رسنۍ

فیسبوک وايي چینايي ورانکارو په بهر کې د اختلافاتو رامنځته کولو لپاره نویو تکتیکونو ته مخه کړې ده

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

د فېسبوک د عمومي شرکت میټا چارواکو وویل چې په تېرو اوو میاشتو کې د چین میشتو شبکو له خوا تکتیکونو کې د پام وړ بدلون راغلی دی. [لیونیل بوناوېنچر/ای اېف پي]

د فېسبوک د عمومي شرکت میټا چارواکو وویل چې په تېرو اوو میاشتو کې د چین میشتو شبکو له خوا تکتیکونو کې د پام وړ بدلون راغلی دی. [لیونیل بوناوېنچر/ای اېف پي]

د ټولنیزو رسنیو دغې شبکې د سه شنبې په ورځ /د چنګاښ ۲۰مه/ استرالیایي قانون جوړونکو ته وویل چې د فیسبوک د جعلي حسابونو شبکې له چین څخه پرمخ وړل کیږي او د اختلافاتو رامنځته کولو لپاره نويو تکتیکونو ته مخه کوي.

د بهرنۍ لاسوهنې په هکله د مشرانو جرګې د پوښتنو په وړاندې وضاحت کې، د اصلي شرکت میټا چارواکو وویل چې په تېرو اوو میاشتو کې د چین میشتو شبکو له خوا د پام وړ«تکتیکي بدلون» رامنځته شوی دی.

د میټا ویاند جوش میچین وویل چې چینایي فیسبوک اکاونټونو په زیاتیدونکي توګه هڅه کوله چې د ژورنالستانو، خیریه موسساتو او د عامه اړیکو د شرکتونو په نښه کولو له لارې په عمومي افکارو باندې نفوذ وکړي.

مچین د پوښتنو په ځواب کې وویل، «موږ ګورو چې د تکتیکونو لړۍ په بشپړ ډول بدلون موندلی دی.»

میټا په دې وروستیو کې د چین میشتې شبکې اړوند په لسګونو فېسبوک حسابونه لیرې کړل. دغو حسابونو په اروپا کې د غلطو معلوماتو یو همغږی کمپاین پرمخ بولو.

د غوایي په میاشت کې لیرې کول

د غوایي په میاشت کې، میټا په ټوله نړۍ کې په ټولنیزو رسنیو کې د غلطو معلوماتو خپرونکي له ۲۰۰ څخه ډېر حسابونه چې مرکز یې په چین کې و، له منځه وېوړل.

د دغو شبکو منشأ له چین څخه وه، او د متحده ایالاتو، اروپا، هندوستان، تبت، تایوان، د افریقایي صحرا د جنوب د هېوادونو، جاپان، منځنۍ اسیا او د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د اویغور ټولنې په ګډون ډېرو سیمو کې یې د ټولنیزو رسنیو کاروونکي په نښه کول.‌

هغه وویل، «په وروستي اقدام کې په لویدیځ کې د مخکښو رسنیو شرکت رامینځته کول، په ټوله نړۍ کې د آزادو لیکوالانو ګمارل، د لاریون کونکو د ګمارلو وړاندیز او په افریقا کې د یوې غیرحکومتي موسسې سره یوځای کول شامل دي.»

د میټا د راپور په اساس، په ټویټر کې د نیو ایوروپ ابزروېشن په نامه یوه اکاونټ په اروپا کې د کډوالو او دغه راز د ښځینه او نارینه همجنسبازانو، دوه جنسه وو او جنس بدلو فعالانو په هکله پارونکي مواد خپاره کړي دی.

دغې ډلې د تېر زمري په میاشت کې په یوه ټویټ کې وویل چې هغوی «د نیم وخت» لپاره کسان ګومارلي وو چې په هنګري کې د یوه بشردوست میلیاردر جورج سوروس پر ضد احتجاج وکړي. نوموړی مرستندوی دی چې ډېر وخت د ښي اړخو د توطیې د تیوریو ښکار ګرځي.

د هغوی د ټوېټر ځینو پوسټونو د ښي اړخو د حسابونو وایرسي ټویټونه کارول.

په اروپا باندې د متمرکزو پیغامونو په منځ کې، داسې مواد هم شامل وو چې د چین په سینکیانګ سیمه کې یې د بیجینګ سیاستونه پر مخ وړل.

بیجینګ په تیرو څو کلونو کې له یو ملیون څخه ډیر اویغوریان او نور ډیر مسلمانان، د لیرې لوېدیځ سینکیانګ سیمې اوسیدونکي، ترکي ژبي اوسيدونکي د توقیف مرکزونو او زندانونو په پټه شبکه کې توقیف کړي دي.

په تورونو کې ډله ییز توقیفونه، جبري کار، جبري شنډول، سیستماتیک جنسي تېری او د اویغوریانو د کلتوري او اسلامي اماکنو ویجاړول شامل دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

چین هم خپل خلک داسې ساتلي لکه د پخواني شوروي اتحاد. اورېدلي مې دي چې پخوانی شوروي اتحاد د دوي مربوطه خلک/هېوادونه داسې ساتل چې په هيڅ صورت به غربي یا نورو رسنیو اورېدو ته نه پرېښودل کېده. سیستم یې داسې عیار کړی و چې په شوروي کې خارجي، په ځانګړي ډول غربي رسنۍ هیڅ څوک وا نه وري یا یې و نه ګوري. د چین په اړه مې هم عین شی وا ورېده. یو دوست مو چې په چین کې یې ماسټري کوله، ویل یې؛ په چین کې یې فیسبوک او یوټیوب ته لاس رسي نه درلوده. داسې هم نه وه چې په چین کې څوک سوشل مېډیا ته لاس رسی نه لري بلکي د چینایانو خپل ایپس او سوشل مېډیا وه چې استفاده به یې ځنې کوله. خو زه چې فیسبوک ګورم، د چین د نړیوالې راډیو پاڼه کله کله مخې ته راځي. کله چې د سوشل مېډیا په برخه کې د خپل دوست خبرې را یادوم، وایم چې هر څوک د خپلو ګټو په هڅه کې دی. چینایان په دې پوهېږي چې دلته په افغانستان کې تر ډېره حده افغانان فیسبوک استعمالوي، نو ځکه چینایانو ته دا مهمه ده چې د خپلو ایپونو له لارې نه، بلکې د غربي سوشل مېډیا له لارې افغانانو ته خپل خبرونه او افکار وړاندې کړي. البته، د یادونې ده چې سوشل مېډیا ډېر ځوانان له کاره ایستې، ټولنیز ژوند یې خراب کړی، خلک په ځانګړي ډول ځوانان یې له تعلیم او مطالعې لرې کړي آن خبره اوس اعتیاد ته رسېدلې او خلک یې معتاد کړي دي. زه خپله پر فیسبوک د افغانانو تر منځ له ناندریو سخت رنځ وړم. د دې پر ځای چې مونږ له فیسبوک او یوټیوب څخه ښه استفاده کړې وه، خپل منځي شخړې مو ورته را و ایستې. اصلا مخکې تر دې چې مونږ په ټولنیزو نزاکتونو پوه شو، فیسبوک سره مو مخه شوه. نو دغه حالت د دې په ځای چې مونږ سره راټول کړي، نور مو هم سره پاشي او خرابوي مو.

ځواب ورکړئ

د فیسبوک کارونی زیانونه: فېسبوک د ځوانانو د خپګان سبب شوی که ستاسو زړه تل خپه وي او یا د ستړیا احساس کوئ، نو د دې لوی علت دا دی چې له فېسبوکه ډېر کار اخلئ. په ډنمارک کې ساینسپوهانو په یوه څیړنه کې څرګنده کړې چې هغه ځوانان چې فیسبوک کاروي، له زیات خپګان سره مخامخ او په ژوند کې د پاتي راتلو احساس کوي که چیرته ځوانان غواړي چي تیرې خوشالۍ یې بیرته په ژوند کې راشي نو د فیسبوک په کارولو کې دې بیا کتنه وکړي. دا څیړنه د اف کوپنهیګن پوهنتون ساینسپوهانو کړې او ۱۹۰۵ کال د ځوانانو او د اوسنۍ زمانې ځوانان یې سره پرتله کړي چې تر اوسنیو له جسمي او ذهني پلوه قوي ول. څیړونکو لومړی ځوانان په دوو ګروپونو وویشل په دې څېړنه کې لومړی ګروپ ځوانانو ته د فیسبوک د دوامداره کارونې هدایت وشو او دوهم ګروپ ته د فیسبوک نه کارونې هدایت وشو له یوې اوونۍ وروسته معلومه شوه چا چې فیسبوک نه دی کارولی د بدن وړتیا یې زیاته شوې او هیڅ خپګان یې نه احساساوه او هغه چا چي فیسبوک کارولی د بدن له وړتیا څخه مایوسه وه او په خپل ژوند کې یې خوښي نه احساسوله. څیړونکو ویلي چې که د فیسبوک کارونې ته مو زړه کیږي نو د یو څه وخت له پاره رخصت هم ورکوئ څو د جسم وړتیا مو قوي او په خپل ژوند کې خوشالي راولئ

ځواب ورکړئ

زه چې له ۲۰۱۳ راهیسې فېسبوک کاروم اوس یې له کارولو سخت ناراضه یم. مخکې ښه ټولنیزه شبکه وه، مګر اوس ډېره بې خونده ده. بلخصوص افغانستان کې چې د طالبانو حکومت راغلی فېسبوک له عامو خلکو (فېسبوک کاروونکو) سره ورانی شروع کړی دی. موږ چې د خبر، راپور یا خبرتیا په توګه یو څه خپروو میاشتې میاشتې بندیزونه راباندې لګوي او نه پرېږدي چې نشرات مو تر ډېرو خلکو ورسیږي. دا دفېسبوک یوه ناکامه پالېسي ده چې بندیزونه او محدودیتونه په خپلو کاروونکو لګوي. او که احیانا پر ځای یې بله شبکه راغله نو مطمین یم چې فېسبوک به ډېر ژر له مارکېټ خدای پاماني واخلي. بلخصوص افغانستان کې به یې مینه وال د صفر کچې ته راورسیږي...

ځواب ورکړئ