روغتیا

نوي روغتیايي مرکزونه په سمنګانو کې د میندو او ماشومانو د مړینې د کچې په کمولو کې مرسته کوي

د محمد قاسم راپور

په دې عکس کې چې د اخیستلو نېټه یې معلومه نه ده، یوه قابله په سمنګان ولایت کې په یوه نوي جوړ شوي روغتیايي مرکز کې یوې ناروغې ته د نسخې درمل ورکوي. [یو اېن اېف پي ای]

په دې عکس کې چې د اخیستلو نېټه یې معلومه نه ده، یوه قابله په سمنګان ولایت کې په یوه نوي جوړ شوي روغتیايي مرکز کې یوې ناروغې ته د نسخې درمل ورکوي. [یو اېن اېف پي ای]

سمنګان -- د ملګرو ملتونو د وګړیو مرستندوی صندوق (یو اېن اېف پي ای) او د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې (اېس سي ای) په شریکه په سمنګان ولایت کې ۲۰ کلینیکونه جوړ کړي چې ښځو او له ۵ کالونو څخه کم عمره ماشومانو ته روغتیایي پاملرنه برابره کړي.

دا کلینیکونه چې روزل شوې قابلې او نرسانې په کې کار کوي، د باردارۍ پرمهال د پاملرنې او د ولادت په برخه کې د مرستې په ګډون یو لړ خدمتونه وړاندې کوي، او په اړتیاوړ طبي تجهیزاتو باندې سمبال دي.

دغه کلينيکونه د سمنګان ولايت په داسې ليرې پرتو سيمو کې موقعيت لري چې هلته روغتيايي خدمتونو ته لاسرسى محدود دى.

په سمنګان کې د سوېډن کمېټې د روغتیايي مرکزونو د څانګې رییس محمد ماهر وویل، هغه قابلې چې په کلینیکونو کې کار کوي د څلورو کلونو لپاره د سوېډن کمېټې د قابله ګۍ په ښوونځي کې روزل شوي دي.

ماهر وويل، دغه مرکزونه په تېرو ١٨ مياشتو کې د ولايت په مرکز ايبک او په روی دو آب، خرم و سرباغ، حضرت سلطان، دره صوف بالا او دره صوف پايان ولسواليو کې جوړ شوي دي.

هغه زیاته کړه، «هغه قابلې چې په دې روغتیايي مرکزونو کې کار کوي ځايي اوسېدونکې دي. موږ انتخاب کړي دي.»

هغه وویل، «د سوېډن کمېټې د قابله ګۍ له ښوونځي څخه تر فراغت وروسته، هغوی د قابلو، نرسانو او د مرکزونو د مدیرانو په توګه وګمارل شوې.»

ماهر د دغو کلینیکونو اغېزمنتوب، په ځانګړې توګه د هغو روغتیایي ستونزو په حلولو کې چې ښځې ورسره مخامخ دي، یاد کړ. دا مرکزونه د میندو د مړینې کچه کموي، د باردارۍ پرمهال پاملرنه او له پنځه کلنۍ څخه د کم عمره ماشومانو لپاره طبي پاملرنه برابروي.

هغه زیاته کړه، «دا ټول کلینیکونه په لیرې پرتو سیمو کې چې ورتګ ورته سخت دی او کلینیکونه په کې نشته، جوړ شوي دي.»

ماهر د غبرګولي په ۲۳مه وویل، د ولایت په نورو برخو کې د ۱۱ نورو کلینیکونو د جوړونې کار روان دی او د کال تر پایه پورې به فعال شي.

په سمنګانو کې د قابله ګۍ د ښوونځي منتظمې شریفې امیري وویل، هغه قابلې چې په دې مرکزونو کې کار کوي کلیوالو ښځو ته وړیا طبي خدمتونه وړاندې کوي.

هغې سلام ټایمز ته وویل، «دا مرکزونه څلور خونې لري، چې دوه یې د قابله ګانو د استوګنې لپاره او دوه نورې یې د کوچنیانو د زېږون لپاره دي.»

هغې وويل، د دې کوچنيو کلينيکونو په جوړولو سره په سيمه کې د ماشومانو او ميندو د مړينې کچه راټيټه شوې ده.

طبي پاملرنې ته لاسرسی

د سمنګان ولايت مېرمنې د هغو اسانتياوو هرکلى کوي، چې د هغوى په وينا، د امېدوارو مېرمنو د روغتيايي ستونزو په هواري او د زېږون پر مهال د ميندو د مړينې په مخنيوي کې اغېزمنې دي.

د دره صوف بالا اوسېدونکې ۴۵ کلنې زهرا سلام ټایمز ته وویل، هغه خوشحاله ده چې کور ته څېرمه یې یو روغتیايي مرکز جوړ شو.

هغې د غبرګولي په ۲۴مه وویل، «ناروغان به د ولسوالۍ کلینیک ته په لاره کې مړه کیدل ځکه چې زموږ کلی د ولسوالۍ له مرکز څخه لیرې پروت دی.»

هغې وویل، «کلینیک له موږ څخه پنځه ساعته لیرې دی، سرک خراب دی، د ټرانسپورټ هیڅ وسیله نشته. خلکو خپل ناروغان په خرو او اسونو روغتیایی مرکزونو ته وړل، چې د مور او ماشوم د مرګ سبب به کېده، ځکه هیڅوک نه ول چې په لاره کې هغوی ته طبي خدمتونه برابر کړي.»

هغې زياته کړه، «پخوا به په يو شمېر کليو کې ښځې د طبي پاملرنې په لټه کې له ډېرو ستونزو سره مخامخ وې، ځکه چې نږدې کلينيک او ډاکټران نه وو، خو د روغتيايي مرکز په جوړېدلو سره اوس د هغوى ستونزې هوارې شوې دي.»

د دره صوف پایان اوسېدونکې ۳۶ کلنې زیب النساء ومنله چې اوس په لیرې پرتو سیمو کې د ښځو طبي ستونزې حل شوي دي.

هغې وويل، «پخوا به خلکو روغتيايي مرکز ته د رسېدلو او طبي پاملرنې ترلاسه کولو لپاره په سختو سيمو کې ساعتونه مزل کاوه. ځینې وختونه به هغوی لیدل چې روغتیایي مرکزونو ته په اوږده لاره خپل عزیزان له لاسه ورکوي.»

هغې زیاته کړه، «موږ منندوی یو ... چې موږ خپل کور ته نږدې کلینیک لرو. اوس چې هر وخت وغواړي، ښځې کولی شي چې له یوه ډاکتر سره وګوري.»

هغې وويل، د هغې څلور کلن زوى په خوارځواکۍ اخته دى او اوس په روغتيايي مرکز کې د ډاکټرانو تر څارنې لاندې دى او زياته يې کړه، چې د هرې ورځې په تېرېدو يې روغتيايي حالت مخ په ښه کېدو دى.

د دره صوف بالا يوه اوسېدونکي، ٥٦ کلن حميدالله وويل، مخکې له دې چې په کليو کې نوي روغتيايي مرکزونه جوړ شي، زياترو ښځو د نورو ځايي ښځو په مرسته په کورونو کې ولادت کاوه.

هغه زیاته کړه، «د روغتيايي مرکزونو له جوړېدلو څخه مخکې د ميندو او ماشومانو د مړينې کچه لوړه وه، ځکه چې د سرکونو د خراب حالت له امله نورو روغتيايي مرکزونو ته رسېدل ستونزمن وو. له همدې امله به ناروغانو د سرک په سر ولادت کاوه او ځینې وختونه به یې حتی خپل ژوند له لاسه ورکاوه.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

لومړی له ټولو بهرنیو موسسو په ځانګړې توګه سوېډن کمیټې څخه مننه کوم چې د افغانستان بې وزلو او اړمنو خلکو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي. د هېواد په بېلابېلو برخو کې لا هم ډېرې داسې سیمې شته چې روغتیايي اسانتیاوو ته لاسرسی نه لري، نو د روغتیا په برخه کې دغه واړه او لوی کارونه تر یوه حده د خلکو دردونه راکموي، خو په دې برخه کې د حکومت او خلکو دواړو جدي څارنې ته اړتیا ده.

ځواب ورکړئ

د کلیو ښځې روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري او له هر ډول پاملرنې څخه چې د امیندوارۍ پر مهال یې باید ترلاسه کړي، بې برخې دي، او کله چې ماشوم زېږوي، د سرکونو د خراب حالت او د روغتیايي مرکزونو د لیرې والی له امله مجبورې دي چې روغتیايي مرکزونو ته د رسېدلو لپاره اوږده لاره مزل وکړي. په سمنګان ولايت کې د ميندو او ماشومانو د مړينې کچه لوړه شوې او د ملګرو ملتونو په مرسته د ښځو د روغتيايي مرکزونو په جوړولو سره به د ميندو او ماشومانو ژوند له خطر څخه خلاص او د مړينې کچه به هم راټيټه شي.

ځواب ورکړئ

یاره دا نو اوس چیشی سو؟ سویډن کمېټې به یو ولایتي روغتون جوړ کړی وای، چې معیاري خدمات په کې وړاندې شوي وای. زه باوري چې دې ۲۰ روغتونونو کې یوازې زکام او تبې نه غیر بل څه درملنه نه شي کېدای. آن ملاریا هم په کې ناشونې ده چې ټسټ شي. نو زما وروره هلته به مو د سویډن کمېټې مننه کړې وه چې زموږ مشکلاتو ته په کتو یې روغتون جوړ وای. داسې روغتونونو کې اکثر د دوه کلن انسټیټیوټونو فارغان ناست دي چې هیڅ د ناروغیو د تشخیص وړتیا نه لري. ډېر کله داسې هم شوي چې ناروغ داسې روغتون ته مراجعه کړې؛ پر ځای د دې چې مرض یې تشخیص شي د ډاکتر د بې احتیاطۍ له وجې یې ژوند له لاسه ورکړی دی.

ځواب ورکړئ

سمنګان ولایت یو لیرې پروت ولایت دی چې خلک یې لږو خدمتونو ته لاسرسی لري. مونږ له سوېډن کمېټې او ملګرو ملتونو څخه د زړه له تله مننه کوو چې د سمنګانو ولایت اوسېدونکیو ته یې روغتیایي خدمتونه برابر کړي دي. په عین حال کې، زه د سلام ټایمز د یوه لوستونکي په توګه د سمنګان ولایت اوسېدونکو ته وایم چې د خپلو روغتیایي مرکزونو په ساتلو کې ډېر زحمت وباسي. کلینیکونه خو خارجي موسساتو درته جوړ کړل، اوس دا ستاسو مسؤلیت دی چې محفوظ یې وساتئ، د ډاکترانو، نرسانو، قابلو... احترام وکړئ ځکه دا کارمندان ستاسو د مېرمنو او اولادونو د روغتیا ساتنې لپاره کار کوي. د دې تر څنګه، په خپلو سیمو کې د نجونو او هلکانو مکتبونو ته وده ورګړئ، او په هر مسلک کې ښځینه او نارینه کدرونه وروزئ چې بله ورځ نورو خلکو ته له اړتیا څخه خلاص شئ. په احترام محمد

ځواب ورکړئ