اقتصاد

افغانان په چینايي شرکتونو تور لګوي چې د هېواد کانونه یې لوټي

د عمران راپور

په عکس کې چې د غبرګولي په ۴مه اخیستل شوی، د میدان وردک ولایت په سیداباد ولسوالۍ کې د مرمرو د یوه کان عمومي منظر لیدل کیږي. [وکیل کوهسار/ ای اېف پي]

په عکس کې چې د غبرګولي په ۴مه اخیستل شوی، د میدان وردک ولایت په سیداباد ولسوالۍ کې د مرمرو د یوه کان عمومي منظر لیدل کیږي. [وکیل کوهسار/ ای اېف پي]

هرات -- چین په وروستیو کلونو کې خپلې هڅې ګړندۍ کړي چې د افغانستان د کانونو او تر ځمکې لاندې زېرمو کنټرول ترلاسه کړي.

په تېرو دوو کلونو کې تر ۵۰۰ ډېر چینايي پانګوال د افغانستان په کانونو کې د پانګونې په موخه افغانستان ته راغلي او شاوخوا ۱۰۰ چینايي شرکتونو د هېواد د کانونو په برخه کې د پانګونې په موخه ځانونه د کانونو او پټرولیم وزارت سره ثبت کړي دي.

خو شنونکي وايي، دا ډول پانګونه د بیجینګ په ګټه تمامېږي، په داسې حال کې چې افغانستان ته ډېره لږه ګټه ور رسوي.

د چین یوه دولتي شرکت په چنګاښ میاشت کې په سرپل ولایت کې د امو سیند د نفتو او ګازو قرارداد ترلاسه کړ او استخراج یې پیل کړی دی.

په عکس کې چې د غوایي په ۲۷مه اخیستل شوی، په مس عینک کې د یوه چینایي کنسرسیوم مرکز لیدل کیږي.‌ یو لرغونی بودایي ښار چې کابل ته نږدې په لوګر ولایت کې په لوړو څوکو کې کیندل شوی د تل لپاره د ورکېدلو له خطر سره مخامخ دی. یو چینایي کنسرسیوم هڅه کوي چې په نړۍ کې د مسو له یوې لویې زېرمې څخه په ناوړه استفادې سره هغه له ستوني تېر کړي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

په عکس کې چې د غوایي په ۲۷مه اخیستل شوی، په مس عینک کې د یوه چینایي کنسرسیوم مرکز لیدل کیږي.‌ یو لرغونی بودایي ښار چې کابل ته نږدې په لوګر ولایت کې په لوړو څوکو کې کیندل شوی د تل لپاره د ورکېدلو له خطر سره مخامخ دی. یو چینایي کنسرسیوم هڅه کوي چې په نړۍ کې د مسو له یوې لویې زېرمې څخه په ناوړه استفادې سره هغه له ستوني تېر کړي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

یوه بله چینایي کمپني هڅه کوي چې د افغانستان له کانونو څخه د قیمتي لیتیم د استخراج حق ترلاسه کړي. دغه راز، چینایان هڅه کوي چې د لوګر ولایت د عینک د مسو کان ته بشپړ لاسرسی ولري.

له لیتیم او مسو څخه د نقلیه وسلو، بیټریو او ګرځنده تلیفون په صنعتونو کې په پراخه کچه کار اخیستل کیږي.

په هرات کې مېشت د سیاسي چارو یوه شنونکي نادر عظیم وویل، «چین رامخ ته شوی ... ترڅو د افغانستان له کانونو څخه ډېره ګټه ترلاسه کړي. چین به په کوچنیو پانګونو سره غټې ګټې ترلاسه کړي،»

هغه وویل، «د افغانستان په کانونو کې د چین پانګونه به د افغانستان له اقتصاد سره مرسته ونه کړي -- دا به د چاپېریال ستونزې هم رامنځته کړي.» "په اوسنۍ خلا کې چین هڅه کوي چې د افغانستان زیاتره قیمتي کانونه ترلاسه کړي.»

عظيم وويل، چين له سیالانو پرته د افغانستان د کانونو د استخراج لپاره د واحدې منبع قراردادونه ترلاسه کوي، او زياته يې کړه چې بيجينګ له دې حالت څخه ډېره ګټه پورته کوي.

د بادغیس ولایت یوه قومي مشر دین محمد وویل، په داسې حال کې چې کانونه د افغانستان په خلکو پورې اړه لري،په اوسني وضعیت کې د کانونو له استخراج څخه هغوی هیڅ ګټه نه ترلاسه کوي.

هغه وویل، «چین د دې پر ځای چې په اوسني ستونزمن حالت کې له افغانانو سره مرسته وکړي، زموږ د کانونو لوټلو ته مخه کړې ده.»

هغه زیاته کړه، «له چین سره د کانونو قراردادونه باید شفاف وي او معلومات باید له خلکو سره شریک شي، خو دا قراردادونه تر ډېره په پټه ترسره کېږي. کانونه ملي شتمني ده چې د هر چا ملکیت دی. د کانونو د استخراج هر ډول غیر عادلانه معامله یو ملي خیانت دی.»

د کانونو لوټل دوام لري

عیني شاهدان وايي، په ځینو ولایتونو کې د افغانستان له کانونو څخه د قیمتي زیرمو پټ استخراج روان دی.

د هلمند یوه اوسېدونکي د نوم د نه ښودلو په شرط سلام ټایمز ته وویل، د هلمند ولایت په خانشین او دیشو ولسوالیو کې اېستل شویو کانونو څخه په لسګونو لارۍ ډکیږي چې لومړی پاکستان ته ځي او بیا چین ته وړل کېږي.

دغه دوه ولسوالۍ د لیتیم او مرمر ډبرو زېرمې لري.

هغه وويل: «ما څو څو ځلې چينايي اتباع ليدلي چې په هلمند کې د کانونو استخراج کوي. خلک اجازه نه لري چې د ساحو عکسونه واخلي.»

هغه زیاته کړه، «پخوا د کانونو کیندلو فعالیتونه ډېر کم وو، خو په وروستیو میاشتو کې زیات شوي دي. لویې لارۍ په کانونو کې بارېږي او له دښتو او لیرې پرتو سیمو څخه تیریږي. د کانونو کیندلو لپاره ماشینونه راوړل شوي چې شپه ورځ کار کوي.»

د کانونو ناقانونه استخراج یوازې په هلمند ولایت پورې محدود نه دی.

د کونړ ولایت اوسېدونکو هم د کانونو د پراخ استخراج خبر ورکړی او وایي چې حاصلات یې له هېواد څخه بهر ته وړل کېږي.

په هغو کې د چپې درې او ماڼوګي ولسوالیو د قیمتي ډبرو کانونه شامل دي چې تورمالین، کونزایټ، کرسټال، مورګانیټ او نور منرالونه لري.

د ماڼوګي ولسوالۍ يوه اوسېدونکي صاحب خان وويل، چينايي انجنيران د کانونو په استخراج کې لاس لري او هره ورځ قيمتي ډبرې د موټرو په وسیله بهر ته لېږدول کېږي.

هغه وويل، «پخوا ځايي خلکو په ټیټه سطحه د قيمتي ډبرو د کيندنو فعاليتونه ترسره کول، خو په دې وروستيو کې ځايي زورواکو دغه کانونه نيولي او د چين د کارپوهانو په همکارۍ قيمتي ډبرې استخراجوي،»

هغه وویل، «دا ډبرې ډېرې قیمتي دي او په افغانستان کې بازار نه لري... چینایان دا ډبرې د پاکستان له لارې چین ته لېږدوي. استخراج یې په بشپړ محرمیت کې کېږي او عامو خلکو ته اجازه نه ورکول کېږي چې د کانونو کیندنې ساحو ته ورشي.»

خان وویل، د سیمې اوسیدونکو د قیمتي ډبرو له استخراج څخه لږ عواید ترلاسه کول، خو په تیر کال کې هغوی هیڅ نه دي ترلاسه کړي.

د افغانستان د پرمختګ مخه نیول

څارونکي وايي، په کانونو کې پانګونه او افغانستان ته په ناڅرګندو شرطونو د پورونو ورکول د چین هغه لاره ده چې هڅه کوي پر دغه هېواد کنټرول ټینګ کړي.

په سوېډن کې مېشت افغان مدني فعال سید اشرف سادات وویل، افغانستان ته د درنو پورونو په ورکولو سره، د چین حکومت غواړي د ځینو افریقايي هیوادونو تجربې تکرار کړي.

هغه وويل، «ځينو افريقايي هېوادونو ته د غټو پورونو په ورکولو سره، چين په بشپړه توګه هغوی تر خپل واک لاندې راوستي دي. د چین هدف دا دی چې د دوی له کانونو او طبیعي زیرمو څخه د ګټې اخیستنې لپاره د لویو پورونو په ورکولو سره ضعیف حکومتونه ځان ته تابع کړي.»

هغه وویل، «د کانونو په سکټور کې د پانګونې له لارې، چین غواړي په افغانستان کې خپل نفوذ پراخ کړي. چین غواړي نړۍ ته وښيي چې پر افغانستان کنټرول لري او کولی شي د دغه هېواد غني کانونو ته په اسانۍ لاس رسی ولري.»

سادات خبرداری ورکړ چې، خو د چین پانګونه او پورونه به د افغانستان د ودې او پرمختګ مخه ونیسي.

په هرات کې مېشت یوه اقتصاد پوه محمد رفیع حمیدي وویل، چین په خامو موادو ډېر تکیه کوي او هڅه به وکړي چې په هر قیمت د افغانستان د کانونو شتمنیو ته لاسرسی ومومي.

هغه وويل، «د منرالونو په برخه کې، افغانستان د چين لپاره يو مناسب فرصت دی. په ډېر کم لګښت سره، په اسانۍ سره ارزښتناکه کانونه استخراجوي. د افغانستان سره د نږدې کیدو له امله، [چین] کولی شي په اسانۍ سره کاني مواد چین ته انتقال کړي.»

حمیدي وویل، «له بده مرغه چین په افغانستان کې د خپلو کانونو په قراردادونو کې نړیوال معیارونه نه مراعاتوي. دا قراردادونه ډېر ساده او یو اړخیز دي. په نتیجه کې، افغانستان د کانونو له دغو قراردادونو څخه ډیره لږه ګټه ترلاسه کوي.»

حمیدي زیاته کړه، د کانونو د قراردادونو په چمتو کولو کې باید نړیوال متخصصین ونډه ولري.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

7 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د افغانستان د پرځیدلي جمهوري نظام ولسمشر محمد اشرف غني په یوه تازه مرکه کې د چین پر هغو ژمنو توندې نیوکې کړي، چې په افغانستان کې یې د پانګونو په اړه کړې دي. ښاغلي غني ویلي، په افغانستان کې د چین د پانګونې نوې ژمنې خیالي دي او دې هېواد پخوا هم په ګڼو برخو کې د پانګونې تړونونه لاسلیک کړي، چې یو یې هم نه دی عملي کړی. هغه په دې برخه کې د چین لخوا د ۱۰ زرو کورونو د جوړولو ژمنه، د یو شمېر کانونو د استخراج تړونونه او نور یاد کړي او ویلي، چې په چین کې د دغو ژمنو د عملي کولو دستګاوې کمزورې او افغانستان ته په لوړه بیه تمامیدونکې دي. د ښاغلي غني نیوکو ته چینایي او پر افغانستان واکمنو طالب چارواکو غبرګون نه دی ښودلی. دا په داسې حال کې ده، چې تېره اوونۍ د چین ولسمشر د دغه هېواد لپاره د طالبانو د رژیم د سفیر بلال کریمي باور لیک ومانه. دغه کار د امریکا متحدو ایالتونو په ګډون د طالبانو د یو شمېر مخالفو ډلو توند غبرګون ښودلی او د طالبانو د په رسمیت پېژندلو نا اعلان شوې بڼه یې ګڼلې ده.

ځواب ورکړئ

د غرب میډیا هم عجب رول تر سره کوي. تېر شل کاله د ناټو په شمول امریکا په افغانستان کې تېر کړل. هغه وخت ما له هیڅ غربي میډیا داسې څه وا نه ورېده چې د افغانستان کانونه څنګه او څنګه. اوس چې امریکا له افغاستان وتلې، حتمي ده چې د افغانستان مسولین به له هر هغه هېواد سره چې یې زړه وي، د کانونو په هکله به قرارداد کوي. امریکایانو او متحدینو یې له افغانستان څخه ډېر څه غلا کړل. هغه څه به یې کول چې څه یې زړه و. هغه وخت امریکایانو له افغان حکومت او افغانانو څخه هیڅ اجازه نه اخیسته، هر څه به یې په خپل سر کول. یقیني ده چه نه هغه وخت او نه اوس له افغانانو سره د کانونو د استخراج په برخه کې فني خلک ول او نه اوس شته. په کار دا وه چې په افغانستان کې د غربي نړۍ د شتون په وخت کې افغانانو ته لاس ورکول شوی وای. د کانونو د استخراج په برخه کې هغه وخت غربیانو داسې هیڅ و نه کړل چې د خپلې ګټې په پام کې نیولو سره سره یې افغانانو ته هم د یوې ګولې ډوډۍ د پیدا کېدو هڅه کړې وه خو داسې هیڅ و نه شول. اوس خبره دا ده چې په دې برخه کې د چین او د نورو هېوادونو د میدان ته راتلو په برخه کې ولې غربي میډیا ولې په قهر ده. دا په داسې حال کې ده چې د غرب ټولې مرستې د افغانانو پر مخ بندې دي او لا هم پسې زور ورکوي. دا وخت افغان مسولین مجبور دي چې د هېواد د واک اخیستو نه پس د ملت لپاره یو څه وکړي. حتمي ده چې په سیمه کې به یا چین او یا روس افغانستان ته لاس ورکوي. که واقیعت و وایو دا چانس خو غربیانو په خپله له لاسه ورکړ. زه وایم چې افغانان سوله ایز خلک دي، په افغانانو کې نه ترهګر شته او نه جنګ خوښي. افغانان له ټولې نړۍ سره ښې اړیکې غواړي. راځئ اوس هم ناوخته نه دی، افغانانو ته لاس ورکول په کار دي.

ځواب ورکړئ

موږ د پروسیس په سکتور کې د پرمختګ ظرفیت لرو. د خامو موادو خرڅلا یو موقتي بازار دی او موږ باید هڅه وکړو چې د اوږدمهالو پلانونو په جوړولو سره په افغانستان کې د دوامداره کارموندنې لپاره مناسب پلیټ فارمونه جوړ کړو.

ځواب ورکړئ

له افغانستان سره د نړیوالو مرستو په کمېدلو سره ښايي د هېواد د اقتصاد د ژغورلو تر ټولو ښه لار د نورو سکتورونو په تېره بیا د کانونو د خرڅلاو له لارې صادراتو ته وده ورکول وي. البته، که دا مواد پروسس شي، دوی به څو چنده ډیر ارزښت ولري. د کاني صنایعو د ارزښت په سلسله کې د کانونو پروسیس د لوړ اضافه ارزښت اساس جوړوي، چې د افغانستان لپاره په ناوړه اقتصادي بحران کې ګټور تمامیدلی شي. له پروسیس کولو څخه وروسته، معدني ډبرې لوړ ارزښت لري، او دا هغه څه دي چې باید ځانګړې توجه ورته وشي. افغانستان یو بې وزله هېواد دی چې ډېر کانونه لري، خو د اړتیا وړ زېربناوو د نشتوالي له امله د کانونو د پروسیس لپاره مناسب ځای نه‌ لري. البته، بندیزونو او ځینو لاسوهنو پانګوال له ستونزو سره مخامخ کړي دي. د خامو موادو پلورل زموږ د پرمختګ مخه نیسي د معدني محصولاتو د صادراتو په برخه کې، موږ باید هڅه وکړو چې دا محصولات په خام شکل کې صادر نه کړو. کله چې منرالونه په خام شکل صادر شي، د کار فرصتونه کمیږي. دا مسئله زموږ لپاره د دې موادو اضافه ارزښت کموي او نورو هیوادونو ته په اسانۍ سره په لاس ورځي. نن ورځ ډیری هیوادونه چې پروسیس شوي معدني مواد صادروي د کانونو لومړني واردونکي دي او موږ چې په افغانستان کې لویې معدني سرچینې لرو باید دا فرصت له لاسه ورنه کړو. د خامو موادو خرڅلاو مو د پرمختګ په لاره کې خنډ ګرځي. ډېرو پرمختللو هېوادونو له دغو خامو موادو څخه د عوایدو په ترلاسه کولو سره خپلې اقتصادي ستونزې هوارې کړي او د پرمختګ په لاره کې یې ګامونه اوچت کړي او اوس یې په نړۍ کې اقتصادي ځواک ترلاسه کړی دی. موږ د پروسیس سکتور د پراختیا ظرفیت لرو. د خامو موادو پلور یو موقتي بازار دی او موږ باید هڅه وکړو چې پراختیا ورکړو.

ځواب ورکړئ

چینایان ډېر بېخونده خلک دي په ملګرتیا او دوستۍ نه ارزي. په ټوله کې نن سبا چین غواړي چې د افغانستان څخه چې څومره ژر کېږي معدنونه استخراج کړي، ځکه جینایان په دې پوهیږي، که امریکان ورته ور اوزګار شوه، له افغانستانه یې ټغر ور ټولوي، نو لکه د لیوني سپي هر طرف ته خوله اچوي او کوشش کوي چې څومره ژر کېږي له افغانستانه په هره برخه کې معدنونه استخراج کړي. شاید دوی یواځې د معدنونو استخراج پسې هم نه وي راغلي، بلکې د خپل نفوذ پر ډېر ولو او همدا راز یو شمېر استخباراتي کارونه هم تر سره کړي څو په راتلونکي کې د امریکا له خطراتو ځانونه وژغوري او له بل پلوه په راتلونکي کې د هر ابر قدرت چې افغانستان ته داخیلیږي، له هغوۍ مکمل خبر ولري .

ځواب ورکړئ

د کرزي په دوره کې یوه خبریال په یوه مرکه کې له حامد کرزي وپوښتل چې ولې کانونه نه راوباسئ؟ هغه ورته په ځواب کې وویل چې زه که موږ دا کار وکړو نو د افغانستان راتلونکي نسلونه به څه خوري او څه به کوي؟ هغه وویل که د افغانستان کانونه اخراجیږي نو په مسلکي او معیاري ډول دې وکیندل شي. د اشرف غني وخت کې هم له کانونو سره ډېر احتیاط کېده او د دې اجازه نه ورکول کېده چې په غیر معیاري ډول دې ووېستل شي. خو اوس د افغانستان په کانونو سخت چور ګډ دی. اوسني حکومت ګڼ قراردادونه کړي دي او سلګونه کانونو باندې کار روان دی. خو هیڅوک یې کیسه کې نه دي چې چین او یا بل هېواد یې څه ډول کیني. د افغانستان زاتلونکی نسل به سوال ته ناست وي.

ځواب ورکړئ

د افغانستان د جمهوري ریاست په دوره کې، د حکومتي د اټکل له مخې افغانستان د څه ۲.۲ بیلیون مټریک ټنو اوسپنیز منرال، ۱.۳ بیلیون مټریک ټنو ماربل، خواوشا ۳۰ میلیونه مټریک ټنو مسو، ۱.۴ میلیونه مټریک ټنو نادرو ځمکنیو منرالونو او ۲۷۰۰ کیلوګرامه سرو زرو ذخیرې لري. په ټول هېواد کې په مجموعي توګه ۱۴۰۰ معدني ذخیرې په نښه شوي دي. معدني مواد په درې بېلابېلو سیمو کې سره غونچه غونچه شوي دي. لومړی کمربند، چې په جنوب لویديځ کې له هرات څخه نیولې په شمال ختیځ کې بدخشان پورې رسېږي د اوسپنې منرال، سره زر، مس، باریت، د ډبرو سکاره او قېمتي کاڼي لري. دویم کمربند، په جنوب کې له هلمند څخه نیولې تر زابل او غزني ولایتونو پورې غځېږي، چې د مسو، سرو زرو، موليبدینوم، زېنک، سرپ او کرومایت ذخیرې لري. بالاخره، د کابل خواوشا سیمه د مسو ذخیرې لري چې د عینک د نړیوالې سطحې معدن هم په کې راځي. لاکن پاکستان او چین د افغانستان کانونه داسې لوټي لکه دا چې د افغانانو نه، د هغوی خپل وطن وي. همدا اوس، چین په نړۍ کې څلورمه درجه ډېر سکاره لري چې اندازه یې ۱۴۹ میلیارده ۸۱۸ میلیونه ۲۵۹ زره ټنه ته رسېږي او د نړۍ ۱۳.۱٪ جوړوي، او په پنځمه درجه کې هندوستان دی چې ۱۰۷ میلیارده ۷۲۶ میلیونه ۵۵۱ زره ټنه سکاره لري او د نړۍ د سکرو ۹.۵٪ جوړوي. د هغه تر څنګ، پاکستان د نړۍ د ۱۰۰ ډېره کوله لرونکیو هېوادونو په لست کې ۲۰م ځای لري چې ۳ میلیارده ۳۷۷ میلیونه ۴۷۷ زره ټنه سکاره لري او د نړۍ د سکرو ۰.۳٪ جوړوي. لاکن چین په ډېره بې شرمۍ سره د افغانستان داسې حکومت سره چې نه ملي مشروعیت لري او نه بین المللي مشروعیت لري، د کانونو د اېستلو قراردادونه کوي. پاکستان په ټوله سپین سترګۍ لګیا دی د افغانستان د ډبرو سکاره غلا کوي.

ځواب ورکړئ