جرم او انصاف

په اوکراین کې جنګي جرمونه: روسیه په سوریه کې ازمویل شوي تکتیکونه تکراروي

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

په عکس کې چې د وري په ۲مه اخیستل شوی د اوکراین په میکولایف ښار کې د دماغي ناروغيو هغه روغتون لیدل کیږي چې روسانو ویشتلی دی. [بولینټ کیلیک/ای اېف پي]

په عکس کې چې د وري په ۲مه اخیستل شوی د اوکراین په میکولایف ښار کې د دماغي ناروغيو هغه روغتون لیدل کیږي چې روسانو ویشتلی دی. [بولینټ کیلیک/ای اېف پي]

جهانزبرګ، جنوبي افریقا -- د عفوې نړۍ والې ادارې یا امنیسټي انټرنېشنل په اوکراین کې چې له یوې میاشتې راهیسې روان جنګ کې یې د ملکي خلکو تلفات په ډېرېدلو دي، د روسیې په «جنګي جرمونو» باندې سخت انتقاد وکړ او دغه وضعیت یې د سوریې له جنګ سره ورته وباله.

د نړۍ والو حقونو د څار ادارې عمومي منشۍ اګنیس کلامارد ای اېف پي‌ ته وویل، «څه چې په اوکراین کې پېښېږي د هغه څه تکرار دی چې په سوریه کې پېښ شوي وو.»

هغې دا خبرې د وري په ۹مه په جهانزبرګ کې د عفوې د بین الملي ادارې د هغه کالني راپور د خپرېدلو په مناسبت وکړې چې په نړۍ کې د بشري حقونو د حالت په هکله ترتیب شوی ده.‌

هغې وویل، «اوس هلته له بې توپیره بریدونو څخه خبره اوښتې او په ملکي بېخبناوو باندې قصدي بریدونه ترسره کیږي،» او په روسیه باندې یې تور ولګاوه چې بشري دهلېزونه په «مرګونو تلکونو» باندې اړوي.

په دې عکس کې چې د وري په ۱ اخیستل شوی، د اوکراین د میکولایف ښار په یوه هدیره کې د یوه ۲۲۰ ملي متري راکټ وروستۍ ناچاوده برخه، چې داسې ښکاري چې کلستري بمونه په کې دي او له یوه بي اېم – ۲۷ اوراګان لانچر څخه چې ګڼ راکټونه توغوي، وار شوې ده، لیدل کیږي.‌ [بولینټ کیلیک/ای اېف پي]

په دې عکس کې چې د وري په ۱ اخیستل شوی، د اوکراین د میکولایف ښار په یوه هدیره کې د یوه ۲۲۰ ملي متري راکټ وروستۍ ناچاوده برخه، چې داسې ښکاري چې کلستري بمونه په کې دي او له یوه بي اېم – ۲۷ اوراګان لانچر څخه چې ګڼ راکټونه توغوي، وار شوې ده، لیدل کیږي.‌ [بولینټ کیلیک/ای اېف پي]

نوموړې وویل، «دلته موږ هغه څه وینو چې روسیې په سوریه کې ترسره کړي وو.»

په ورته وخت کې، په ختیځه اروپا کې د عفوې د نړۍ والې ادارې رییسې ماري سټروترز په پاریس کې په یوه جلا غونډه کې وویل چې په اوکراین کې څېړونکیو په ملکي خلکو باندې د بریدونو او تر نړۍ وال قانون لاندې د منع شویو وسلو د استعمال په ګډون «عین د هغو تکتیکونو د استعمال اسناد ترلاسه کړي چې په سوریه او چیچنیا کې» ترسره شوي وو.

کلامارد د ماریوپول محاصره شوی ښار د سوریې له حلب ښار سره چې ولسمشر بشارالاسد د روسیې د هوایي ځواک په مرسته ځپلی وو، مقایسه کړ او ویې ویل چې د عفوې نړۍ والې ادارې «موجوده ارزونه دا ده چې جنګي جرمونه زیات شوي دي».

په روغتونونو باندې بمونه ورول

د کب په ۱۸مه د روسیې له خوا په ماریوپول کې د ماشومانو د یوه روغتون په نښه کول ښیي چې کریملین په جنګي سیمو کې د سوریې په څېر تکتیکونو څخه، چې روغتیایي مرکزونه په کې په منظمه توګه په هوایي بریدونو کې ویشتل کېدل، کار اخلي.

روسیه په هغه جنګ کې چې د ۱۳۸۹ په کب کې پیل شوی د سوریې د حکومت لوی ملاتړی دی.‌

روسیې په ۱۳۹۴ کې د سوریې رژیم د جنګیالیو ځواکونو د ملاتړ په لړ کې د هوایي بریدونو په ترسره کولو سره د هغه هېواد په داخلي جنګ کې مداخله وکړه. د روسیې پوځي ملاتړ مرسته وکړه چې شخړې د الاسد په ګټه تمامه شي.

په روغتونونو باندې بمونه ورول د کریملین په پوځي ستراتیژۍ کې معلوم کار دی.

د ۱۳۹۸ په غبرګولي کې، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو رییس مارک لوکاک وویل، له هغه وخته چې د روسیې له خوا ملاتړ کېدونکیو سوریایي ځواکونو د ۱۳۹۸ د غوایي په لومړیو کې د سوریې په ادلیب ولایت کې یرغل پيل کړی، له ۲۳ څخه ډېر روغتونونه په هوایي بریدونو کې ویشتل شوي دي.

د هغه کال د غبرګولي په ۳۰مه یو امبولانس چې په جنوبي ولایت ادلیب کې یې یوه ټپي شوې ښځه انتقالوله وویشتل شو چې ښځه او درې طبي کارکوونکي په کې ووژل شول.

یوه میاشت وروسته، روسیې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د هغې پرېکړې مخالفت وکړ چې په ادلیب سیمه کې یې په روغتیایي مرکزونو باندې د بریدونو د پای ته رسولو غوښتنه کوله.‌

د ۱۳۹۸ د لړم په میاشت کې، روسي او سوریایي هوایي بریدونو په حلب او ادلیب ولایتونو کې یو روغتون او د ملکي دفاع یو مرکز،‌ چې د ژغورنې او نیمه طبي خدمتونه یې وړاندې کول، وویشتل چې په ترڅ کې یې ملکي خلک ټپیان شول او دواړه یې له کاره وغورځول.

دغه راز، هوایي بریدونو د ادلیب په اطرافو کې یو زېږنتون وویشت.‌

د روسانو د مخابروي خبرو ثبتونو،‌ د الوتکو د موقعیتونو معلوماتو او د عیني شاهدانو له خوا وړاندې شویو معلوماتو څخه ثابته شوه چې په طبي مرکزونو باندې د ۱۳۹۸ بریدونه د الاسد رژیم د ملاتړ کوونکیو ځواکونو د یوې پراخې هڅې یوه برخه وه.

له روسیې سره په چلند کې بې طرفه مه اوسئ

د متحدو ایالاتو حکومت تېره اونۍ وویل چې هغه عام او استخباراتي معلومات چې هغوی ټول کړي داسې قوي شواهد په ګوته کوي چې روسي ځواکونو په اوکراین کې جنګي جنایتونه ترسره کړي دي.‌

یوه جګپوړي اوکرایني چارواکي د دوشنبې په ورځ ای اېف پي ته وویل،‌ یواځې په ماریپول کې شاوخوا ۵۰۰۰ جسدونه خښ کړای شوي دي.

کالامارد وویل چې د روسیې د تکبر پړه د فلج شوي نړۍ وال سیستم پر غاړه ده.‌ هغې تاکید وکړ چې له روسیې سره په چلند کې باید «بې طرفي» نه وي.‌

د اوکراین لویې څارنوالې ایرینا وینیدیکتووا د دوشنبې په ورځ وویل، اوکراین داسې ثبوتونه لري چې روسي ځواکونو د هېواد په دوو جنوبي سیمو کې کلستري یا خوشه یي بمونه استعمال کړي دي.

کلستري بمونه په یوه سیمه کې په لسګونو کوچنۍ چاودېدونکې وسیلې خپروي چې ښایي ځینې سمدلاسه ونه چوي او وروسته د پرسونل ضد ماینونو په توګه کار وکړي او د جګړې له پای ته رسېدلو څخه وروسته تر ډېره وخته پورې د ملکي خلکو ژوند ته ګواښ پېښ کړي.

د عفوې نړۍ والې ادارې او د بشري حقونو د څار ادارې ویلي چې هغوی په اوکراین کې په داسې ځایونو کې چې ملکي خلک په کې موجود ول د خوشه یي یا کلستري بمونو د استعمال ثبوتونه ټول کړي دي.

کله چې ژورنالستانو له ویندیکتووا څخه د روسانو له خوا د اوکراین په پلازمېنه باندې میاشت مخکې د یرغل له پیل څخه وروسته د هغوی په بمبارۍ کې د داسې وسلو د استعمال په هکله پوښتنه وکړه، هغې وویل چې هغه په دې هکله ټینګ ثبوتونه نه لري خو په دې هکله پلټنې روانې دي.

هغې وویل، «خو ... موږ په اودیسه سیمه او د خیرسون په منطقه کې د کلستري بمونو د استعمالېدلو ثبوتونه لرو.»

روسي عسکر په تور سمندرګي کې د اوکراین په لوی بندري ښار اودیسه باندې له پرمختګ څخه ایسار کړای شوي دي.‌

خیرسون یواځینی ښار دی چې روسي ځواکونو د خپل یرغل له پیل راهیسې نیولی، خو اوکرایني عسکرو هڅه کړې چې د روسیې له خوا د اشغال شوې کریمیا او اودیسې تر منځ په لاره پروت دغه متوسې ښار بېرته ونیسي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500