امنیت

د واګنر له بغاوت څخه وروسته د جګپوړو روسي جنرالانو د ورکېدلو، ګوښه کېدلو او مرګ برخلیک معلوم نه دی

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

په اوکراین کې د روسیې د پوځي عملیاتو قوماندان جنرال سرګي سوروویکین (چپ) او د روسیې د دفاع وزیر سرګي شویګو (منځ) د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین (عکس کې نه دی نیول شوی) له خوا په اوکراین کې د روسیې په پوځي عملیاتو کې د ښکیلو ځواکونو د ګډو کارکوونکو د لیدنې پر مهال چې د لیندۍ په ۲۶مه په یوه نامعلوم ځای کې ترسره شوه، لیدل کیږي. [ګاوریل ګریګوروف/سپوتنیک/ای اېف پي]

په اوکراین کې د روسیې د پوځي عملیاتو قوماندان جنرال سرګي سوروویکین (چپ) او د روسیې د دفاع وزیر سرګي شویګو (منځ) د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین (عکس کې نه دی نیول شوی) له خوا په اوکراین کې د روسیې په پوځي عملیاتو کې د ښکیلو ځواکونو د ګډو کارکوونکو د لیدنې پر مهال چې د لیندۍ په ۲۶مه په یوه نامعلوم ځای کې ترسره شوه، لیدل کیږي. [ګاوریل ګریګوروف/سپوتنیک/ای اېف پي]

مسکو -- په روسیه کې له یوه لغوه شوي بغاوت څخه یوه میاشت وروسته، لا هم د واګنر اجیر ګروپ او د مسکو د جګپوړو پوځي افسرانو په هکله د پام وړ بې باوري موجوده ده.

درې داسې جګپوړي جنرالان دي چې برخلیک یې له بغاوت راهیسې په اوازو او جنجالونو کې ډوب شوی دی.

د جنرال سوروویکین ورکېدل

د روسیې د پوځ جنرال سرګي سوروویکین چې د خپل بې رحمانه تکتیکونو له امله د «جنرال آرماګیډون» په نامه یادېده، په اوکراین کې د روسیې د پوځي عملیاتو له مخکښو قوماندانانو څخه و.

د روسیې د فضايي ځواکونو دا ۵۶ کلن مشر د چیچنیا د دویمې جګړې تجربه لرونکی او په سوریه کې د روسیې د مداخلې تر شا لوړپوړی قوماندان و. هغه د «حلب قصاب» په نامه هم مشهور و.

تورن جنرال ایوان پاپوف په ۱۴۰۱ کال کې [د روسیې د دفاع وزارت]

تورن جنرال ایوان پاپوف په ۱۴۰۱ کال کې [د روسیې د دفاع وزارت]

ډګر جنرال اولیګ څوکوف په ۱۴۰۰ کال کې په کرملین کې په یوه غونډه کې. [کرملین]

ډګر جنرال اولیګ څوکوف په ۱۴۰۰ کال کې په کرملین کې په یوه غونډه کې. [کرملین]

داسې باور کیږي چې سوروویکین د واګنر مشر یوګیني پریګوژین ته نږدې و چې هغه به یې په عام محضر کې د روسیې د تر ټولو تکړه پوځي قوماندان په توګه ستاینه کوله.

پریګوژین د ۱۴۰۱ د تلې په میاشت کې وویل، «سوروویکین یو افسانوي شخص دی؛ هغه مور وطن ته د واقعي خدمت لپاره زېږېدلی دی.»

سوروویکین له هغه وروسته چې د واګنر د لنډمهاله پاڅون څپې تېره میاشت ټولې روسیې ته خپرې شوې، په عام محضر کې ندی لیدل شوی.

هغه وروستی ځل هغه وخت لیدل شوی و چې په یوه غیرمعمولي ویډیوي غوښتنه کې یې د واګنر مشر باندې تاکید وکړ چې خپل سړي را ایسار کړي.

سوروویکین، چې ږیره یې ببره شوې او عصباني معلومېده، د چنګاښ په ۲مه د ټیلیګرام له لارې په یوه پیغام کې وویل، «زه له تاسو څخه غوښتنه کوم چې ودریږئ. دښمن یواځې دې ته انتظار کوي چې زموږ په هیواد کې داخلي سیاسي وضعیت خراب شي.»

نیویارک ټایمز د امریکایي استخباراتو په حواله راپور ورکړی چې سوروویکین د پریګوژین له پلانونو څخه وار له مخه خبر و او ممکن نیول شوی وي.

کرملین دا راپور رد کړی خو د جنرال برخلیک په اړه ناڅرګندتیا دوام لري.

د ولسي جرګې (دوما) د دفاعي کمېټې رئیس اندري کارتاپولوف د چنګاښ په ۲۱مه په ټولنیزو رسنیو کې وویل، «سوروویکین اوس ارام کوي. [هغه] اوس موجود نه دی.»

نیویارک ټایمز د چنګاښ په ۶مه راپور ورکړ چې یوه پخواني امریکایي چارواکي د سوروویکین د ټیلیګرام پیغام د «یرغمل شوي ویډیو» سره پرتله کړ، ویې ویل چې د هغه د بدن حرکات ښیي چې هغه د خپل پخواني ملګري په غندلو کې ناخوښ دی.

د جنرال پاپوف ګوښه کول

د اوکراين په جنوب کې د روسيې د وسله والو ځواکونو د ۵۸م لښکر قوماندان تورن جنرال ايوان پاپوف په يوه ډېر غير معمولي غږيز پيغام کې ويلي چې هغه ګڼو ستونزو ته د پوځي مشرتابه د پام اړولو څخه وروسته له دندې ګوښه شوی دی.

پاپوف په هغه غږیز پیغام کې چې د چنګاښ په ۲۱مه یوه روسي متقاعد ډګر جنرال او د دوما مرستیال اندري گورولیوف خپور کړ، وویل، «ما د دروغ ویلو حق نه درلود؛ له همدې امله ما ټولې هغه ستونزې چې نن ورځ په اردو کې د جنګي کار او ملاتړ په برخه کې موجودې دي، په ګوته کړلې.»

څرګنده نه ده چې پاپوف دا پیغام کله ثبت کړی و.

هغه په اوکراین کې د روسیې د پوځیانو «د توپچي ضد مرمیو نشتوالي، د توپخانې د کشف د سټیشنونو نشتوالی او ډله ییزو مرګ ژوبلو» ته اشاره وکړه.

هغه وویل چې د روسیې جګپوړو قوماندانانو له سرتېرو سره خیانت کړی دی.

دغه ۴۸ کلن سړي، پرته له دې چې د چا نوم واخلي، وویل، «مونږ خپل جګپوړي قوماندان د شا له خوا ووهلو، په خورا سخت او کړکېچن حالت کې یې په خیانت او بې رحمۍ سره د اردو د سرتېرو سرونه پرې کړل.»

۵۸ ګډ وسله وال پوځ د اوکرایین په جنوب ختیځ کې د زاپوریژیا په سیمه کې په جګړه بوخت دی.

د ګری زون ټیلیګرام چینل، چې ګومان کیږي له واګنر سره اړیکې لري او نیم ملیون ګډونوال یې تعقیبوي، راپور ورکړی چې پاپوف وروسته له هغه له دندې ګوښه شو چې هغه د روسیې د وسله والو ځواکونو لوی درستېز والیري ګیراسیموف ته معلومات ورکړل.

د ټیلیګرام چینل وویل، ګیراسیموف په پاپوف باندې د «غلطو معلوماتو او وېرې رامنځته کولو» تور لګولی دی.

په ټیلیګرام کې د ریبار په نامه د روسیې یوه مهم چینل چې ۱.۲ میلیونه کسان یې تعقیبوي، وویل چې پاپوف د سرتیرو په منځ کې خورا لوی ملاتړ لري، لاکن هرڅوک چې د ستونزو په هکله خبرې کوي - په ځانګړې توګه د واګنر له بغاوت وروسته – هغه «دښمن» ګڼل کیږي.

د چینل په راپور کې راغلي، «د پاپوف او ګیراسیموف ترمنځ شخړه اصلي شی چې د روسیې په وسله والو ځواکونو کې د یووالي نشتوالی دی، په ګوته کوي».

د جنرال څوکوف مړینه

آیا ډګر جنرال اولیګ سوکوف د چنګاښ په ۱۹مه د اوکراین په جنوب ختیځ کې د بردیانسک په بندر کې د روسیې له خوا اشغال شوي هوټل باندې د اوکراین په برید کې وژل شوی دی؟

د ماریوپول لپاره د اوکراین د ښاروال مرستیال پیټرو اندریوشینکو چې اوس د روسیې تر واک لاندې ښار څخه بهر فعالیت کوي، د ټیلیګرام پیغام رسونې اپلیکیشن کې وویل، «له څه مودې راهیسې داسې معلومات وو چې د دښمن نظامي مشران هلته اوسیږي،»

په داسې حال کې چې په مسکو کې د دفاع وزارت چوپ دی، د روسیې دولتي تلویزیون او کرملین پلوه پوځي بلاګران وايي چې د جنوبي نظامي ناحیې ۵۱ کلن مرستیال قوماندان د کییف له خوا د برتانیا جوړ سټارم شیډو کروز توغندیو په شوي برید کې وژل شوی دی.

د بي بي سي د راپور په اساس، د دفاع وزارت هیڅ رسمي اعلان نه دی کړی چې څوکوف دې سږ کال د اوکراین په ختیځ کې د ۱۴۴مې موټریزې پلې فرقې د قوماندان په توګه دندې څخه د روسیې د جنوبي نظامي ناحیې د مرستیال قوماندان په توګه ترفیع کړې وي.

یادې رسنۍ وویل، دغه پوځي ناحیه د روسیې د جنوبي سیمو او د اوکراین د اشغال شویو سیمو په ګډون تر ټولو لویه برخه لري، او وزارت یا په قوماندې کې د بدلونونو په تفصیل کې سست و او یا یې په ساده ډول د دوی په بشپړ ډول اعلانولو څخه ډډه کړې وه.

د دوما مرستیال ګورولیوف هم په دولتي سیاسي خبرو اترو کې چې د چنګاښ د ۲۰مې په ماښام خپرې شوې، د څوکوف مړینه تایید کړه او ویې ویل چې هغه «د اتلولۍ په مرګ مړ شو».

د ۱۴۰۰ د کب په میاشت کې په اوکراین باندې د روسیې د عملیاتو له پیل راهیسې تر اوسه له لسو نه ډېر جنرالان او جګپوړي پوځي شخصیتونه د عملیاتو پر وخت وژل شوي دي.

د څوکوف د مړینې راپورونو د نیوکو نوې څپې راپورته کړي دي.

په ټیلیګرام کې د زاپیسکي ویتیرینا (د یوه سابقه کار یادښتونه) په نامه یوه چینل وویل، «ویل یې سخت دي، لاکن د دښمن د اطلاعاتو کیفیت زمونږ په پرتله بهتر دی».

د ریبار ټیلیګرام اکاونټ په مسکو کې د جیګپوړو چارواکو په سستۍ نیوکه کړې او ویلي یې دي چې لویدیځ له اوکراین سره مرسته وکړه چې په فضا کې د سپوږمکۍ او «په ځمکه کې د مخبرانو» په کارولو سره مهم روسي اهداف په نښه کړي.

ریبار وویل، «هرڅوک پوهیږي؛ هرڅوک خبر دی، لاکن هیڅ اقدامات نه کیږي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د روسیې او د نړۍ د ټولو هیوادونو ملکي وګړو ته په پوره درناوي سره، خو د دغو کسانو له مخونو څخه څرګندیږي چې په بېلابېلو جرمونو، په تېره بیا د اوکراین په خاوره کې روانو جنایتونو کې لاس لري. د قاتل څېره د هغه د ګناه او جرم شاهدي ورکوي. هر هغه هېواد چې پر بل هېواد بريد کوي، د هغه هېواد ښځې او ماشومان وژني، هغه عزت نه ترلاسه کوي بلکې جنایت ترسره کوي. دا کار پخوا یو ویاړ ګڼل کېده، خو په دې ۲۱مه پېړۍ کې دا ډول عمل جرم ګڼل کېږي.

ځواب ورکړئ