امنیت

په داسې حال کې چې د استخباراتو ادارې د ترهګرو یوه شبکه ویجاړه کړه په کابل کې نورې هدفي وژنې وشوې

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

پولیس د سلواغې په ۱۴مه په کابل کې د یوې بمي چاودنې په ساحه کې په پیره ولاړ دي.‌ چارواکو وویل،‌ د افغانستان په پلازمېنه کې د ګڼې ګوڼې په ساعت کې د یو لړ بمي چاودنو په ترڅ کې دوه کسان ووژل شول، په داسې حال کې چې د کابل په شمالي برخه کې په یوه برید کې د پولیسو یو موټر په نښه کړای شو. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

پولیس د سلواغې په ۱۴مه په کابل کې د یوې بمي چاودنې په ساحه کې په پیره ولاړ دي.‌ چارواکو وویل،‌ د افغانستان په پلازمېنه کې د ګڼې ګوڼې په ساعت کې د یو لړ بمي چاودنو په ترڅ کې دوه کسان ووژل شول، په داسې حال کې چې د کابل په شمالي برخه کې په یوه برید کې د پولیسو یو موټر په نښه کړای شو. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

کابل -- پولیسو وویل، اورپکو د سې شنبې په ورځ /د سلواغې ۲۱مه/ د کابل په منځنۍ برخه کې څلور حکومتي کارکونکي په ډزو ووژل.‌ په داسې حال کې چې د افغانستان د استخباراتو ادارې وویل چې هغوی په هدفي وژنو کې ښکېله یوه «ترهګره شبکه» نیولې ده، دا د ګڼه ګوڼې په ساعت کې تر ټولو تازه تاوتریخوالی دی چې پلازمېنې ته یې ټکان ورکړ.

په کابل کې تقریبا هره ورځ د سهار د ګڼه ګوڼې په ترڅ کې بریدونه ترسره کیږي چې د سیاستوالو، ژورنالستانو، فعالانو،‌ قاضیانو او دیني عالمانو په ګډون مخکښ افغانان په نښه کوي.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز خبریالانو ته وویل، اورپکو په یوه موټر باندې چې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت کارکونکي یې وړل،‌ ډزې وکړې او څلور کسان یې په کې ووژل.

پولیسو او د بهرنیو چارو وزارت وویل، په یوه جلا بمي برید کې چې د دغه وزارت په یوه موټر باندې وشو، موټروان ووژل شو.‌

د سې شنبې د ورځې برید یوه ورځ‌ وروسته له هغه وشو چې درې بمي چاودنو پلازمېنه ولړزوله او لږ تر لږه یو کس یې وواژه.‌

افغان او امریکایي‌ چارواکو د تاوتریخوالي د څپې ملامتیا په طالبانو باندې وراچولې خو یادې ډلې دغه تورونه رد کړي دي.‌

ترهګره شبکه ویجاړه شوه

د سې شنبې په ورځ ناوخته، د افغانستان د استخباراتو ادارې وویل چې ځواکونو یې په کابل کې د داعش - حقاني یوه ګډه شپږ کسیزه شبکه ویجاړه کړه.

یادې ادارې پرته له دې چې روښانه کړي چې دغه شبکه کله له پښو وغورځول شوه، وویل، «طالبان، داعش او حقاني ګروپ یو له بل سره په همکارۍ کې بمي چاودنې او هدفي بریدونه ترسره کوي.»

په ورته وخت کې، چارواکو وویل چې افغان امنیتي ځواکونو په نا ارام ختیځ ولایت ننګرهار کې د طالبانو پر ضد ځمکني او هوایي عملیات ترسره کړل.

د افغان اردو قوماندان کریم نیازي د سې شنبې په ورځ د یادې ولسوالۍ له ځینو سیمو څخه د لیدنې په ترڅ کې خبریالانو ته وویل، دغه عملیات تېره اونۍ د ننګرهار ولایت په شېرزادو ولسوالۍ کې ترسره شول، او تر دې دمه ۸۰ تنه یاغیان او د هغوی قوماندانان وژل شوي دي.

هغه وویل، «طالبانو له اتو کالونو ډېر وخت راهیسې په دغو سیمو باندې کنټرول درلود... خو اوس زموږ ځمکني او هوایي ځواکونه هغوی ته ماتې ورکوي.»

د وژنو لړۍ

افغان مقاماتو د ژورنالستانو او د مدني ټولنې د فعالانو د وژنو او په امنیتي ځواکونو او حکومتي کارکونکو باندې د بریدونو په تړاو ګڼ شمېر کسان نیولي دي.

د وروستي تاوتریخوالي په لړ کې یو قاضي د سلواغې په ۱۵مه په جلال اباد کې د یوه کمین په ترڅ کې په مرګ وویشتل شو، او دوه قاضیانې چې د سترې محکمې لپاره یې کار کاوه اورپکو د مرغومي په ۲۸مه په کابل کې وویشتلې.‌

هدفي وژنې چې موټرو پورې د نښلېدونکو او له لیرې چاودېدونکیو بمونو په وسیله ترسره کیږي یا له موټر/موټرسایکل څخه ډزې کول په لویو ښارونو کې په ځانګړې توګه د سهارني تګ راتګ پر وخت د یاغیانو په زړه پورې تکتیکونه ګرځېدلي دي.

افغان چارواکي او شنونکي وایي، طالبان غواړي چې د هدفي وژنو له لارې په ټولنه کې ګډوډي رامنځته، د مذاکراتو پر مېز امتیازات ترلاسه،‌ رسنۍ کمزورې، او د منتقدینو خولې بندې کړي.

په تاوتریخوالي کې ډېرښت په داسې حال کې رامنځته کیږي چې د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د سولې خبرې چې د وږي په میاشت کې پیل شوې وې په ټپه درېدلي دي.‌

حکومتي مرکچیان په یوه تلپاتې اوربند باندې ټینګار کوي، خو یاغیانو تر اوسه پورې د اوربند غوښتنې رد کړي دي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

2 برخه اینك معلومات حلقه تروريستى كه در عقب بعضى حملات تروريستى قرار دارند و مستقيماً از ادارات استخباراتى پاكستان هدايت ميگيرند، را با مردم و نيرو هاى امنيتى و دفاعى شریک ميسازم، چون بخش‌های مسئول در حکومت دروازه‌های رابطه را با ما بنابه دلایل سیاسی بسته‌اند. و بالاى ما تحريم اطلاعاتى را وضع كرده اند، مانعی نیست و ما در راستای اطلاع رسانی به مردم، وظیفه‌ی ملى و وجدانی خود را ادا می‌نماییم. شخص اول حاجی احمدشاه نام دارد و دارای روابط نزدیک با ISI و MI یا سرویس استخبارات نظامی پاکستان است. او در فعالیت‌های تروریستی در شهر کابل و بعضی ولایات افغانستان تحت حمایه استخبارات پاکستان بی‌حد فعال می‌باشد. شخص مذکور از سوی استخبارات پاکستان به‌طور مستقیم "طالبان، شبکه‌ی حقانی و لشکر طیبه" را در افغانستان در بخش لوژستیکی اکمال و هم‌کاری نموده و برای حملات تروریستی زمینه‌سازی می‌کند. حاجی احمدشاه به کابل نیز رفت‌وآمد داشته و با بعضی از اشخاص روابط نزدیک دارد و در حملات فعلی در کابل سهم گسترده دارد. شخص دوم قاری جواد نام دارد. او به‌طور مستقیم از سوی ISI حمایت و تمویل می‌گردد و نزدیک به پنج‌صد تن افراد جنگ‌جو را رهبری می‌نماید. قاری جواد در ولایت لوگر و ولسوالی‌های کابل فعالیت‌ داشته و در حملات کنونی کابل نیز دست مستقیم دارد. شخص سوم سیف‌الله مجاهد حقانی نام دارد. او مسئولیت تربیه افراد انتحاری و بم‌های انفجاری را داشته و در این بخش دارای تجربه‌ی کافی نیز می‌باشد. سیف‌الله مجاهد حقانی در انفجارات شاهراه‌ها و ترور‌های هدف‌مند مستقیماً دست داشته و از استخبارات پاکستان به‌طور مستقیم هدایت گرفته و آن‌را عملی می‌نماید.

ځواب ورکړئ

د افغانستان د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل په خپله فیسبوک پاڼه لاندې لیکنه کړې او ورسره یې له پاکستاني چارواکو سره د هغوی شریک عکسونه هم خپاره کړي دي: قابل توجه برنامه شش و نيم، هفت و نيم، هشت و نيم و جمهوريت و نيم: فتوا و مشروعيت قتل و كشتار عام مردم بيگناه در شهر كابل و ديگر شهر ها، قرا و قصبات افغانستان كه در اين روز ها به شدت جريان دارد، بايد از دو مرجع صادر شده باشد؛ يكم؛ به اساس فتواى قاضى القضات طالبان شيخ عبدالحكيم دوم؛ مرجع دومى بيرون از دايره تسلط طالبان. بارها و بر اساس اطلاعات دقیق و مستند گفته‌ام كه بعضى از حملات در كابل و ديگر شهر ها را گروپ‌هاى كوچک تروريستى كه به‌گونهٔ مستقيم از سوى ادارات استخباراتى پاكستان اداره می‌گردند، انجام می‌دهند. حتى اكثراً اصلاً رهبرى طالبان از پلان و برنامهٔ اين كشتار عام آگاه نيستند! واضح است كه طالب در اين رابطه نمی‌تواند، موقف بگيرند، چون مستقل نيستند و پاكستان آنها را به گروگان گرفته اند؛ در غير آن به يقين طالبان خوب می‌دانند كه كدام گروپ‌ها با دریافت هدايت مستقيم از استخبارات پاكستان به اين كشتار افغانان بی‌دفاع می‌پردازند، ولى از ترس و هراس ادارات استخباراتى پاكستان نمی‌توانند در رابطه موقف بگيرند. طالبان به دو دليل در اين رابطه موقف گرفته نمی‌توانند، اول اينكه؛ سوال جدى در اذهان‌عامه و جامعه بين المللی خلق می‌شود كه اگر رهبری طالبان بالای صفوف‌شان تسلط ندارند، چرا بايد تنها با طالبان مصالحه صورت گيرد؟ دوم اینکه؛ اگر طالبان تسلط كامل بالاى افراد خود دارند؛ پس بايد جوابگو باشند كه چرا و چگونه مردم عام افغانستان با وجود قتل عام اينهمه مردم بيگناه بالاى طالبان اعتماد نمايند كه تغير كرده اند؟! ۱ برخه

ځواب ورکړئ

حکومت باید په پلازمېنه کې اضطراري حالت اعلان کړي او د چاودنو او بمي بریدونو د مهارولو لپاره یو منظم پلان جوړ کړي.‌ د کابل اوسېدونکي هره ورځ خپل سهار د بمونو او چاودنو په غږ باندې پیلوي. تر دې چې په دې ورځو کې خلکو په ښار کې تګ راتګ درولی، ځکه چې هره شېبه د چاودنو او ځانمرګي برید امکان موجود دی. دا د شرم خبره ده چې حکومت نشي کولی چې په پلازمېنه کې امنیت تأمین کړي. خلک تر پوزې پورې رسېدلي دي. اشرف غني، که ته نشې کولی چې د خپلو ښارونو امنیت ونیسې، بهتره دا ده چې استعفا ورکړې.

ځواب ورکړئ

زه فکر نه کوم چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ به سوله وشي، او داسې باور کیږي چې د جو بایډن په مشرۍ د امریکا د متحده ایالاتو نوی حکومت به له هغې هوکړې سره توافق ونه کړي چې د دغه هېواد پخواني حکومت له طالبانو سره لاسلیک کړې او دې ته به چمتو نشي چې خپل ځواکونه له افغانستان څخه وباسي. داسې ګڼل کیږي چې د ۱۴۰۰ لمریز کال په پسرلي کې به په افغانستان کې جنګونه او چاودنې زیات شي، او یو شمېر خلک به،‌ چې اقتصادي حالت یې ښه دی او کولی شي چې لږ تر لږه له افغانستان څخه بهر وځي، هېواد پرېږدي. دا به د هېواد په زیان وي، ځکه چې دا له هېواد څخه د پانګې تېښته بلل کیږي او د افغانستان اقتصاد ته به ټکان ورکړي. د خلکو اندېښنې له یوې ورځې څخه بلې ته زیاتېږي. دا به ښه وي چې د طالبانو او افغان حکومت تر منځ سوله وشي، خو که سوله ونشي، طالبان به خپلو بریدونو ته دوام ورکړي،‌ او دا به ډېره سخته وي چې دغه ډله له منځه وېوړل شي، طالبان به جنګ ته دوام ورکړي او په جنګ کې به غریب خلک تباه شي.

ځواب ورکړئ