امنیت

په ایران باندې فشار دی چې پاکستاني یاغي ډلو ته پناه ورکول ودروي

د زرک خان راپور

پاکستاني پولیس د زمري په ۱۷مه په کراچۍ کې د سند د ترهګرۍ ضد ادارې په دفتر کې راټولیږي. [زرک خان/پاکستان فارورډ]

پاکستاني پولیس د زمري په ۱۷مه په کراچۍ کې د سند د ترهګرۍ ضد ادارې په دفتر کې راټولیږي. [زرک خان/پاکستان فارورډ]

اسلام اباد -- د پولې پورې غاړې څخه تنظیم شویو بریدونو کې د زیاتوالي په ترڅ کې، اسلام اباد یو ځل بیا پر تهران فشار راوړی چې د هغو پاکستاني ترهګرو ډلو ملاتړ ودروي چې د ایران په خاوره کې یې پناه اخیستې ده.

پاکستاني چارواکو وویل، دا مسئله د دواړو هیوادونو د لوړ پوړو چارواکو په وروستیو غونډو کې د خبرو اترو مهمه برخه وه.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د زمري په ۱۲مه اسلام اباد ته د سفر په ترڅ کې له خپل پاکستاني سیال بلاول بوټو زرداري سره وکتل.

له هغه دوه اونۍ وړاندې د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال سید عاصم منیر تهران ته تللی و او هلته یې د ایران د وسله والو ځواکونو د لوی درستېز ډګر جنرال محمد حسین باقري په ګډون لوړ پوړو ایراني چارواکو سره وکتل.

د پاکستان پوځ د چنګاښ په ۲۵مه له کتنې څخه وروسته په یوه اعلامیه کې وویل، منیر او باقري «هوکړه وکړه چې ترهګري په عمومي توګه د سیمې او په ځانګړې توګه د دواړو هېوادونو لپاره یو ګډ ګواښ دی.»

په اعلامیه کې ویل شوي، «هغوی ژمنه وکړه چې د استخباراتي معلوماتو شریکولو او د ترهګرو شبکو پر وړاندې د اغیزمنو اقداماتو له لارې به په سرحدي سیمو کې د ترهګرۍ ګواښ له منځه وېسي، او د امنیت په برخه کې به د همکارۍ د زیاتولو لپاره لارې چارې لټوي.»

منير د خپل دوه ورځني سفر په ترڅ کې له امير عبداللهيان او د ايران ولسمشر ابراهيم رئيسي سره د سيمه ييزې سولې او ثبات لپاره د پاکستان او ايران د اړيکو پر اهميت هم خبرې وکړې.

د پولې پورې غاړې څخه بریدونو کې زیاتوالی

امنیتي او د بهرنیو چارو وزارت چارواکو چې په دې کتنه کې یې برخه اخیستې وه، د دوستۍ له ښودلو سره سره وویل چې په دې وروستیو کې د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکې ترینګلې شوې دي.

دا ورانکاري، په ځانګړې توګه په بلوچستان ایالت کې د پاکستان امنیتي منسوبینو او سرحدي پوستو باندې د بریدونو له زیاتوالي څخه منشأ اخلي، او د هغو پاکستاني اورپکو له خوا تنظیمیږي چې په ایران کې یې پناه اخیستې ده.

د پاکستان پوځ د غبرګولي په ۱۱مه وویل، وسله والو د ایران پولې سره په سنګوان سیمه کې د پاکستان پر امنیتي پوسته برید وکړ، چې په ترڅ کې یې دوه پوځیان ووژل شول.

د پاکستان پوځ د وري په ۱۲مه په یوه بیان کې وویل چې له ایران سره پولې ته څېرمه د بلوچستان په کیچ ولسوالۍ کې د هغوی څلور پوځیان د یوې «ترهګرې ډلې» له خوا وژل شوي دي.

پوځ ویلي، د دغه برید په اړه یې ایران ته خبر ورکړی، او هیله یې څرګنده کړې چې په راتلونکي کې د دغه ډول بریدونو مخه ونیسي.

د مرغومي په میاشت کې له یوه ورته برید څخه وروسته چې په کیچ کې یې څلور پاکستاني سرتیري ووژل، د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په ایران غږ وکړ چې د «سرحدي بریدونو» لپاره د خپلې خاورې د استعمال مخه دې ونیسي.

بریدونه د ایران له خاورې څخه شوي دي

د پولې په اوږدو کې د تاوتریخوالي له زیاتوالي سربیره، پاکستاني اورپکو ډلو، په ځانګړې توګه د بلوچستان د ازادۍ پوځ (بي اېل ای) او بلوچ لیبریشن فرنټ (بي اېل اېف) چې مشري یې په ایران کې پټ شوي کسان کوي -- خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.

هغوی بلوچستان ایالت او د کراچۍ بندري ښار په نښه کړي دي.

جېمز ټاون فاونډېشن د ۱۴۰۰ د کب په میاشت کې په یوه راپور کې وویل، هغوی د ایران له نرم چلند څخه برخمن دي.

دغه څېړنیز بنسټ چې مرکز یې په واشنګټن کې دی، وویل، ځکه چې د ایران امنیتي ځواکونو «هغوی او نورو بلوڅ یاغي ډلو ته مصؤنیت او پناه ورکړي دي.»

په راپور کې راغلي، پاکستانۍ ډلې له دغه مصؤنیت څخه په استفادې سره د جیش العدل په نامه یوه ایرانۍ وسله واله ډله باندې، چې د ایران په سیستان او بلوچستان ایالت کې د بلوڅ توکمې ټولنې پر وړاندې د ناوړه چلند له امله د تهران مخالفت کوي، بریدونه ترسره کوي.

د سې شنبې په ورځ (د زمري ۱۷مه)، بي اېل اېف د هغه برید د ترسره کولو ادعا وکړه چې یوه ورځ مخکې یې د کراچۍ په لیاري سیمه کې یو پاکستانی عسکر وواژه.

د غبرګولي په میاشت کې، بي اېل ای له یوې ښځینه وژونکې څخه په استفادې سره د یوه ځانمرګي برید، چې د بلوچستان په تربت ولسوالۍ کې یې امنیتي ځواکونه په نښه کړل، مسؤلیت په غاړه واخیست.

د کب په میاشت کې، په بلوچستان کې د ترهګرۍ ضد ادارې چارواکو وویل چې افسرانو یوه ځانمرګې بریدګره، چې بي اېل اېف سره تړاو لري، نیولې ده.

په اسلام آباد کې د امنیتي چارو شنونکي ضمیر قریشي وویل، «تهران ځان د پاکستان د یوه متحد په توګه وړاندې کوي، لاکن په خپله خاوره کې د بي اېل ای او بي اېل اېف ته د پناه ورکولو کړنې د پاکستان امنیت خرابوي.»

قریشي یادونه وکړه، چې تهران ته په خپل وروستي سفر کې، د پاکستان د پوځ لوی درستیز د ایران رژیم څخه په ښکاره توګه وغوښتل چې د پاکستاني وسله والو ډلو، چې په ایران کې پټنځایونه جوړ کړي، د فعالیت مخه ونیسي او د پولو امنیتي تدابیر زیات کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

8 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

پاکستان : له جنګ پرته سقوط هغه هېوادونه چې په مصنوعي ډول د سیاسي غرضونو په خاطر جوړ شوي وي، عمر یې هم تر هغه دوام کوي چې سیاسي ضرورت یې محسوس وي. پاکستان د داسې يو هېواد په توګه راتخلیق شوی چې د ملت جوړونې ، دولت جوړونې او هېواد جوړونې رغنده عناصر نه شي پوره کولای. دې هېواد خپل کلتور له هندوستانه، دین له عربستانه او د خاورې زیاته برخه له افغانستاته راخپل کړي دي، تاریخ نه لري ، ملت نه لري او اقتصاد نه لري. شاوخوا ټول ګاونډیان یې له هره پلوه پر ده غښتلي دي. هندوستان هم تاریخ لري ، هم ملت ، هم دولت او هم اوسمهال د نړۍ پنځم اقتصادي قوت دی، پوځي بودجه یې تر پاکستانه نږدې ( لس ځله ) زیاته ده. چین د نړۍ دویم پوځي او اقتصادي ځواک دی، چین هم تاریخ لري ، هم ملت او هم دولت.ایران د نړۍ یو متمدن هېواد دی ، هم تاریخ لري، هم مذهب او هم دولت، له اقتصادي او پوځي پلوه د نړۍ د شلو مطرحو هېوادونو په لیکه کې ودرېږي ، افغانستان ، تاریخ لري ، کلتور لري ، ملت لري ، ابرو او عزت لري ، خپلې خوږې اوبه لري ، قیمتي کانونه لري ، خو اوسمهال متمدن دولت نه لري ، جګړې یې اقتصاد ځپلی خو د پیسو ارزښت یې تر پاکستانه څلور برابره لوړ دی. پاکستان نه تاریخ لري ، نه ملت لري او هم ټینګه عقیده، یوازې پوځ لري او دولت . دولت یې پوځ ساتي او پوځ یې دولت .

ځواب ورکړئ

د یو هېواد په توګه د پاکستان د بقا دا دوه عنصره ( پوځ او دولت ) نوره هغه پخوانۍ ارګانیکه رابطه نه شي ساتلی ، اوس دا انډول له تزلزل سره مخ دی.د دولت خزانه تشه ده ، دا خزانه نوره د دې جوګه نه ده چې خپل پوځ تغذیه کړي او پوځ هم نور د دې جوګه نه دی چې بې خزانې او بې ګټې دولت وساتي او یا یې وساتلای شي ، که ساتي یې هم نو په کوم قوت او کوم قېمت یې ساتي؟ تر اوسه پورې خو پاکستان له مذهبي کارخونو څخه تغذیه کېده ، په همدې فابریکو کې یې عسکر او پیسې تولیدولي ، اوس نو هغه تولیدات ډېر بازار نه لري ، د کشمیر مسله تقریباً د هند تر کنټرول لاندې ده، د افغان جهاد لپاره نور د عربو او عجمو پیسې نه راځي ، چې پاکستان په کې خپل کمېشن واخلي، امریکا ته نور د منطقې د ژاندارم او دلال رول نه شي لوبولای، امریکا او غربي نړۍ ته هندوستان تر پاکستانه شل ځله زیات ارزښت او درنښت لري، امریکا هند ته د چین پر وړاندې د یو ستراتیژیک ملګري په سترګه ګوري، پاکستان بیا له چین سره د نږدې اړیکو له امله د غربي نړۍ له نظره له سیاسي او اقتصادي انزوا سره مخامخېدونکی دی. پاکستان په نړیوال اقتصادي مارکېټ کې خپل اعتبار دومره بایللی ، چې څوک پرې له ګټې سره سره د پور د ورکړې باور هم نه کوي . خو له بهرنۍ نړۍ سره د هندوستان د کلنیو اقتصادي اړیکو کچه د پاکستان د ټولو کورنیو کلنیو عوایدو تر کچې هم پورته کېږي. پر۲۰۲۲م کال د پاکستان ( GDP) کورني ناخلص ملي عواید او د پیسو کلنی دوران (376,53 ) ملیارده ډالر و ، خو د هندوستان بیا دا رقم (3383,09) ملیاردو ډالرو ته ورسېده، تېر کال د پاکستان د پوځ بودجه نږدې (10) ملیارده ډالره وه او د هندوستان ( 81,4) ملیارده ډالرو ته پورته شوه.

ځواب ورکړئ

د ځینو ارقامو له مخې پاکستان تر دې دمه شاوخوا ( 124,3) ملیارده ډالره پوروړی دی ، چې هر کال باید لږ تر لږه ( 10) ملیادره ډالره د هغه پور ګټه ورکړي . نړیوال اقتصادي وېسسايټونه وایي اوس هر پاکستانی وګړی (1127) امریکايي ډالر پوروړی دی. په مقابل کې چین ، هند او ایران نه یوازې دا چې پوروړي نه دي ، بلکې نوره نړۍ یې پوروړې ده . زموږ ګلالی افغانستان هم تر پاکستانه ډېر ښه دی ، ژوند یې جګړې ځپلی ، غربت شته، خو د چا پورودي نه دی ؛(۹) ملیارده ډالر مو لا نغد نړۍ سره بند دي. پاکستان سږ کال د خپلو شتو الوتکو لپاره سونتوکي نه شول برابرولای ، خو هندوستان د (۵۰۰) نویو الوتکو د اخیستو اعلان وکړ، په داسې حال کې چې د پاکستان اقتصاد مخ پر ځوړ روان دی ، د وړاندوینو له مخې د هند اقتصاد به د سږ کال په پای کې د (۶،۷ ) سلنې ودې شاهد وي ، په داسې حال کې چې پاکستان د افغانستان خاورې ته سترګې نیولي ، هند په فضا کې له سپوږمۍ څخه خپله غېږه راتاوه کړه او د لمر تر څنډو رسېدونکی ښکاري. پر افغانستان باندې له ګڼو بندیزونو سره سره افغاني هوایي شرکتونو( اریانا او کام ایر) نږدې (۶۰) ملیونه ډالر ګټه تر لاسه کړې ده.د قوشتېپې د سترې پروژې تر څنګ ځینې نورې مهمې پروزې هم تر کار لاندې دي. په داسې حال کې چې افغانۍ په تېرو کلونو کې خپل ثبات ساتلی ، خو پاکستانۍ کلداره د خپل تاریخ تر ټولو ټیټ حد ته رسېدلې ده ، پاکستانۍ کلداره په دوو کلونو کې د انفلاسیون تر ټولو هغه خراب حالت ته رسېدلې چې بانکنوټ په کې د یو عادي کاغذ حد ته راټیټیږي او خپل باور له لاسه ورکوي. د انفلاسیون خراب حالت هغې کچې ته وايي چې پیسې په کې د تېر کال په انډول خپل ارزښت سل سلنه راټيټ کړي ، خو پاکستانۍ کلدارې په تېرو دوه کلونو کې دا حالت څلور ځله غبرګ کړی دی.

ځواب ورکړئ

دا سې یو حالت د نړۍ په ډېرو کمو هېوادو کې پېښ شوی دی . هر هېواد چې له داسې یو حالت سره مخ شي ، هلته پر خپلې کرنسۍ د خلکو اجتماعي باور له منځه ځي، ټولنیزه او اقتصادی بې ثباتي رامنځته کېږي او ټولنیزه بې ثباتي بیا د حکومتونو د سقوط لامل ګرځي . پاکستان هم همدغسې یوې باریکې نقطې ته رسېدلی دی . پاکستان اوس نه یوازې له اقتصادي بحران سره مخ دی ، بلکې ټولنیزه نارضایتي ، بې ثباتي او بې باوري هم په کې په څپو ده. پخوا به چا د پوځ نوم په پټه هم په بده نه شو اخیستلای ، خو اوس خلک په ډاګه پوځ ته د ترهګر خطاب کوي ، نو که دا حالت څه موده نور هم همداسې دوام وکړي او بیا هم کوم عرب او عجم د پاکستان د نجات لپاره څه نقد سوغاتونه او پورونه ور ونه لېږي ، نو د دې احتمال شته چې پاکستان د یو دولت او هېواد په توګه د سقوط له خطر سره مخ شي. پر اقتصادي بحران سربېره پاکستان د اوبو له بحران سره هم مخ دی ، سیاسي بې ثباتي هم په کې اوج ته رسېدلې ده ، د ملک وارث او مالک هم معلوم نه دی ، هېڅوک د ملک د وراثت او مالکیت احساس نه کوي ، د سیاسي مشرۍ خلا په کې له ورایه محسوس ده . که دا مهال افغانستان کې داسې یو ملي او مترقي حکومت وای چې له نړۍ سره یې ښه اړیکي درلودلای، د هند په شان یې خپلې اوبه مهار کړې وای ، د خپل اقتصاد پیاوړتیا او علمي پرمختیاوو ته یې پام کړی او د مرحوم موسی شفیق په فکر یې خپل اقتصاد ته تر هر څه ډېره پاملرنه کړې وای ، نو د دې زیات احتمال و چې پاکستان ته مو له وسلوالې جګړې پرته په اقتصادي جنګ کې ماته ورکړې وای . د همداسې یو تدبیر او د همداسې یوې ورځې د رسېدو په هیله. پوهاند محمد اسماعیل یون

ځواب ورکړئ

زه د ډنمارک حکومت د دغه تصمیم هرکلی کوم او د ډنمارک خلکو ته د ښه ژوند هیله کوم. خدای دې وکړي چې د نړۍ ټول ولسونه یو د بل احترام وکړي. کاش چې ټول انسانان یو د بل د مذهب او عقیدې درناوی وکړي. که داسې وشي، زه باوري یم چې په نړۍ کې به جنګونه له ۵۰٪ نه ډېر راکم شي. انسانان به په خوښۍ سره ژوند وکړي. د ډنمارک د عدلیې وزیر پیټر هملګارډ خبریالانو ته وویل حکومت داسې یو قانون وړاندې کوي چې له مخې یې "د مذهبي مقدساتو سره نامناسب چلند منع دی." هغه وویل چې د دې قانون هدف په ځانګړي ډول په عامه ځایونو کې د مقدسو کتابونو د سوځولو او بې حرمتۍ مخنیوی دی. هملګارډ وویل چې د قران سوځول "له سپکاوي ډک او بې رحمه عمل" دی چې "ډنمارک او د ډنمارک ګټو ته زیان رسوي." نوی قانون به د ډنمارک د جزا قانون په دولسم فصل کې شامل شي، کوم چې ملي امنیت پوښي. هملګارډ وویل چې د قران په سوځولو د بندیز "انګیزه" ملي امنیت ته پېښ ګواښونه وو. هغه وویل: "موږ نشو کولی لاس تر زنې کښینو په داسې حال کې چې یو شمیر کسان هر هغه څه کوي چې د خلکو احساسات او له تاوتریخوالي ډک غبرګونونه راوپاروي." ددغه قانون له مخې به انجیل، تورات، صلیب او نورو مقدسو مذهبي کتابونو او نښو ته هم سپکاوی منع وي. ددغه قانون ماتوونکي له نقدي جریمې او دوه کاله بند له سزا سره مخامخ کیږي.

ځواب ورکړئ

دا یوه نوې موضوع ده چې ایران په خپله خاوره کې پاکستاني جنګیالیو ته پناه ورکړې ده. دغو دوو اسلامي هېوادونو د افغانستان په جګړه کې د ښکېلو ډلو ملاتړ کړی چې افغانستان په کنډوالې بدل کړي. د افغانستان پر وړاندې د دغو دوو هېوادونو موخه دا وه چې په هر ډول ممکنه توګه افغانستان وران کړي. اوس دا دواړه هېوادونه په سړه جګړه کې ښکېل دي. که دا دواړه هېوادونه په [ګرمه] جګړه کې ښکېل شي، ښايي په افغانستان کې جګړه پای ته ورسېږي. د افغانستان جګړه تل د دغو دوو هېوادونو له خوا توده شوې ده. ایران او پاکستان په افغانستان کې دننه د یوې ډلې جنګیالیو ملاتړ کړی او هغو ډلو ته یې د جګړې تجهیزات ورکړي چې افغانستان بې ثباته کوي. له الله تعالی څخه غواړو چې هر هغه هېواد چې په افغانستان کې جګړه غواړي په خپله په جګړه کې ښکېل کړي. دغو دوو هېوادونو افغانستان تباه کړ. خدای دې وکړي چې د دغو دواړو هېوادونو حالات زموږ تر دې هم بدتر شي. څاه جوړونکی تل په څاه کې وي.

ځواب ورکړئ

مامخکې هم ویلي ول، چې ایران او پاکستان دواړه په نړۍ کې د ترهګرۍ د تقویت او ملاتړ ځالې دي. دا اوس ښه لوبه روانه ده، چې ایران په کستان او پاکستان په ایران کې د یو بل پرضد ترهګرې ډلې تقویه کړي او انتحار او انفجار ته زور ورکړي. ددې دواړو هیوادنو له لاسه، خو زموږ دا څلور لسیزې ښه ورځ نشته. بس په دې ارمان یم، چې دا دواړه هیوادونه لکه اوکراین وران ویجاړ شي، ایله به مې زړه پرې یخ شي

ځواب ورکړئ

زه خو چې د پاکستان نوم لولم یا اورم، ذهن ته مې ترهګر او ترهګري راځي. دلیل یې دا دی چې د دغه هېواد له تاسیس راهیسې، افغانستان، کشمیر، هندوستان، ایران او حتی د هند سمندر ماهیان د پاکستان د پوځ او استخباراتو د ترهګریزو فعالیتونو له امله په ستونزو کې شپې ورځې تېروي. دغه خبیث پوځ او آی اېس آی د تېرو ۴۵ کالونو په ترڅ کې په افغانستان کې په لکونو افغانان ووژل او داسې یې ووژل چې پخپله د افغانانو په لاس یې ووژل. اکثر افغان وسله وال ګروپونه چې د تېرو څلورو لسیزو په ترڅ کې یې د افغانستان د مرکزي حکومت پر ضد فعالیت کړی، د پاکستان او یو شمېر یې د ایران له خوا تربیه او حمایه شوي دي. په هند کې هم چې هر څه ترهګریز فعالیت شوی، تر شا یې د پاکستان لاس دی. په امریکا کې که ترهګریز برید شوی، تر شا یې د پاکستان یا پاکستاني لاس دی. زه دې ته حیران یم چې نړۍ واله ټولنه ولې دغه خبیث مملکت د هغه په ترکیبي اجزاوو؛ پښتونستان، بلوچستان، سندودیش او پنجاب نه تقسیموي چې هم یې افغانستان له شر څخه خلاص شي هم هندوستان، ایران او هم د نړۍ نور سوله خوښي هیوادونه؟

ځواب ورکړئ