دین

مسلمانان د بیجینګ له خوا د جوماتونو ړنګولو او د اسلام د «چینایي» کولو کماپین پر وړاندې مقاومت کوي

د سلام ټایمز راپور

نارینه د ۱۴۰۱ د وري په ۱۴مه په بیجینګ کې له تړل شوي نیاجي جومات څخه تیریږي. چین د حکومت د «چینایي کولو» پلان په لړ کې د جوماتونو هر ډول عربي او اسلامي معماري، لکه منارونه او گنبدونه ویجاړوي. [نویل سیلیس/ای اېف پي]

نارینه د ۱۴۰۱ د وري په ۱۴مه په بیجینګ کې له تړل شوي نیاجي جومات څخه تیریږي. چین د حکومت د «چینایي کولو» پلان په لړ کې د جوماتونو هر ډول عربي او اسلامي معماري، لکه منارونه او گنبدونه ویجاړوي. [نویل سیلیس/ای اېف پي]

بیجینګ -- د چین د جنوب لویدیځ په غرونو کې د یوننان ولایت د ناګو په کوچني کلي کې ځایي مسلمانان د حکومت د هغه پلان پر ضد مظاهره کوي چې غواړي د هغوی د جومات ځینې برخې ونړوي.

د ناجياینغ جومات د هغه مسلمان هوي توکمه اقلیت وياړ دی چې په دغه ښار کې ژوند کوي.

دا جومات چې اصلا په ۷۴۹ لمریز [۱۳۷۰ میلادي] کال کې جوړ شوی، څو ځلې پراخ شوی دی. په ۱۳۸۰ کې، کارګرانو د جومات نوې ودانۍ جوړه کړه. د سپینو برجونو جوړښت پنځه پوړونه لري، یو تالار چې ۱۰۰۰۰ مربع متره مساحت لري، څلور منارونه چې له ۷۲ مترو څخه لوړ او یوه زرغونه گنبد لري.

اوس دغه جومات د چین د ولسمشر شي جینپینګ د «چینایي کولو» د کمپاین هدف دی.

د غبرګولي د ۶مې په سهار د چين په يوننان ولايت کې د ناجياینغ جومات بهر ځايي مسلمانانو له پوليسو سره سخته نښته وکړه. د «ښوونکی لي ستاسو ښوونکی نه دی» ټوېټر اکاونټ د معلوماتو په اساس، داسې انګیرل کیږي چې شخړه د حکومت د هغه پلان له امله رامینځته شوې چې په زوره جوماتونه ویجاړوي. [[@whyyoutouzhele/ټوېټر]

د غبرګولي د ۶مې په سهار د چين په يوننان ولايت کې د ناجياینغ جومات بهر ځايي مسلمانانو له پوليسو سره سخته نښته وکړه. د «ښوونکی لي ستاسو ښوونکی نه دی» ټوېټر اکاونټ د معلوماتو په اساس، داسې انګیرل کیږي چې شخړه د حکومت د هغه پلان له امله رامینځته شوې چې په زوره جوماتونه ویجاړوي. [[@whyyoutouzhele/ټوېټر]

پولیس د غبرګولي په ۶مه د چین په یوننان ولایت کې د ناجیاینغ جومات د ویجاړولو لپاره د حکومت د پلان په هکله له اعتراضونو څخه وروسته ځای پر ځای شول. [[@whyyoutouzhele/ټوېټر]

پولیس د غبرګولي په ۶مه د چین په یوننان ولایت کې د ناجیاینغ جومات د ویجاړولو لپاره د حکومت د پلان په هکله له اعتراضونو څخه وروسته ځای پر ځای شول. [[@whyyoutouzhele/ټوېټر]

وروسته له هغه چې پوليس په موقت ډول د چين د يوننان ولايت له ناجياینغ جومات څخه ووتل او په شاتګ یې وکړ، ځايي مسلمانان جومات ته ننوتل او خوازې يې ړنګې کړې. [[@whyyoutouzhele/ټوېټر]

وروسته له هغه چې پوليس په موقت ډول د چين د يوننان ولايت له ناجياینغ جومات څخه ووتل او په شاتګ یې وکړ، ځايي مسلمانان جومات ته ننوتل او خوازې يې ړنګې کړې. [[@whyyoutouzhele/ټوېټر]

نیویارک ټایمز د غبرګولي په ۱۸مه راپور ورکړ چې، د چین کمونست ګوند (سي سي پي) په منظم ډول په ټول هیواد کې د هوی په سیمو کې جوماتونه تړلي، ویجاړ کړي یا په زور سره بیا ډیزاین کړي، او د عربي معمارۍ ځانګړتیاوې لکه گنبد او منارونه په چین کې په اسلام باندې د ناغوښتل شوي بهرني نفوذ د ثبوت په توګه غندلي دي.‌

په يوننان ولايت کې د ناجياینغ جومات او د شاديان لوی جومات هم په چين کې له هغو وروستيو لويو ودانيو څخه دي چې دغه ډول مهندسي لري او لا هم ولاړې دي.

چین له یوې لسیزې راهیسې د شي جن پینګ واک ته د رسیدلو راهیسې د مذهب د لا سخت کنټرول په لټه کې دی او د مسلمانانو په وړاندې په سخته مبارزه کې بیجینګ ادعا کوي چې هغوی د ترهګرۍ او افراطي فکر پر وړاندې مبارزه کوي.

د اټکل له مخې له ۱۳۹۶ کال راهیسې په لوېدیځ سینکیانګ سیمه کې شاوخوا یو ملیون اویغور، هوی او نور مسلمان اقلیتونه د حکومت د کمپاین له مخې نیول شوي چې نړۍ والې ټولنې دا کار نسل وژنه بللې ده.

په راپورونو، تحقیقاتو او څرګندونو کې د مسلمانانو پراخه شکنجه، خپلسری توقیف او د مسلمانانو له دیني او پیدایښتي حقونو څخه د سرغړونې په هکله تفصیلي معلومات ورکړل شوي دي.

په تورونو کې اجباري کار، اجباري شنډول، سیستماتیک جنسي تیري او د اویغور کلتوري او اسلامي ځایونو ویجاړول شامل دي.

مقاومت کول

د انګلستان په مانچسټر پوهنتون کې د هوی یوه پوه ډیویډ سټروپ وویل، په داسې حال کې چې له سینکیانګ څخه بهر په ټولنو اغیزې لږې دي، لاکن د ډېرو جوماتونه ویجاړ کړای شوي یا «په زور ترمیم شوي» ترڅو د چینایي اصولو له رسمي نظرونو سره سر وخوري.

د نیویارک ټایمز د راپور په اساس، د چین د کمونست ګوند «د چینایي کولو» کمپاین په ۱۴۰۰ کال کې ناګو ته ورسېد.

هغه وویل، «حکومتي چارواکو له کورونو څخه لیدنې پیل کړې، چې ځینې وختونه هره ورځ ورځي، اوسیدونکي هڅوي چې په جومات کې د بدلونونو ملاتړ وکړي. په دغه ښار کې لګېدلې یوه لوحه، چې پرې لیکلي ګنبد له منځه تللی، منارونه د پګوډا درجو په څېر سینګار شوي، د حکومت پلان څرګندوي.»

په شادیان سیمه کې هم ورته هڅې شوې دي. چارواکي د ملاتړ د راټولولو لپاره کور په کور ګرځېدلي، او د لوی جومات مخې ته په یوه غټه سره نښه -- چې د سعودي عربستان په مدینه منوره کې د مسجد نبوي په بڼه جوړه شوې -- لیکل شوي «چینایي شوی اسلام ومنئ».‌

په هارورډ پوهنتون کې د چین او اسلام پوه روسلان یوسوپوف نیویارک ټایمز ته وویل، «دا چې دا ځایونه د ځایي مسلمانانو په ذهنونو کې ستر مقام لري، نو چارواکي مجبور وه چې د دوه جوماتونه آخر ته پرې دي.»

خو د سیمې اوسیدونکي د پېښو پر وړاندې مقابله کوي.

د غبرګولي د ۶مې په سهار، کارګران له ساختماني کرینونو، خوازو او بلدوزرونو سره په ناګو کې د ناجیاینغ جومات سیمې ته ننوتل. ځایي شاهدانو او آنلاین خپرې شوې ویډیو وښودله چې له هغوی سره ۴۰۰ تنه د بلواضد پولیس هم مل وه.

د دومره قوي پولیس ځواک ګمارل ښیې چې د لاریونونو وېره موجوده وه.

د مذهبي ازادۍ مجلې بټر وینټر د ټولنیزو رسنیو د راپورونو په حواله راپور ورکړی، چې په زرګونو ځایي اوسیدونکو له پولیسو سره په تاوتریخجنه نښته کې مقاومت وکړ، افسران یې دې ته اړ کړل چې په شاتګ وکړي، او بله ورځ له لا زیاتو وسله والو امنیتي منسوبینو سره بیا راشي.‌

د ځینو سرچینو په وینا، په دغه ښارګوټي کې تر ۵۰۰۰ پورې پولیس او پوځي افسران ګومارل شوي ول.

په ټولنیزو رسنیو خپرو شویو ویډیوګانو او عیني شاهدانو وویل، په لسګونو افسرانو چې سوټي او د بلوا ضد ډالونه یې په لاسونو کې وو د جومات څخه بهر هغه خلک چې د هغوی په لوري یې شیان ورغورځول، تېښتې ته مجبور کړل.

یوې ځايي ښځې چې نه یې غوښتل نوم یې ذکر شي د غبرګولي په ۶مه ای اېف پي ته وویل، «دوی غواړي چې په زوره تخریب وکړي، نو دلته خلک لاړل چې مخه یې ونیسي.»‌

هغې وویل، «مسجد زموږ په څېر مسلمانانو کور دی. که دوی هڅه وکړي چې وران یې کړي، موږ به یې یقینا اجازه ورنکړو.»

هغې وویل، «ودانۍ یواځې ودانۍ دي -- خلکو یا ټولنې ته هیڅ زیان نه رسوي. ولې دوی باید هغه ویجاړې کړي؟»

ارزښتونه ساتل

یوه خبرتیا د غبرګولي په ۷مه د تونګ های حکومت له خوا -- چې د ناګو اداره پرغاړه لری -- خپره شوه چې وایي، «هغوی د یوې قضیې په هکله چې ټولنیز مدیریت او نظم یې سخت ګډوډ کړي دي، یوه څېړنه پیل کړې ده».

په خبرتیا کې ښکیلو کسانو ته امر شوی چې «سمدلاسه ټول غیرقانوني او جنایي اعمال ودروي»، او خبرداری یې ورکړی چې هر هغه چا ته به «سخته سزا» ورکړي چې له تسلیمۍ څخه ډډه وکړي.

خبرتیا زیاته کړه، هغه کسان چې د غبرګولي ۱۶مې څخه مخکې پخپله خوښه تسلیم شي، له هغوی سره به نرم چلند وشي.

دوو شاهدانو وویل، پولیسو د پیښې په هکله نامعلوم شمېر کسان نیولي او د غبرګولي ۹مې راهیسې په ښار کې څو سوه افسران ځای پرځای شوي دي.

هغوی زیاته کړه چې د جومات شاوخوا سیمو اوسیدونکو له نښتو راهیسې د انټرنیټ بندیدو او نورو ارتباطي مسئلو سره په دوامداره توګه مبارزه کوله.

د تونګای د تبلیغاتو څانګې یوه چارواکي د غبرګولي په ۱۰مه د ای اېف پي د یوه تماس په ځواب کې د انټرنیټ بندیدل رد کړل، لاکن له نورو تبصرو څخه یې ډډه وکړه.

یوه اونۍ وروسته، چې نیویارک ټایمز له ناګو څخه لیدنه وکړه، ساختماني کرینونه لاهم د جومات په انګړ کې ولاړ ول. امنیت ټینګ و، او یوه بې پیلوټه الوتکه د جومات دپاسه ګرځېدله. په ساده جامو کې د پولیسو افسران خبریال ته ورغلل، او هغه یې له ښار څخه وشړله.

د هوی یوه اوسیدونکی ښاغلی نا، چې خواوشا ۳۰ کاله عمر لري، او د حکومت د غچ اخیستنې له وېرې یې یواځې خپل وروستی نوم یاد کړ، وویل چې ویجاړېدل حتمي دي.

په هرصورت، هغه هیله څرګنده کړه چې اوسیدونکو ته به اجازه ورکړل شي چې خپلو اولادونو ته د خپل دین د ور رسولو په شمول، د هغوی د نورو ازادیو مخه به ونه نیول شي.

هغه وویل، «که تاسو د خپلو ارزښتونو ساتنه ونشئ کړای، نور به تاسو ته د داسې چا په سترګه ګوري چې تاسو هېڅ ارزښت نه لرئ، او هغوی به یې بیا، بیا تر پښو لاندې کوي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

5 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

چې ریښتیا خبره وي د دې راپور له لوستلو څخه وروسته مې له چین نه دومره کرکه وشوه چې په فیسبوک کې مې د چین دوه مهمې صفحې انلایک کړې. ما به د چین نړۍ والې راډېو خپرونې چې په پښتو ژبه یې کولې، کتلې، لاکن هغه پاڼه آنلایک کړه چې اوس یې هېڅ پوسټونه نه وینم. دغه راز، د چاینا ډیلي په نامه یوه صفحه یې ده، کله ناکله به مې د هغې پاڼې لیکنې کتلې، هغه مې هم آنلایک کړه. داسې ښکاري چې د چین کمونست ګوند حکومت له اسلام او مسلمانانو سره دښمني کوي. صحیح ده چې په مسلمانانو کې هم بد خلک شته، جرمونه ترسره کیږي، لاکن اسلام په خپل ذات کې یو مقدس دین دی او د الله له لوري راغلی دی. حضرت عیسی (ع) چې وېزېد او مریم په غېږ کې اخیستی و خلکو ترې پوښتنه وکړه چې ای د هارون خورې دا څوک دی؟ ته خو مقدسه ښځه یې، نو دا ماشوم څوک دی؟ هغې ورته وویل چې له همدې ماشوم نه پوښتنه وکړئ. خلکو وویل چې ماشوم خو خبرې نشي کولی. قران کریم وایي، چې حضرت عیسی (ع) خبرې پیل کړې او ویې ویل چې زه د الله رسول یم. د دې لپاره رالېږل شوی یم چې خلک د الله لارې ته برابر کړم. الله یو دی او زه یې رسول یم. عین شکل حضرت محمد (ص) د الله رسول او اسلام د الله تعالی هغه لاره ده چې محمد رسول الله (ص) خلکو ته راوړې ده، څو خلک د الله طرف ته بوځي. لاکن له دې او داسې نورو رسنیزو راپورونو څخه معلومیږي چې چین د الله او د الله د رسول پر وړاندې جنګ کولو ته نیت کړی دی، ځکه د الله له بنده ګانو سره ظلم د الله پر وړاندې د بغاوت اعلان دی. هلاک دې وي چین، هلاک دې وي د چین کمونست نظام.

ځواب ورکړئ

اسلام یوازینی دین دی چې د خلکو په وړاندې د کرکې او تاوتریخوالي مخالفت کوي. هغه څه چې نن ورځ په نړۍ کې ځینې افراطي خلک د اسلام په نوم ترسره کوي، نه یوازې دا چې د اسلام مبارک دین یې اجازه نه ورکوي، بلکې اسلامي عمل هم نه دی. له دې څخه څرګندېږي چې اسلام يو د ورورولۍ دين دی، نه پر چا ظلم کوي او نه ظلم خوښوي، نو په داسې حالاتو کې د غير اسلامي هېوادونو لپاره لازمه ده چې مسلمانانو ته بدې ردې ونه وایي او د هغوی مقدساتو ته سپکاوی ونه کړي.

ځواب ورکړئ

مسلمانان سوله خوښي انسانان دي. مسلمانان د ټولو مذاهبو پیروانو ته احترام کوي او کړی یې دی. په دې هیله چې د مختلفو غیر مسلم هېوادونو انسانان دا درک کړي چې له مسلمانانو څخه دوی ته هیڅ ضرر نه رسيږي. که فرض کړه یو غیر مسلم ته د یو مسلمان له لوري ضرر ورسېده، پوه شه چې دا شخص د مسلمانانو نماینده نه دی، بلکې یا ذهنی مریض دی او یا د بلې کومې ډلې پیرو دی چې کرکه او نفرت ور دننه شوی. د زمونږ پیغمبر محمد ص د ډېرو لوړو اخلاقو خاوند و او مسلمانان په دې عقیده دي چې دوی به د خپل پیغمبر په لاره ځي. هغه چې ضرری انسانان دي د پیغمبر امتي او پیرو نه شي جوړېدی. د یادونې ده چې مسلمانان په خپلو مقدسو ځایونو او اشخاصو خفه کیږي. زه له ډېره وخته مطبوعات تعقیبوم. یو وخت مې لیدل چې په هند کې یوې ډلې هندوانو د بابري په نوم مسجد وران او مسلمانان یې خفه کړل. همدا راز، په ډنمارک کې قرانکریم ته اور واچول شو، دا ځل لکه چې د چینایانو نمبر دی، دوی د مسلمانانو احساساتو سره لوبې کوی. دغه ډول کړنې د ملتونو او ملیتونو تر منځ کرکې را ولاړوي. ښه خبر دا ده چې د جرم کولو په نتیجه کې هغه که مسلم وي او که غیر مسلم، محکمې ته وسپارل شي. دا به مناسبه نه وي چې د یو شخص د جرم کولو په مقابل کې یا نور مسلم وزورول شي . مهمه دا ده چې د افراطيتوب مخه څنګه ونیسو.

ځواب ورکړئ

یوازینی دین اسلام دی چې د نورو ادیانو حقوق ورسره خوندي دي او هیڅ یوه مسلمان ته اجازه نه ده ورکول شوې چې د نورو انسانانو دینونو او مذهبونو ته سپکاوی وکړي. که کوم تعامل د کفارو او مسلمانانو ترمنځ کېږي، اسلام په کې د ښه نیت ویلي دي. سره د دې چې د مسلمانانو لخوا یا خو بیخي او یا هم شاز او نادر داسې پېښې شته چې مسلمانان دې د غیر مسلمو ادیانو ته ضرر ورسوي، مګر غیر مسلم په پوره انرژۍ سره لګیا دي د اسلام سپکاوي ته یې شروع کړې ده. ښه مثال یې څو ورځې وړاندې په سویډن کې د خدای ج کتاب (قرآنکریم) سوځول دي چې د هغه ځای د خلکو له خوا وسوځول شو. دا په خپله په نړۍ کې د مختلفو دینونو د پیروانو ترمنځ نفرتونه رامنځته کوي چې دا خپلمنځي نفرتونه بیا د یوه هېواد سطحې ته رسېږي چې شاید ورانی او ډېره بدبختي وزېږوي.

ځواب ورکړئ

په ټوله نړۍ کې پر مسلمانانو ظلم روان دی. مسلمانانو پر یوه غیر اسلامي هیواد برید نه دی کړی. په هر هیواد کې چې مسلمان اقلیت ژوند کوي، په هغوی باندې د هغه هیواد د غیر اسلامي حکومتونو له خوا ظلم کیږي. اوس هم غیر اسلامي هیوادونه مسلمانان ترهګر بولي. په فلسطین کې پر مسلمانانو له کلونو راهیسې ظلم روان دی، هیڅ یو غیر اسلامي هیواد غږ نه دی پورته کړی چې اسرایل په فلسطینیانو ظلم کوي. په چین کې مسلمانان له کلونو راهیسې د چین د کمونیست حکومت له خوا تر ډیرو سختیو لاندې ژوند تېروي، خو هیڅ هیواد د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې غږ نه دی پورته کړی چې د چین حکومت په چین کې پر مېشتو مسلمانانو ظلمونه کوي.

ځواب ورکړئ