او اوس له افغانستان څخه وځي او افغانستان طالبانو ته سپاري.‌ مرګ د افغانانو پر دښمنانو. د افغان حکومت او طالبانو مشران باید خپله دښمني پای ته ورسوي او د وطن او ملت لپاره سره سوله وکړي. افغانستان د روسیې، برتانیا، متحده ایالاتو او عربي هېوادونو تر منځ د نیابتي جنګونو په اور کې سوزي.‌ دا ټول هېوادونه په افغانستان کې د جنګ عامل دي.‌

ځواب ورکړئ