د ښځو حقوق

د ښوونځيو د بندیز په ترڅ کې د بغلان ښځو د غالیو اوبدلو ته مخه کړې ده

د محمد قاسم راپور

په بغلان ولایت کې د نجونو یوې ډلې غالۍ اوبدلو ته مخه کړې چې له انزوا څخه ځانونو وژغوري او په افغانستان کې په ښوونځیو کې د نجونو پر زده کړو د بندیز په ترڅ کې نوي مهارتونه زده کړي. [عکاس: عبدالحمید رضواني]

بغلان -- د بغلان ولایت په مرکز پلخمري کې یو شمېر ځوانو ښځو په هېواد کې په ښوونه او روزنه باندې د بندیز په ترڅ کې د غالیو اوبدلو ته مخه کړې ده.

د بغلان د غالۍ اوبدونکو ټولنې رییس محمد عارف غلامي وویل، دا وخت په دغه ولایت کې له ۵۰۰ څخه ډېرې کورنۍ په کور دننه د غالیو اوبدلو په کار بوختې دي.

ټولنه له هغوی سره مرسته کوي چې د هغو غالیو لپاره چې هغوی یې تولیدوي، بازار ومومي.

غلامي سلام ټایمز ته وویل، ډیری اوبدونکي د ښوونځي یا پوهنتون زده کونکي دي چې «له ذهني فشار څخه د خلاصون، بوختیا او یوه مسلک د زده کولو لپاره غالۍ جوړوي،»

افغانې نجونې چې له رسمي زده کړو څخه محرومې شوي، د غبرګولي په ۲۷مه د بغلان ولایت په مرکز پلخمري کې غالي اوبي. [عکاس: عبدالحمید رضواني]

افغانې نجونې چې له رسمي زده کړو څخه محرومې شوي، د غبرګولي په ۲۷مه د بغلان ولایت په مرکز پلخمري کې غالي اوبي. [عکاس: عبدالحمید رضواني]

هغه وویل، د ۱۴۰۰ د زمري په میاشت کې د نجونو د ښوونځیو له تړل کېدلو راهیسې، ځینې دا د پرمختګ یوه وسیله ګڼي، «او له دغه فرصت څخه ښه استفاده کوي،»

هغه وویل، «موږ په بغلان کې ۵۰۰ غالۍ اوبدونکې او ۱۵۰ ګیلم اوبدونکې کورنۍ لرو،» او څرګنده یې کړه چې دغه اتحادیه له کابل څخه خام مواد راوړي او د تولید شویو محصولاتو د خرڅلاو په اسانتیا کې مرسته کوي.

غلامي وویل، د مناسب بازار نشتوالی او خامو موادو ته لاسرسی هغه عمده ننګونې دي چې غالۍ اوبدونکي ورسره مخامخ دي.

له خپګان څخه تېښته

د پلخمري اوسېدونکې ۲۷ کلنې ثريا وويل، «زه له يوې مياشتې راهيسې غالۍ اوبم. مخکې زه پوهېدم چې څنګه غالۍ واوبم او بیا مې دغه کار پیل کړ.»

هغې سلام ټایمز ته وویل، «هغه غالۍ چې موږ اوبو په بازار کې په ارزانه بیه پلورل کیږي، خو بیا هم زه په کور کې له خپلې مور او وروڼو سره شپه او ورځ کار کوم،»

هغې وويل، هغوی د لوړ کيفيت لاسي غالۍ توليدوي، خو کار يې سخت دی او سوداګر او ځينې شرکتونه يې په ټيټه بيه پېري.

۲۴ کلنې سکينې هاشمي سلام ټایمز ته وویل، د ښځو په کارونو باندې د محدودیتونو لګېدلو راهیسې، چې د نجونو پر زده کړو بندیز سره یو ځای روان دي، ځینو یې له ذهني فشار څخه د خلاصون، د خپلو کورنیو د مالي ملاتړ او د تولید په برخه کې د افغانستان د مقام د بیرته ترلاسه کولو لپاره د غالیو اوبدلو ته مخه کړې ده.

هاشمي، چې په پلخمري کې د غالۍ اوبدلو زده کړه کوي، وويل، «مخکې له دې چې د غالۍ اوبدلو کار پيل کړم، زه د بغلان په يوه خصوصي پوهنتون کې د سياسي علومو پوهنځي کې د دویم کال محصل وم،»

هغې وويل، «د نجونو لپاره د پوهنتونونو له تړلو څخه وروسته، زه مجبوره وم چې په کور کې پاتې شم. ما هڅه وکړه چې په کور کې له خفګان او انزوا څخه د خلاصون لپاره یو څه پیدا کړم. له نېکه مرغه، ما د غالۍ اوبدلو کار وموند او اوس کار کوم.»

هغې وویل، «زه اوس دا زده کوم چې غالۍ څنګه واوبم، او زما رواني روغتیا د پخوا په پرتله بهتره ده.»

هغې وويل، «زما بل هدف دا دی چې د افغاني محصولاتو نوم بېرته پورته کړم، ځکه چې په تېرو وختونو کې بېلابېلو هېوادونو زمونږ محصولات په خپل نامه صادرول،»

هاشمي زیاته کړه، «هیڅ هڅه د پوهنې ځای نشي نیولی، خو زه غواړم د غالۍ اوبدلو کار ته تر هغه دوام ورکړم چې د نجونو د زده کړو مسله حل شي، او پوهنتونونه د نجونو لپاره بېرته پرانستل شي،»

د بغلان د بي بي آمنې د نجونو د لېسې د دولسم ټولګي زده کوونکې، ۱۹ کلنې نګين مسعودي وويل، د نجونو پر زده کړو د بنديز له امله له ورته ننګونو سره مخامخ ده.

هغې سلام ټایمز ته وویل، «که څه هم د غالۍ اوبدلو کار د نجونو لپاره یو ستونزمن کار دی، خو زه مجبوره شوم دا کار غوره کړم څو رواني فشار راباندې کم شي،»

مسعودي وويل، «له هغه وخته چې ما د غالۍ اوبدلو زده کړه پيل کړه، زما ذهني حالت ښه شوی دی، او ما د بيا ژوند لپاره هيله پيدا کړې ده،»

هغې ژمنه وکړه چې، «که دوی د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې وتړلې، مونږ به د مسلکونو نوې دروازې پرانیزو او هیڅکله به اجازه ورنه کړو چې ښځې او نجونې له ټولنې څخه لیرې شي،»

په خفګان باندې برلاسی

د بغلان د اطلاعاتو او کلتور رييس عزت مير حقاني وويل، يو وخت په بغلان کې توليد شوي غالۍ کابل او له هغه ځايه پاکستان ته لېږدول کېدې او هلته به د «پاکستان تر نامه لاندې» صادرېدلې.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «اوس، غالۍ په هیواد کې پروسیس کیږي او د افغاني محصولاتو په توګه پلورل کیږي،»

هغه زیاته کړه، «په دغه ولایت کې تولېد شوې زیاتره غالۍ پخوا په پاکستان کې پروسیس کېدې، خو اوس په کابل کې پروسیس کېږي،»

حقاني وویل، دا ریاست هڅه کوي هغه ستونزې حل کړي چې غالۍ اوبدونکي یې له خصوصي سکټور سره مخامخ دي او داسې لارې چارې لټوي چې په کورنیو او نړۍ والو بازارونو کې په سیمه ییزه کچه تولید شوي غالۍ وپلوري.

د کندوز ښار اوسېدونکې، تمنا حبیبي، چې ۲۵ کاله عمر لري، وویل، «نجونې لوړې حوصلې لري او سخت کار کوي» څو په خپل ژوند کې هغه تشه ډکه کړي چې یو وخت زده کړو ډکوله.

هغې سلام ټایمز ته وویل، «نجونې او ښځې په نهیلۍ برلاسې شوي دي. هغوی هڅول شوي او د خپلو علمي وړتیاو لوړولو او مختلفو مسلکونو زده کولو لپاره سخت کار کوي.»

هغې وويل، «زه غواړم خپلو ټولو خويندو ته دا پيغام ورسوم چې دوی بايد په ټولنه کې د پخوا په څېر فعالې پاتې شي او د ښځو په توګه بايد خپل هېواد او خلکو ته خدمت وکړي،»

هغې وویل، «زه ډاډه یم چې هغه لاره چې مونږ په دې سختو شرایطو کې غوره کړې، افغانستان به د پرمختګ او بریا لور ته بوځي.»

حبیبي ټینګار وکړ چې زده کړه د ښځو په ګډون د افغانانو اساسي حق دی. هغې پر نړۍ والې ټولنې غږ وکړ چې د افغانو ښځو پر زده کړو د محدودیتونو په لیرې کولو سره د هغوی ملاتړ وکړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

افغاني غالۍ د نړۍ په سطحه خورا نوم او ارزښت لري. د کورنیو جګړو په وخت کې چې افغاني غالۍ اوبدونکي پاکستان ته کډه شول، هلته پاکستانیانو ښه پروټوکول ورکړ. البته دا پروټوکول لنډمهاله او د خاص هدف لپاره و هغه دا چې پاکستانیانو غوښتل چې له افغانانو د غالۍ اوبدلو کسب خپل کړي. پېښور ته چې زمونږ ترکمن هېوادوال کډه شول، باکستانیانو ورته امکانات برابر کړل او د قالینو اوبدلو چل يې ترې زده کړ. افغان ترکمنو به غالۍ اوبدلې او پاکستان به په خپل لېبل به اروپا، امریکا او عربي هېوادونو ته صادرولې. پردی وطن و، افغانان مجبور ول چې د یوې ګولې ډوډۍ پیدا کولو لپاره لاس په کار شي. د خفګان خبره دا وه چې همدغه ترکمن افغانان چې د پاکستان په اقتصاد کې یې رغنده رول درلوده، د پولیسو له خوا به سخت په عذاب کې ول. یاد افغانان به چې کله پولیسو ونیول، پیسې به یې هم ترې اخیستې او بندیان کول به یې هم. بس وطن هم مور وي او هم پلار. کله چې د یو هېواد مشران نا اهله او غله شي، ملتونه مجبورېږي چې د ژوند لاره او طرز بدل کړي او هېواد پرېږدي. نتیجه دا شي چې که یو څوک څومره هم له کمال ډک وي خو په پردي وطن کې به د نا ارامۍ او بې قدرۍ شپې او ورځې سبا کوی.

ځواب ورکړئ

دا د افغان نجونو لپاره هم یو ښه فعالیت دی. په دې توګه هغوی تفریح کوي، لاکن دا د ښوونځي او پوهنتون ځای نشي نیولی، ځکه نجونې حق لري چې زده کړې وکړي او په راتلونکي کې خپل هیواد ته خدمت وکړي. دا سمه ده چې د غالۍ اوبدلو په صنعت کې د ښځو او نجونو لپاره کار شته، خو د ټولو نجونو او ښځو لپاره دا ممکنه نه ده چې غالۍ اوبدلو ته مخه کړي. مونږ په دې هېواد کې په هر سکتور کې لوستو ښځو او نجونو ته اړتیا لرو. زمونږ په هېواد کې مونږ په هره څانګه کې ښوونکو، ډاکټرانو او ښځو ته د کار لپاره اړتیا لرو او له اوسني حکومت څخه غوښتنه کوو چې د نجونو لپاره ښوونځي او پوهنتونونه پرانیزي، څو افغاني ټولنه خرابه نشي.

ځواب ورکړئ

د زده کړو بدیل به هیڅکله پیدا نه شي! زده کړې یو لوی نعمت دی چې په کولو سره یې انسان د ښه او بد تفکیک کولی شي او خپل د خیر او شر لارې ښې پېژندلی شي. د زده کړو له طریقه چې کوم خدمت نور انسانیت ته کېږي ښایي بل د هیڅ یوه فن او مسلک له لارې ونه شي. خو دا چې افغانستان اوس د داسې یو چا لاس ته لوېدلی چې خپله نالوستي دي؛ نو ګیله به چاته وکړو. په داسې حالاتو کې خپل مسیر ته تغیر ورکول پکار دي چې هنرونه او کار کول دي. مخکې چې نجونې ته د زده کړو کولو اجازه وه خو هر کور کې چې څومره نجونې وې، مکتب، پوهنتون او مدرسې ته تلې؛ مګر اوس چې نه شي تللی کسب او کار دې وکړي چې له بې ځایه فکرونو په امن اوسي. ځکه په وزګار وخت کې انسان غلط غلط فکرونه کوي، آن په دې وروستیو دوو کالونو کې ګڼ شمېر هلکانو او نجونو ځان وژنې کړي دي او علت یې هم بې روزګاري ښودل شوې ده. نو غالۍ اوبد ښه کار دی هم مصروفیت او هم حلاله ګټه ده.

ځواب ورکړئ