روغتیا

په ګټه نه ولاړ کلینیک په هرات کې د اړمنو ښځو او ماشومانو وړیا درملنه کوي

د عمر راپور

په داسې حال کې چې نړۍ والې مرستې کمې شوي او ډېرې کورنۍ د درملنې وس نه لري، په هرات ښار کې یو خیریه کلینیک د بې وزلو ښځو او ماشومانو وړیا درملنه کوي. [عمر/سلام ټایمز]

هرات -- احمدشاه فقیري خیریه بنسټ د هرات ښار په لوېدیځه برخه کې په یوه بې وزلې سیمه کې یو انتفاعي کلینیک جوړ کړی چې په وړیا ډول د اړمنو ماشومانو او ښځو درملنه وکړي.

هره ورځ تر ۷۰ پورې ناروغان، چې ټول یې په خصوصي روغتونونو کې د تداوۍ وس نه لري، دغه کلینیک ته ورځي او درملنه ترلاسه کوي.

د کلینیک رییسې ماریا حسیني وویل چې دغه روغتون عاجل، داخله، الټراساونډ، د غاښونو، هیمودیالېزس او لابراتوار وارډونه لري.

هغې وویل، «ټول هغه ناروغان چې دلته راځي ډېر غریب دي او مرستې ته اړتیا لري،» او زیاته یې کړه چې ټولې ډاکترانې ښځې دي.

یوه نرسه د مرغومي په ۱۸مه په هرات ښار کې د احمدشاه فقیري د خیریه بنسټ غیر انتفاعي کلینیک کې د یوه ناروغ تر څنګ ولاړه ده. [عمر/سلام ټایمز]

یوه نرسه د مرغومي په ۱۸مه په هرات ښار کې د احمدشاه فقیري د خیریه بنسټ غیر انتفاعي کلینیک کې د یوه ناروغ تر څنګ ولاړه ده. [عمر/سلام ټایمز]

هغې زیاته کړه، «هغه ناروغان چې ډېر جدي ناروغ نه دي دلته تداوي کیږي، خو هغه چې جراحۍ ته اړتیا لري هغوی یوه خصوصي روغتون ته، چې موږ ورسره د خپلو ناروغانو د وړیا درملنې قراراد لرو، راجع کیږي.»

حسیني وویل، ښځې او کوچني ناروغان اکثر له لیرې پرتو کلیو او ولسوالیو څځه کلینیک ته راځي.

شبنم امیني په احمدشاه فقیري کلینیک کې د داخله ډاکتره ده او په نسائي څانګه کې هم ناروغان ګوري.

هغې وویل، اکثر هغه ماشومان چې هغه یې ګوري په نمونیا اخته وي او عاجلې طبي پاملرنې ته اړتیا لري.

هغې زیاته کړه، «زموږ ناروغان ډېر غریب دي او نشي کولی چې حتی یوه ګولۍ واخلي.»

هغې وویل، موږ په وړیا ډول د هغوی درملنه کوو او هغوی ته اړتیاوړ درمل ورکوو، او زیاته یې کړه چې ځینې امېدوارې ښځې او د هغوی ماشومان به، که مرسته ورسره ونشي، له خطر سره مخامخ شي.‌

دغه کلینیک غریبو خلکو ته طبي خدمتونه برابروي ځکه چې په دولتي روغتونونو کې د روغتیایي پاملرنې کیفیت مخ پر ځوړي روان دی.

په وروستیو کې په نړۍ والو مرستو کې په کمېدلو سره، دولتي روغتونونه د بودجې له کموالي او د منابعو له نشتوالي سره مخامخ شوي دي.

د ژوند ژغورنه

سونیا چې ۱۶ کاله عمر لري له څلورو کالونو راهیسې د پښتورګي په ستونزو اخته ده.‌

هغه په اونۍ کې درې ځلې په احمدشاه فقیري کلینیک کې دیالېزس ته ځي. د هغې ټول طبي لګښتونه دغه کلینیک پر غاړه لري.

سونیا وویل هر ځل چې د هغې دیالېزس وشي هغه د ارام ساه واخلي او درد یې ورک شي.

هغې وویل، «دغه روغتون زموږ ژوند وژغوره. هغه زما په څېر ناروغانو ته، چې د پښتورګي په ستونزو اخته دي، یو نوی ژوند ورکړ.»

د کلینیک د هیمو دیالېزس د څانګې رییس غلام رضا حسیني وویل چې ۱۵۰ ناروغان چې د پښتورګي په ناروغیو اخته دي په دې کلینیک کې تداوي کیږي او هره ورځ یې دیالېزس کېږي.‌

هغه وویل، «زموږ ۴۰٪ ناروغان ښځې دي. دغه راز، موږ د هغو ماشومانو دیالېزس هم کوو چې د پښتورګي په ستونزو اخته دي. زموږ ټول ناروغان غریب دي.»

هغه زیاته کړه، «د پښتورګي ناروغي یو داسې روغتیایي حالت دی چې لګښت پرې ډېر راځي، او اکثر ناروغان د دغې درملنې وس نه لري. مونږ هر ناروغ په اونۍ کې له دوو څخه تر درې ځلو پورې دیالېز کوو او دا ټول وړیا کوو.»

حسیني وویل، که په وخت سره د هغوی دیالېز ونشي، کېدی شي چې د هغوی ژوند له خطر سره مخامخ شي.

نوی ژوند

د شېراقا عظیمي چې ۳۶ کاله عمر لري، یو کال کیږي چې د پښتورګي په ناروغۍ اخته دی.‌

هغه وویل، هغه ډېر ځلې خصوصي روغتونونو ته لاړ، خو دا چې وس یې نه درلود نو هېڅ طبي پاملرنه یې ترلاسه نه کړه.‌

هغه وویل، «زه پنځه ماشومان لرم چې ډېر کوچني دي او نشي کولی چې کار وکړي. زه یواځینی نفقه ګټونکی یم، خو اوس زه نشم کولی چې وګرځم.»

هغه وویل، «یوه مرستندویه موسسه هره میاشت موږ ته اوړه او غوړي راکوي. ځینې وختونه ګاونډیان هم له موږ سره د خوړو مرسته کوي.»

هغه زیاته کړه، «په اونۍ کې درې‌ ځلې په احمدشاه فقیري کلینیک کې زما دیالېزس کیږي، او که دا روغتون نه وای... هېڅکله به زما تداوي نه وای شوې.»

هغه وویل، «خصوصي روغتونونه په یو ځل دیالېز باندې ۲۵۰۰ افغانۍ (۲۸ ډالر) اخلي. زه دا وس نه لرم چې هره اونۍ ۷۵۰۰ افغانۍ (۸۳ ډالر) تادیه کړم.»

هغه وویل چې کلینیک هغه او نورو ناروغانو ته یو نوی ژوند ورکړی دی.

ګل محمد چې ۵۲ کاله عمر لري، د شینډنډ ولسوالۍ اوسېدونکی دی. اوه میاشتې کېږي چې د هغه ۵۰ کلنه مېرمن د پښتورګي په ناروغیو اخته ده.

محمد چې بزګر دی، وویل چې هغه د خپل اقتصادي وضعیت په اساس دا وس نه درلود چې خپله مېرمن د تداوۍ لپاره خصوصي روغتونونو ته بوځي.

هغه وویل، «که ما پیسې لرلای، ما به خپله مېرمن د ناروغۍ په لومړیو مراحلو کې د تداوۍ لپاره بوولې وای.»

هغه وویل، په دولتي روغتونونو کې یو ناروغ مجبور دی چې درې میاشتې د دیالېز لپاره انتظار وکړي، او زیاته یې کړه چې، «که ناروغ مجبور شي چې درې میاشتې انتظار وکړي هغه به ومري.»

محمد وویل، «که دا کلینیک نه وای، زما مېرمن به څو میاشتې مخکې مړه شوې وای.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

زه په غوږونو دروند یم. آیا زه کولی شم چې نوم لیکنه وکړم؟ شپږ کاله کېږي چې زه ناروغ یم. د درملو لپاره پیسې

ځواب ورکړئ

هر څوک چې د افغانستان له خلکو سره لږه مرسته وکړي د قدر وړ ده. د افغانستان بې وزله خلک د درملو د یوه پاکټ د اخیستلو وس هم نه لري. ډیری شخصي کلینیکونه د قصاب خانو په څېر دي. کله چې یو بې وزله ناروغ شخصي کلینیک ته ننوځي له ۲۰۰۰ څخه تر ۵۰۰۰ افغانیو پورې جریمه کیږي. ډاکټران هم بې انصافه دي. د کلینیک خاوندان د ناروغانو د درملنې پر ځای په خپل کاروبار تمرکز کوي. په شخصي کلینیکونو کې که لابراتوار دی، که درملتون دی او که ډاکټر، یوازینی فکر یې د ناروغ جیب ته دی. د احمدشاه فقیري خیریه بنسټ څخه ډیره مننه چې په هرات ولایت کې یې دا ښه کار ترسره کړ. دا د هرات ولایت د غریبو خلکو لپاره ښه مرسته ده. خدای دې وکړي چې نور افغانان هم د افغانستان په نورو ولایتونو کې ورته خیریه بنسټونه جوړ کړي.

ځواب ورکړئ