امنیت

افغانې نجونې د انځورګرۍ له لارې د داعش د برید د قربانیانو درناوی پرځای کوي

د عمر راپور

په هرات ښار کې یوه ډله نجونې له هنر څخه په استفادې سره د هغو ښځینه محصلینو یادګارونه جوړوي چې تېر کال په کابل کې د کاج د لوړو زده کړو مرکز باندې د داعش په خونړي برید کې ووژل شوې. [عمر/سلام ټایمز]

کابل -- په هرات ښار کې یوه ډله نجونې له هنر څخه په استفادې سره د هغو ښځینه محصلینو یادګارونه جوړوي چې تېر کال په کابل کې د کاج د لوړو زده کړو مرکز باندې د داعش په خونړي برید کې ووژل شوې.

دغه نجونې چې په پټه د نقاشۍ هنر زده کوي، په دې لټه کې دي چې د وژل شویو بې ګناه ماشومانو او تنکیو ځوانانو یادونه ژوندي وساتي او هم د داعش پر وړاندې د افغانانو قهر او کرکه څرګنده کړي.

د داعش یوه ځانمرګي بمي بریدګر د ۱۴۰۱ د تلې په ۸مه په کابل کې د کاج د لوړو زده کړو مرکز کې، د پوهنتون د کانکور په ازموینه کې چې ګڼو نجونو په کې ګډون کړی و، ځان ته چاودنه ورکړه.

د ملګرو ملتونو په وینا دغې چاودنې ۵۴ کسان ووژل او ۱۱۴ نور یې ټپیان کړل، چې ډېری یې نجونې وې.

د نجونو یوه ډله د تلې په ۱۳مه په هرات ښار کې راټولیږي څو د هغو ښځینه محصلینو انځورونه وباسي چې تېر کال په کابل کې د کاج د لوړو زده کړو مرکز باندې د داعش په مرګوني برید کې ووژل شوې. [عمر/سلام ټایمز]

د نجونو یوه ډله د تلې په ۱۳مه په هرات ښار کې راټولیږي څو د هغو ښځینه محصلینو انځورونه وباسي چې تېر کال په کابل کې د کاج د لوړو زده کړو مرکز باندې د داعش په مرګوني برید کې ووژل شوې. [عمر/سلام ټایمز]

د هرات ښار یوې اوسېدونکې خدیجې ابراهیمي چې ۱۶ کاله عمر لري، دوه میاشتې مخکې د نورو نجونو ترڅنګ د هرات ښار په یوه ناڅرګند ځای کې د نقاشۍ هنر زده کړه پيل کړه.

ابراهیمي وویل، هغه د کاج د لوړو زده کړو په مرکز باندې د برید د قربانیانو مخونه انځوروي څو ډاډ ترلاسه کړي چې دوی به د تل لپاره یاد وي.

هغې وويل، «د کاج د لوړو زده کړو د مرکز د ټولو شهيدانو يادونه بايد تل ژوندي وي. هغو نجونو په زړورتیا سره زده کړه کوله چې د افغانستان لپاره ښه راتلونکی جوړ کړي، خو داعش د هغوی خوبونه شنډ کړل.»

هغې زیاته کړه، «هغو نجونو نه غوښتل چې له افغانستان څخه د علم او زده کړې رڼا مړه شي، خو د داعش د ناپوهۍ تور سیوري د هغوی ژوند د تل لپاره واخیست. په نندارتونونو او ښوونیزو مرکزونو کې د دغو اتلو نجونو د انځورونو په ښودلو سره، موږ غواړو د داعش بې زړه او جاهلانه ماهیت په ډاګه کړو.»

ابراهیمي وویل، داعش له ناپوهۍ څخه زیږیدلی، او له همدې امله غواړي په ښوونځیو او ښوونیزو مرکزونو باندې په بریدونو سره د افغانستان د بهیر او پرمختګ مخه ونیسي.

د داعش د نورو بریدونو وېره

د ترهګرۍ د ګواښ په زیاتېدلو سره، افغانې نجونې د داعش د راتلونکو وژونکو بریدونو په هکله اندېښمنې دي.

د ریحانې رحماني په نامه یوې بلې انځورګرې چې ۱۵ کاله عمر لري، وویل، هرکله چې له کوره بهر وځي، د داعش اندېښنه ورسره مل وي.

هغې وویل، «زه ډارېږم چې داعش به زموږ د انځورګرۍ په ټولګي یا زموږ په استوګنځي باندې برید وکړي او موږ به خپل راتلونکی قربانيان کړي. زه تل دعا کوم چې په کاج باندې خونړی برید تکرار نشي، څو بې ګناه خلک بیا خپل ژوند له لاسه ور نه کړي.»

هغې وویل، «داعش، چې یوه وحشي او وینه تویونکې ډله ده،اوس هم په هېواد کې فعاله ده او هڅه کوي چې د پوهنې او پرمختګ مخه ونیسي.»

هغې وویل، «په تېر کال کې په یو شمیر ولایتونو کې داعش بریدونه وکړل، او زه ډارېږم چې په هرات ولایت کې دغسې بریدونه ونشي.»

۱۴ کلنې سامعې فضلیت چې د انځورګرۍ په برخه کې یې هم کار کړی، وویل، ډارېږي چې داعش به بیا ښوونځي او تعلیمي مرکزونه ونړوي.

هغې وویل، «داعش د بې ګناه خلکو له وژلو څخه خوند اخلي، او زه ډېره اندېښمنه یم چې د څو میاشتو چوپتیا وروسته به دا ترهګره ډله خپل بریدونه بیا پیل کړي.»

هغې وويل، «هر کله چې زه د کاج د لوړو زده کړو مرکز باندې بريد را یادوم، ډېره دردېږم.‌موږ تېر کال په دې برید کې خپل په لسګونو هېوادوال له لاسه ورکړل. هغوی هلته د پوهې ترلاسه کولو او د افغانستان د جوړولو لپاره تللي وو، خو داعش ووژل.»

فضلیت وویل، د کاج د لوړو زده کړو مرکز کې د وژل شویو نجونو په انځورولو سره، هغه غواړي چې د هغوی انځورونه د خلکو په یاد کې ژوندي پاتې شي او د هغوی قربانۍ هېڅکله هېرې نشي.

د پوهې او رڼا دښمنان

د انځورګرو نجونو له ډلې څخه یوې فاطمې جعفري وویل، د ښوونځیو او ښوونیزو مرکزونو په نښه کولو سره، داعش غواړي چې افغاني ټولنه بې سواده پاتې شي، څو د بې سوادۍ او د پوهاوي له نشتوالي څخه په استفادې سره ځوانان له دې ډلې سره یوځای شي.

هغې وویل، «هیڅ لوستی او پوه کس به د داعش په څېر یوې ترهګرې ډلې سره یوځای نشي. یواځې نالوستي او ناپوه کسان چې د اسلام او انسانیت په هکله هیڅ نه پوهیږي، په اسانۍ سره له داعش سره یوځای کیږي او وژنو ته لاس اچوي.»

هغې زیاته کړه، «د ښوونځیو په بې ضرره ماشومانو باندې ځانمرګي بریدونه د رواني ناروغانو او جاهلانو کار دی. څوک چې لږ معلومات او پوهه هم ولري، هېڅکله به دا ډول غیر انساني عمل ونه کړي.»

جعفري وویل، هرڅومره چې د افغانستان نوی نسل تعلیم ترلاسه کړي، هغومره به د داعش په څېر ترهګرې ډلې ځواک له لاسه ورکړي.

په هرات ښار کې د مدني ټولنې یوې فعالې مؤنسې افشار وویل، پر ښوونځیو او ښوونیزو مرکزونو د داعش مرګونې بریدونه ښيي چې داعش د علم او پوهې دښمن دی.

هغې وويل، «باخبره او لوستې ټولنه د داعش په څېر تروريستي ډلو ته تر ټولو ستر ګواښ دى. کله چې خلک ښه خبر وي او پوهه ولري، هېڅکله به د دغو ډلو لاره ونه نیسي. له همدې امله داعش هڅه کوي چې د افغانستان ځوان نسل له زده کړو څخه منع کړي.»

افشار وویل، «له افغانستان څخه د تروریستي ډلو د له منځه وړلو لپاره باید په ټول هیواد کې د ماشومانو او تنکیو ځوانانو لپاره ښوونځي او ښوونیز مرکزونه پرانستل شي،» او زیاته یې کړه چې په ولسوالیو او کلیو کې باید د سواد زده کړې مرکزونه هم پرانستل شي ترڅو لویان نارینه او ښځې باسواده شي.

افشار زیاته کړه، تعلیم او پوهه کولی شي افراطیت او ترهګریز ذهنیت ته ماتې ورکړياو له افغانستان څخه ترهګري ورکه کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

9 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

هنرونه واقعا د ټولنې د ښو او بدو اړخونو په انځورولو کې غټ رول لوبوي. زه د دې نجونو دا هنري کار ستایم او هیله لرم چې دوی به د افغاني ټولنې نور کړاوونه هم د هنر او انځور په ژبه وړاندې کړي. که څه هم چې نړۍ واله ټولنه په دې وختونو کې د اوکراین او له تېرې یوې اونۍ راهیسې د فلسطین په جنګ کې ښکېله ده، لاکن زمونږ شاعران، لیکوالان، انځورګران، علماء، سیاستوال او کارپوهان باید د خپلې ټولنې خوښۍ او خفګانونه په خپلو خپلو لارو هم خپل ولس ته او هم نړۍ ته وړاندې کړي. داعش او نور افراطي ګروپونه د انسان او انسانیت دښمنان دي. څوک چې بې ګناه انسان وژني، قاتل جنایت ترسره کوي او خپله دنیا او اخرت دواړه خرابوي. خدای دې په افغانستان، فلسطین، اوکراین او د نړۍ په نورو هغو سیمو کې چې انسانان په جنګونو او سختیو کې وخت تېروي، ارامي او سکون حاکم کړي. امین

ځواب ورکړئ

متاسفانه مونږ داسې فکر کاوه چې د اسلامي امارت په راتګ سره به افغانستان امن شي، خو نه داسې کوم څه ونه شول. څنګه چې افغانستان و هماغسې اوس هم دی. څنګه چې افغانان وژل کېده اوس هم وژل کېږي. څنګه چې افغان غریب و او په غربت کې یې ژوند کاوه اوس یې هم کوي. څنګه چې د افغان بچی له زده کړو محروم و اوس هم محروم دی. څنګه چې د افغان صحت ته توجه نه کېده او نه یې د روغتیا لپاره کوم مجهز روغتون جوړ شوی اوس هم هماغسې د پخوا په څېر د یوه شربت او ګولۍ لپاره د پنجابیانو دروازې ټکوي چې په مقابل کې یې هغوی سخت ظلمونه ورسره کوي او په ځای د دې چې د درملنې لپاره یې ورسره مرسته وشي، د پاکستان د روغتونونو مخې ته یې لا پسې شکنجه کوي او سپکې سپورې ورته وايي. همدې ناامنیو افغانستان لوټې لوټې کړ. موږ که یو بل منلی نه به داعش وای، نه به طالب کلونه کلونه افغانان وژل او نه به د جمهوریت په نوم لېوانو زموږ وینې زبېښلې. موږ فکر کړی و چې د جمهوریت سقوط او د امارت راتګ کې که نور څه نه وي امن خو شته خو هغسې ونه شول. د تېرې جمعې په ورځ (د میزان ۲۱مه) سیمه ییزو سرچینو رسنیو ته وویل، چې د بغلان ولایت په مرکز پلخمري ښار کې د امام زمان جامع جومات کې د جمعې د لمانځه پر مهال چاودنه شوې ده. د چارواکو په وینا چې په دې چاودنه کې اووه تنه لمونځ کوونکي وژل شوي او ۱۵ نور یې ټپیان دي. د دې چادونې مسؤلیت هم داعش وسله والې ډلې پر غاړه اخیستی دی. دا چې افغان چارواکو د اوه تنو د وژل کېدو او ۱۵ نورو د ټپي کېدو وویل، خو اصلاً چې ما د جومات عکسونه ولیدل کیدای شي لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وي، ځکه چې مسجد کې ډېر ورانی شوی و.

ځواب ورکړئ

هنرمندان هغه څوک دي چې په خپله سینه کې ډېر څه فریادونه او دردونه لري، خو د نورو د خوښۍ، خاطرو خفګان لرې کولو لپاره ډېر څه کوي او دې ډلګۍ هم عین کار شروع کړی دی. دوی به هم زموږ په څېر په زړونو کې ډېره بې وسي او بې کسي حس کوي، خو د کاج ښوونیز مرکز د قربانیانو د یاد ساتنې په موخه یې دا دی د خلکو توجه جلب کړې او له دې لارې د هغوی یادونه راژوندي کوي. هنرمند انسان خپله څه نه لري، خو نورو ته ډېر څه ورکوي او یو څو شېبې یې ښې تېروي. دا اوس چې د افغانستان په هرات ولایت کې زلزلې وشوې او لا هم هره ورځ کېږي د نورو عامو خلکو ترڅنګ سندرغاړو، د سینما اکټرانو، د کرکټ لوبغاړو... هم د هرات د خلکو مرستې ته راودانګل او د خپلو وطنوالو د لاسنیوي په موخه یې تر خپلې وسې مرستې راټولې او د هرات او بادغیس د زلزلې قربانیانو ته یې مرستې ورسولې او لا هم یې هم په راټولولو بوخت دي. په دې لړۍ کې چې عامو خلکو او هنرمندانو څومره مرستې راټولې کړې بل هیچا هم نه دي راټولې کړي. پخوان د جمهوریت د وخت چارواکي خو پټه خوله دي او څومره پیسې یې چې د افغانانو پټې کړې وې حتی د یوې افغانۍ مرسته یې هم ونه کړه. مګر هنرمند د خپل هنر له لارې د دنیا خلک خبر کړل چې افغانستان کې بد وضعیت دی. ښه مثال یې د افغان کرکټ تکړه بالر راشد خان دی چې د سږ ۲۰۲۳ نړیوال کپ د لوبو له میدان څخه د هرات زلزله ځپلو ته د مرستو راټولولو او د خپلې مرستې ژمنه هم وکړه. په ټوله معنی ویلی شو چې هنرمندان د خپل هنریت له لارې ډېر داسې څه کولی شي چې حتی د وخت چارواکي یې نه شي کولی.

ځواب ورکړئ

هنر واقعا داسې څه دي چې د انسان له زړه څخه غمونه لیرې کوي. په دې ډله کې انځورګري، شاعري، رسامي، موسیقي، ترانې، رقص... دا ټول شامل دي. د هراتۍ نجونو له خوا د کاج مرکز د وژل شویو شاګردانو د پورټرېټونو جوړول د ستایلو وړ کار دی. خدای دې د کاج مرکز وژل شویو هلکانو او نجونو دواړو ته جنت په برخه کړي. د علم ترلاسه کول یوسنت عمل دی. نبی (ع) وایي، علم زده کړئ حتی که په چین کې هم وي. دا حدیث د هغه وخت دی چې چین له سعودي عربستان څخه ډېر لیرې و او د سپرلۍ لپاره نه الوتکه وه نه موټر و او نه بایسکل. د حدیث مطلب دا دی چې که د چین په مقدار لیرې ځای کې وي، بیا هم علم زده کړئ. علم او هنر سره نښتي صفتونه دي. په چا کې چې دا دواړه صفتونه یوځای شي، هغوی لوی او بختور انسان وي.

ځواب ورکړئ

دا مهال په افغانستان کې د علم او پوهنې یوازینی دښمن د داعش ترهګره ډله ده. دا چې پخوا چا ښوونځي ورانول او چا نه پرېښودل چې افغانان زده کړې وکړي، هغه ټول زموږ له ګاونډيو هېوادونو ایران او پاکستان څخه شوي دي. زموږ د افغانانو ډېری ځوانان بې سواده پاتې دي. د جمهوريت پر مهال د پوهنې وزارت ته میلیونونه ډالر ورکړل شول، خو بیا هم دغه وزارت حتی په کابل ولایت کې په ښوونځیو کې خیمې درولې وې، په داسې حال کې چې هیڅ زده کوونکی تر خېمې لاندې سمه زده کړه نشي کولی. هغه کسان چې د جمهوريت په دوره کې له دولتي ښوونځیو څخه فارغ شوي اوس هم نالوستي دي. له ۱۳۶۵ لمریز کال راهیسې په افغانستان کې د پوهنې نظام مات شوی دی. په ۱۳۶۵ کال کې چې د ډاکټر نجیب الله حکومت و، د اسلامي تنظیمونو له خوا پر کابل ښار توغندي توغول کېدل او ښوونځیو زده کوونکیو ته له زده کړو پرته ارتقا ورکوله. زده کوونکو به ټول کال په کور کې تېر کړ او د کال په پای کې به له یوه ټولګي څخه بل ټولګي ته پورته کړای شول. دغه حالت شپږ کاله دوام وکړ. کله چې یو زده کوونکی شپږ کاله زده کړه ونه کړي نو آیا هغه سواد زده کولی شي؟ هلکانو او نجونو! هڅه وکړئ چې خپل درسونه زده کړئ. اوس په ټول افغانستان کې امنیت ټینګ دی. په افغانستان کې چاودنې د پام وړ کمې شوې دي. تاسو هلکان او نجونې کولی شئ چې په خپلو سیمو کې په یوه کور کې ټولګی جوړ کړئ او خپلې زده کړې پرمخ وېسئ، او مه پرېږدئ چې د افغانستان دښمنان مو له زده کړو څخه لیرې وساتي. په ښوونځیو او پوهنتونونو کې چاودنې زموږ د ګاونډیو هېوادونو کار دی. داعش ورځ په ورځ له منځه ځي. د لوی خدای په مرسته د اسلامي امارت حکومت داعش ویجاړ کړی او ریښې به یې ور وچې کړي.

ځواب ورکړئ

داعش یوه نړۍ واله ترهګره ډله ده چې د مسلمانانو تر سیوري لاندې اسلام ضد او افغان ضد کړنې ترسره کوي. داعش چې څه کوي د مسلمانانو او اسلام کار نه دی. اسلام داسې دین دی چې مینه خپروي. مسلمان هيڅکله چا ته زيان نشي رسولی. په اسلام کې تشدد نشته. اسلام د عدالت او مسؤلیت دین دی. د اسلام په نوم چې هر ډول زور زیاتی کېږي، دا د یوه شخص یا یوې ډلې شخصي نظر دی، له اسلام سره هېڅ تړاو نه لري. داعش په افغانستان کې د شیعه او سني ترمنځ د اختلافاتو د رامنځته کولو لپاره همدا کار کوي! او په برياليتوب سره يې خپل دغه هدف تر لاسه کړی، خو له نيکه مرغه زموږ شيعه وروڼه پوهيږي چې دا د دې مذهبونو تر منځ د اختلافاتو د زياتولو لپاره يو پلان شوی کار دی. له دغو نجونو مننه چې نه پرېږدي چې د داعش ترهګرې ډلې جنایتونه د خلکو هېر شي.

ځواب ورکړئ

ښه ده چې د کاج د لوړو زده کړو په مرکز او نورو علمي مرکزونو د وحشیانه بریدونو د قربانیانو انځورونه جوړ شي. ترهګري چې هره ډله او ګروپ یې کوي د غندنې وړ ده. دا سمه ده چې داعش ترهګرې ډلې د تبیان تعلیمي مرکز او د کاج د لوړو زده کړو د مرکز متعملین او محصلین وژلي، خو ایا څوک پوهیږي چې کوم هیواد او کومې ډلې د دغو مرکزونو ملاتړ کاوه او د څه لپاره یې کار کاوه؟ زه يو ځل بيا وايم چې د ښوونځيو د زده کوونکو او د پوهنتون د محصلينو وژنه يو ناوړه او بد عمل دی، خو په دې اړه دوه نظرونه کېدای شي وړاندې کړای شي. تر ټولو لومړی، دا ترهګریز عمل د ایران د څارګرې ادارې یا سپاه پاسداران له خوا د دې لپاره تر سره شو چې د افغانستان د خلکو تر منځ د نفاق تخم وکري او وښيي چې داعش چې ځانونه د سنیانو ملاتړي بولي، د شیعه ګانو او هزاره ګانو پر وړاندې دښمني لري. له همدې امله یو شمېر کړۍ چې د ایران له ملاتړه برخمنې دي وايي چې د ایران د سپاه پاسداران له خوا رامنځته شوې فاطمیون لوا به په افغانستان کې د نورو نژادي او مذهبي ډلو پر وړاندې په جګړه کې ښکېله شي. دوهم نظر دا دی او دا هغه څه دي چې یوه ایراني خبریال چې له بي بي سي فارسي سره یې کار کاوه په یوه ټویټ کې لیکلي چې د تبیان مرکز او دې ته ورته مرکزونه د ایران د ولایت فقیه له خوا ملاتړ کیږي او دوی غواړي شیعه هزاره ګانو ته په دې ډول روزنه ورکړي او بیا په سیمه کې د ایراني رژیم استازیتوب او ملاتړ وکړي. له دې لارې ایران غواړي خپل انقلاب ګاونډیو هېوادونو او سیمې ته وغځوي او د ایران شاوخوا سیمه تر خپلې واکمنۍ لاندې راولي. په هر صورت د خلکو وژنه په ځانګړې توګه د افغانانو وژنه چې کلونه کلونه سخت ژوند تېروي او د دوی د ټولو بدبختیو اصلي لامل ګاونډیان په ځانګړې توګه ایران، پاکست

ځواب ورکړئ

خدای پاک دې نور له افغانستانه د غم څادر ټول کړي. افغانان نور ډېر بې وسه او بې کسه دي. ټول عمر یې په همدې مشکلاتو کې تیر شو. د ژوند ښې ورځې یې بلکل ونه لیدې. خو د خدای شکر چې اوس مهال په افغانستان کې نسبتا امنیت تامین دی او هر څوک چې کومې خوا وغواړي تللی شي. د داسې وخت په هیله چې وطنوال مو د خوښۍ شیبې ولري او د کاج په څېر نورې غمیزې تجربه نه کړي. افغان ولس ډېر غریب او فقیر دی چې غربت هم ترې خوشالۍ اخیستي دي او بیا چې داسې لویې غمیزې راشي نو له ټول وطن نه خوشالۍ کډه وکړي.

ځواب ورکړئ

په حقیقت کې، نقاشي د ټولنې د اظهار ژبه ده. کاش داسې ورځ راشي چې مونږ د وینو او زخمونو پر ځای د ګلانو او ښایسته ماڼیو انځورونه جوړ کړو. دا ورځې به تېرې شي. موږ هیله لرو چې خدای پاک زموږ ورځې ښې کړي. دا سمه ده چې په ټول هېواد کې امنیت ښه شوی، خو بې روزګاري او کمزوري زده کړې هغه څه دي چې د امنیت په لمنه یې داغونه جوړ کړي دي. حاکم نظام باید دغو دوو ټکو ته جدي پاملرنه وکړي که نه ژر به له ګڼو ستونزو او خنډونو سره مخامخ شي.

ځواب ورکړئ