ساينس ـ ټکنالوژي

د چین د اولمپیک لوبو لازمي اپلیکیشن د معلوماتو د خوندي ساتنې په برخه کې ستره ستونزه لري

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

یو سړی د لیندۍ په ۲۴مه په بیجینګ کې د اولمپیک لوبو په یوه ساحه کې د نندارچیانو لپاره په ځانګړي شوي ځای کې خپل موبایل تلفون کاروي. [نویل سیلیس/ای اېف پي]

یو سړی د لیندۍ په ۲۴مه په بیجینګ کې د اولمپیک لوبو په یوه ساحه کې د نندارچیانو لپاره په ځانګړي شوي ځای کې خپل موبایل تلفون کاروي. [نویل سیلیس/ای اېف پي]

د انټرنټي امنیت یا سایبر سیکیوریټي یوه څارونکي خبرداری ورکړی، یو اپلیکیشن چې په بیجینګ کې د را روانو اولمپیک لوبو ټول لوبغاړي یې باید وکاروي د کوډ یا راز د خوندیتوب په برخه کې ستونزې لري چې کېدی شي له امله یې د کاروونکيو شخصي معلومات لیک شي.

د سټیزن لب د راپور لیکونکي جیفري کنوکېل د سې شنبې په ورځ /د مرغومي ۲۸مه/ خبرداری ورکړ چې، د مای ۲۰۲۲ اپلیکیشن (MY2022 app) په کوډ ساتنه کې دغه «ساده خو خرابوونکی عیب» چې د کووېډ-۱۹ د څارنې لپاره کارول کیږي او د چین په پلازمېنه کې لوبغاړي، ژورنالستان او د لوبو نور برخه وال مجبور دي چې انسټال یې کړي، کولی شي چې د هغوی د روغتیا په هکله معلومات، غږیز پیغامونه او نور معلومات بهر ته وباسي.

د نړۍ والو اولمپیک لوبو کمېټې دغه راپور ته داسې ځواب ورکړ چې کاروونکي کولی شي چې د خپلو ټیلیفونونو څه برخو ته د دغه اپلیکیشن د لاسرسي مخه ونیسي او دا چې د انټرنټي امنیت یا سایبر سیکیوریټي د دوو موسسو چې نومونه یې نه دي یاد شوي، ارزونو «تایید کړې چې د پام وړ عیبونه په کې نشته».

یادې کمېټې ای اېف پي ته وویل، «کاروونکی کولی شي کنټرول کړي چې دغه اپلیکیشن یې په ټیلیفون کې کومو پروګرامونو ته لاسرسی لرلی شي،» او زیاته یې کړه چې په موبایل فونونو کې د هغه انسټالولو ته اړتیا نشته «ځکه تایید شوي کسان کولی شي چې د دې پرځای په وېب پاڼه باندې د روغتیا د څارنې سیستم ته داخل شي».

دغې کمېټې وویل چې هغوی له سیټیزن لب څخه د هغه د راپور غوښتنه کړې «چې د هغوی له اندېښنو نه په صحیح توګه ځان خبر کړي».

سیټیزن لب وویل چې هغوی د لیندۍ په نیمایي کې د چین منتظمې کمېټې ته د دغو ستونزو په هکله خبر ورکړ او هغوی ته یې ۱۵ ورځې وخت ورکړ چې ځواب ورکړي او په ۴۵ ورځو کې دننه دغه ستونزه حل کړي، خو څه ځواب یې ترلاسه نه کړ.

د سانسور او څارنې تاریخچه

کنوکیل لیکلي، «چین تر دې مخکې هم د سیاسي سانسور او د اکتشافي فعالیت لپاره د ټکنالوجۍ کوډونه او رازونه مات کړي دي.»

هغه وړاندې لیکلي، «د دې ټکي په پام کې نیولو سره، په کار ده پوښتنه وشي چې آیا په دې اپلیکیشن کې د کوډ ساتنې ستونزه په قصدي ډول رامنځته شوې چې له لارې یې څارنه ترسره کړای شي که دغه ستونزه د اپلیکیشن جوړوونکي د ناپوهۍ په نتیجه کې منځته راغلې ده،» او زیاته کړې یې ده چې «د چین د حکومت لپاره د MY2022 د کوډ نه ساتنې قضیه ستونزمنه ده.»

دا عیبونه د اېس اېس اېل په تصدیقونو باندې اغېز کوي. دغه تصدیقونه آنلاین بنسټونو ته اجازه ورکوي چې په خوندي توګه مفاهمه ترسره کړي.

کنوکیل لیکلي، مای ۲۰۲۲ اپلیکیشن د اېس اېس اېل تصدیقونه نه تاییدوي، یعنې نور جهتونه کولی شي چې د اپلیکیشن معلوماتو ته لاسرسی ولري، په داسې حال کې چې معلومات له هغو معمولي کوډ ساتنو څخه پرته چې اېس اېس اېل تصدیقونه یې لري، انتقالېږي.

په داسې حال کې چې دغه اپلیکیشن د هغو طبي معلوماتو په هکله چې هغه یې د چین له خوا د کووېډ-۱۹ قضیو د چاڼولو د هڅو د برخې په توګه ټولوي، شفاف دي، هغه وویل «دا روښانه نه ده چې هغه دغه معلومات له چا یا له کومې موسسې سره شریکوي».

په MY2022 اپلیکیشن کې د "illegalwords.txt" په نامه یو لست هم شامل دی چې دا په چین کې له «حساسو سیاسي» اصطلاحاتو څخه ده، او تر ډېره د تیبیتیانو او اویغوري مسلمانانو سیاسي وضعیت پورې تړاو لري.‌

په هغو کې د "CCP evil" او د چین ولسمشر شي جین پینګ په څېر کلیدي کلیمې شاملې دي، خو کنوکېل وویل دا روښانه نه ده چې آیا له دغه لست څخه په فعالانه توګه د سانسور د هدفونو لپاره کار اخیستل کیږي.

هغه لیکلي، «د دغو ځانګړنو له امله، ښایي دغه اپلیکیشن د سمارټ فون سافټ ویر په هکله د ګوګل او ایپل دواړو له تګلارو، او دغه راز د محرمیت د خوندیتابه، د راتلونکي جبران لپاره د احتمالي لارو ورکولو په هکله پخپله د چین له قوانینو او ملي معیارونو څخه سرغړونه وکړي.»

د چین له مظلومو اویغوري مسلمانانو سره د پیوستون په لړ کې، د امامانو نړۍ والې شورا په نړۍ کې په مسلمانانو باندې غږ وکړ چې په بیجینګ کې د ۲۰۲۲ په ژمنیو اولمپیک لوبو کې له ګډون یا هلته له ورتګ څخه ډډه وکړي.

بیجینګ د سینکیانګ په شمال لوېدیځ کې یو لړ سرغړونې ترسره کوي. د دغه ځای له یو میلیون څخه ډېر اوسېدونکي چې اکثریت یې اویغوریان دي، د محکمې له حکم څخه پرته د «سیاسي بیا ښوونې او روزنې» کمپونو کې بندیان شوي دي.

خپلواکې څېړنې او د کمپونو له پخوانیو بندیانو سره ترسره شوې مرکې په کمپونو کې چې په حقیقت کې زندانونه دي، د فزیکي او ذهني شکنجې، مغز وینځنې، سیستماتیک جنسي تېري او ناوړه جنسي استفادې په هکله معلومات وړاندې کوي.

په چینایي ټیلیفونونو کې امنیتي خطرونه

چینایی ټیلیفونونه په ګرده نړۍ کې په دقت سره کتل کیږي ځکه څېړنې ښیي چې دغه وسیلې د ملي امنیت لپاره خطرونه رامنځته کوي، سانسور کوي، د محرمیت ستونزې لري او معلومات لیک کوي یا بهر ته وباسي.

د لیتوانیا د دفاع وزارت د وږي په میاشت کې وویل چې دولتي ادارې او کاروونکي باید د چینایي ټیلیفونونو په کارولو کې محتاط واوسي، او د ممکنو امنیتي ستونزو او د معلوماتو د لیک کېدلو په هکله یې خبرداری ورکړ.

د دغه هېواد د انټرنټي امنیت یا سایبر سیکیوریټي ملي مرکز راپور ورکړ چې هغوی په دوو مشهورو چین جوړو ټیلیفونونو -- شیاومي اېم آی ۱۰ ټ ۵ نسل (Xiaomi Mi 10T 5G) او هوواوي پي ۴۰ ۵ نسل (Huawei P40 5G) کې چې په اروپا کې پلورل شوي وو «د انټرنټي امنیت خطرونه» وموندل.

هغوی راپور ورکړ چې هغوی په شیاومي کې چې په اروپا کې ډېر مشهور سمارټ فون دی، د سانسورولو یوه ځای پر ځای شوې وسیله وموندله چې کولی شي په چینایي او همدارنګه په لاتیني لیک کې د ځانګړیو اصطلاحاتو د لټون مخه ونیسي.

داسې ښکاري چې سانسور شوي اصطلاحات په کې په ډېرېدلو دي، چې د ۱۴۰۰ د وري په میاشت کې ۴۴۹ کلیمې یا اصطلاحات په کې په تور لست کې وو او د وږي په میاشت کې دغه شمېر ۱۳۷۶ ته رسېدلی وو. په هغو کې د چینایي او همدارنګه د لاتیني لیک کلیمې شاملې وې.

په بلاک شویو اصطلاحاتو کې «تیبیت ازاد کړئ»، «تل دې وي د تایوان خپلواکي»، «د ولسواکۍ خوځښت»، «د زده کوونکو خوځښت»، «دکتاتوري»، او د لوېدیځو کمپنیو او خبري سرچینو نومونه شامل دي.‌

د لیتوانیا د دفاع وزارت مرستیال مارګیریس ابوکیویسیوس امریکاغږ ته وویل، «موږ ښه په روښانه ډول ولیدل چې دغو ټولو مهمو لغتونو سیاسي انګېزه لرله.»

هغه وویل، «دا ډېره او ډېره وارخطا کوونکې ده چې د مهمو کلیمو د سانسور یوه وسیله ځای پرځای شوې چې کولی شي په انټرنت کې ستاسو لټون چاڼ کړي.»

په راپور کې راغلي چې هوواوي فون یو ګواښ رامنځته کړی ځکه چې هغه کاروونکي په اتومات ډول د درېیم لوري آپ سټورونو ته چې کېدی شي په وایرس ککړ اپلیکیشنونه په کې وي رهبري کول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ما په انټرنېټ کتل، ځینې انځورونه مې وموندل. یو په زړه پوری انځور دی. سرلیک وايي؛ (( د ويتنام عکاس نيک ات د ۱۹۷۲ کال د جون په ۸مه دغه زړه راښکونکی عکس اخیستی و. د ويتنام د جګړې پر مهال امريکايي پوځ اکثراً د خپلو ماموريتونو پر مهال ناپلم استعمالاوه، خو دا ځل يوې الوتکې په تېروتنې سره د ترنګ بنګ کلی وویشت، چې ګڼ ولسي وګړي يې ټپيان کړل. نیک ات په دې عکس کې نهه کلنه نجلۍ د امریکا یوه روغتون ته راوړه او هلته وژغورل شوه، د پوستکي د 17 پیوندونو وروسته، ځوانې نجلۍ په بشپړ ډول ژوند وکړ او حتی دوه ماشومان یې پیدا شول.)) زما مطلب دا نه دی چې کوم هیواد ملامت کړم، او زه په دې لوستلو خوشحاله شوم چې هغه وژغورل شوه او دوه ماشومان یې وزیږول. خو د نړۍ روان حالات د داسې بدې پايلې په لور روان دي چې يو ځل بيا به انسانان يو بل په بې توپيره وژني. د حل یوه لاره دا ده چې د لوبو، کنفرانسونو، غونډو، ګډو پروژو لیدلو ته چې انسانانو ته ګټه ور رسوي، تګ مه دروئ. په لنډه توګه، ټولې وسلې، لومړی اټومي وسلې او بیا د اور وژنې نورې وسلې ټولې وسوزوئ، نړۍ او ژوند سوله ایز کړئ او د تل لپاره جګړه ودروئ. دا پیغام امریکا، چین، روسیې، اروپا او نورو ټولو انسانانو ته دی. دا فکر مه کوئ چې یو سرتېری به مړ شي او د هیواد، حکومت، سیاست لپاره به مړ شي او خلاص، نه، هغه پریږدئ چې د خپلې میرمنې، مینې او ماشومانو تر څنګ ژوند وکړي.

ځواب ورکړئ

مونږ په دې ښه پوهیږو چې چین څومره احمقانه نظام لري او چینایان څومره ناولی فکر لري. په ورته وخت کې مونږ له امریکا څخه غواړو چې د افغانستان د ولس او طالبانو تر منځ فرق وکړي. ما لږ مخکې په بي بي سي ویب سایټ کې د ټام ویسټ خبرې ولوستلې چې لیکلي یې دي: (د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی وايي، د افغانستان د کنګل شویو پيسو یوه برخه ښايي د محکمو له پرېکړو وروسته د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د یولسمې د بریدونو د قربانیانو کورنیو ته د تاوان په ډول ورکړل شي خو وايي، تر اوسه وروستۍ پرېکړه نه ده شوې. تامس وېسټ د بي بي سي له خبریال حفیظ الله معروف سره مرکه کې ویلي، دا پیسې د امریکا حکومت لخوا نه بلکې، بلکې هلته د یو شمېر بانکونو لخوا کنګل شوې دي. نوموړي وویل، د امریکا حکومت غواړي د دې پیسو یوه برخه ژر تر ژره افغانستان کې د بشري مرستو لپاره ازاده شي، خو ټینګار یې وکړ چې طالبانو ته به نه ورکول کېږي. د طالبانو حکومت په رسمیت پيژندلو لپاره اوس مهالویش نه لري، خو غواړي له طالبانو سره د اړیکو له عادي کولو مخکې د طالبانو له لورې ځیني اقدامات وویني. له بي بي سي سره ځانګړې مرکه کې تامس وېسټ وویل د طالبانو تر بیرغ لاندې افغانستان سره یې د هیواد چلند د طالبانو په کړو، وړ پورې تړلی دی.) زمونږ له طالبانو او د طالبانو له حکومت سره کار نشته او نه دغه حکومت د خلکو استازی حکومت دی. څه چې طالبانو له امریکا سره کړي، څه چې عربانو ورسره کړي او څه چې د پاکستان آی ایس آی له امریکا سره کړي، د دغو کارونو او ترهګریزو فعالیتونو انتقام باید له افغان ولس څخه وانه خیستل شي او د افغانانو پیسې باید د امانت په توګه وساتي.

ځواب ورکړئ