امنیت

داعش په بغلان کې د شیعه ګانو پر جومات د ځانمرګي برید مسؤلیت پر غاړه واخیست

د محمد قاسم راپور

داعش د ۱۴۰۲ لمریز کال د تلې په ۲۱مه د بغلان ولایت په مرکز پلخمري کې د شیعه ګانو په یوه جومات کې د ځانمرګي برید مسوولیت په غاړه واخیست. برید د امام زمان په جومات کې د جمعې د لمانځه پر مهال وشو چې د سیمه ییزو چارواکو په وینا لږ تر لږه ۷ لمونځ کوونکي یې ووژل او لږ تر لږه ۱۷ نور یې ټپیان کړل. [عکاس: نصرالله امیني]

بغلان -- داعش د جمعې په ورځ /د تلې ۲۱مه/ د بغلان ولایت په مرکز پلخمري کې د شیعه ګانو په یوه جومات کې د ځانمرګي برید مسؤلیت په غاړه واخیست.

برید د جمعې د لمانځه پر مهال د امام زمان جومات کې وشو، چې د سیمه ییزو چارواکو په وینا لږ تر لږه ۷ لمونځ کوونکي یې ووژل او لږ تر لږه ۱۷ نور یې ټپیان کړل.

په ټپيانو کې امام او يو ځايي شيعه مشر هم شامل دي.

رویټرز د داعش خراسان څانګې د تبلیغاتي ادارې اعماق د یوې اعلامیې په اساس راپور ورکړ چې بریدګر «د غونډې منځ ته ورسېد ... بیا یې خپل چاودیدونکي کمربند ته چاودنه ورکړه،»

دا عکس چې د سلام ټایمز له یوې ویډیو څخه اخیستل شوی، د تلې د ۲۲مې له برید څخه وروسته د بغلان ولایت امام زمان جومات ښیي.

دا عکس چې د سلام ټایمز له یوې ویډیو څخه اخیستل شوی، د تلې د ۲۲مې له برید څخه وروسته د بغلان ولایت امام زمان جومات ښیي.

د بغلان ولایتي روغتون کې یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط وویل، چې تر دې دمه روغتون ته ۱۹ جسدونه او ۴۰ ټپیان ور وړل شوي دي.

د سیمې یوه اوسیدونکي عبدالحمید وویل چې هغه د بم د چاودېدلو پر وخت یو «وېروونکی غږ» واورېد.

ای اېف پي د حامد له قوله وویل، «له چاودنې څخه وروسته، ګڼ شمېر شهیدان او ټپیان روغتون ته انتقال شول.»

د ظاهر شاه په نامه یوه ۴۵ کلن ټپي سلام ټایمز وويل، «په جومات کې شاوخوا ٣٠٠ کسانو لمونځ کاوه او يو ډاروونکى اواز مې واورېد. زه پوه نشوم چې له هغه وروسته څه وشول. کله چې مې سترګې پرانيستې، په روغتون کې وم.»

هغه وويل، «هرې ډلې چې دا بزدلانه بريد ترسره کړی، خدای دې په دې مبارکه ورځ د بې ګناه خلکو د وژلو سزا ورکړي.»

۴۱ کلن سید عباس احدي وموندل چې د هغه یو د تره زوی چې په دې وروستیو کې یې کوژده شوې وه هم وژل شوی دی.

احدي وويل، «زما د تره زوی د بغلان د حکيم سنايي پوهنتون د اقتصاد پوهنځي د درېيم کال محصل و. په دې وروستيو کې يې له هغې نجلۍ سره کوژده کړې وه چې مينه يې ورسره لرله، خو ټول خوبونه يې ړنګ شول.»

هغه وویل، «هغه یو زیارکښ سړی و، خپله نیمه ورځ یې مطالعې ته او نیمه نوره یې د کار او د خپلې کورنۍ ملاتړ ته وقف کړې وه.»

پراخه غندنه

متحده ایالاتو، ملګرو ملتونو او پخوانیو افغان چارواکو د جمعې پر لمونځ کوونکو برید وغانده.

پخواني ولسمشر حامد کرزي په یوه خبرپاڼه کې وویل، «زه دا ترهګریز عمل چې د ټولو انساني او اسلامي اصولو او ارزښتونو خلاف کار دی، په کلکو ټکو غندم او د دغې غمجنې پېښې شهیدانو ته دعا کوم.»

د ملي روغې جوړې د عالي شورا پخواني رییس عبدالله عبدالله په خپله اېکس پاڼه وویل، «زه دا غیر انساني او غیر اسلامي عمل په کلکه غندم او ټینګار کوم چې د دا ډول کړنو ترسره کول په هیڅ دین کې د منلو او بښلو وړ نه دي.»

د افغانو ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د متحده ایالاتو ځانګړې استازې رینا امیري په یوه ټویټ کې وویل، «د پلخمري د شیعه ګانو په جومات کې د لمونځ کوونکو د ټپي کېدلو او وژلو د خبر په اورېدلو خواشینې شوم. د شیعه ټولنې پر وړاندې بریدونه د افغانستان د تنوع لپاره یو ګواښ دی.»

امیري زیاته کړه، «زه له کورنیو سره خپله ژوره خواخوږي څرګندوم. دا وحشت باید پای ته ورسېږي.»

په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په هکله د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینیټ هم په خپله اېکسپاڼه وویل، «زه د بغلان په پلخمري کې په یوه جومات کې د لسګونو شیعه عبادت کوونکو د وژلو د نن ورځې برید چې مسؤلیت یې داعش پر غاړه واخیست، غندم.»

هغه وویل، «زه له قربانیانو او د هغوی له کورنیو سره خواخوږي څرګندوم. د افغانستان د شیعه وګړو د په نښه کېدلو مخنیوي، ساتنې او په دې برخه کې حساب ورکوونې ته اړتیا ده.»

توجیه نه لري

د پلخمري ښار یوه ۶۴ کلن قومي مشر او د قربانیانو له ډلې څخه د یوه قرباني خپلوان محمد حسن رحماني هم دغه ظالمانه برید وغانده.

رحماني د مذهبي او سپېڅلو ځایونو د امنیت د تامین لپاره د حکومت د اقداماتو پر اړتیا ټینګار وکړ.

هغه وويل، «تقریبا ټولو هغو کسانو چې وژل شوي، ښځې او ماشومان لرل، او له بده مرغه کورنۍ يې بې سرپرسته پاتې شوې.»

په بغلان ولایت کې یوه شیعه دیني عالم مولوي محمد یاسین مهدي یار چې هغه هم دغه برید وغانده، وویل، د یوه انسان ژوند اخیستل په ټولو دینونو کې حرام دی.

هغه وويل، «د يوه انسان د وژلو عمل، په ځانګړې توګه په لمانځه کې د يوه مسلمان وژل، په هېڅ ډول توجيه او بښل کېدی نشي.»

د بغلان ولایت د سیاسي چارو یوه کارپوه سید رضا معصومي چې اوس په کابل کې ژوند کوي، وویل، د افغانستان په شمال کې د داعش د فعالیت زیاتوالی د اندېښنې وړ دی.

هغه وویل، «که څه هم اوسنی حکومت په مکرر ډول په هېواد کې د داعش د ځپلو خبره کوي، خو داسې ښکاري چې داعش هڅه کوي د افغانستان په شمال کې نور کسان استخدام کړي ترڅو په راتلونکي کې نور بریدونه وکړي.»

هغه زیاته کړه، «د یوې مودې لپاره، داسې غلط پوهاوی موجود و چې داعش په افغانستان کې مات شوی، خو دا ډله په پټه توګه فعالیت کوي. که د دوی د بریدونو مخه ونه نیول شي، کېدی شي ناامني رامنځته کړي او حتی د ګردې نړۍ هیوادونو ته ګواښ پېښ کړي.»

د بغلان د امنيې قوماندانۍ وياند شېراحمد برهاني وويل، چې په دغه ولايت کې د امنيت د ټينګښت لپاره شپه او ورځ کار کوي.

هغه وويل، «موږ خپلو خلکو ته ډاډ ورکوو چې دا ډول پېښې به بيا نه رامنځته کېږي. امنيتي ځواکونه په ټوله سيمه کې ځای پر ځای شوي دي چې په راتلونکي کې د هر ډول احتمالي بريدونو مخه ونيسي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

په جومات کې چاودنې له اسلام او مسلمانۍ سره هېڅ تړاو نه لري. زموږ افغانانو ژوند له ډېرو ستونزو سره مخامخ دی. زه ۴۲ کاله عمر لرم. کله چې موږ ماشومان وو او ښوونځي ته به تللو، زه ډېر ډارېدم چې زموږ په ښوونځي کې به چاودنه وشي. له دې امله به زموږ مور دې ته وارخطا وه چې زمونږ د مړینې یا ټپي کېدلو خبر به واوري. اوس چې زه تقریباً زوړ شوی یم، جومات ته د خدای د عبادت لپاره ځم، لاکن اوس هم خوندي نه یم. زه جومات ته په ډار سره ځم. تر څو چې زه له جومات څخه کور ته نه یم راګرځېدلی، زموږ کورنۍ زما په اړه فکر کوي. دا زموږ ژوند و چې په افغانستان کې مو تېر کړ. زه ۴۲ کلن یم، خو یوه ورځ هم له وېرې پرته ښوونځي، ښار او یا جومات ته نه یم تللی. د جومات ورانول، پوهنتون ورانول، ښوونځی سوځول، پل الوځول، پر سړک ماینونه ایښودل، دا ټول په افغانستان کې د یو څو پیسو لپاره کېږي، نه د دین په خاطر. افغانان باید د اسلام د دښمنانو خبرو ته غوږ ونه نیسي. دوی باید د دین په نوم وطن وران نه کړي. دا زموږ ګډ کور دی. موږ افغانان چې په هر مذهب پوري تړاو لري، دا وطن زموږ ټولو مشترک دی. موږ افغانان کولی شو چې په خپل وطن کې د جګړې اور مړ کړو.

ځواب ورکړئ

داعش ډلې ته دا پروژه د شیعه او سني تر منځ د ژورو اختلافاتو د رامنځته کولو په موخه ورکړل شوې، څو دا دوه مذهبي ډلې د ژوند تر اخره پورې په افغانستان کې یو له بل سره جګړه وکړي، خو د خدای شکر دی چې شیعه ورور په دې خبره پوه شو چې دا د دښمن پلان دی او دا دښمن د سنیانو او شیعه ګانو ګډ دی. د بغلان پېښه زړه بوږنونکې ده. زه پرې سخت خفه شوم. ډېره موده کېږي چې د ځانمرګي برید او چاودنې له امله غمجن یو. انسانان د خدای په کور (مسجد) کې هم له دوی څخه خوندي نه دي. ایا موږ دوی ته د مسلمان خطاب کولی شو؟ آیا موږ دوی ته مسلمانان ویلی شو؟ نه، هیڅکله نه!

ځواب ورکړئ

شاه غازي امان الله خان ځوان و، د افغانستان پاچا و، د افغانستان لپاره یې په ۱۹۱۹ میلادي کې خپلواکي واخیسته. غوښتل یې افغانان مډرن خلک شي. تعلیم وکړي، کار وکړي، فابریکې ولري، روغتونونه ولري، مجهز او عصري ښوونځي او پوهنتونونه ولري او په مجموع کې د ژوند ټول سهولتونه او افغان انسان چې څه ته اړتیا ولري، خو انګرېزانو ونه شو زغملی او د خپلو جاسوسانو په زور یې د وطن د مخربو خلکو له خوا وطن پرېښودو ته اړ کړ، چې بلاخره یې خپل وطن پرېښود او ایټالیا ته ولاړ. هلته یې د ژوند شپې او ورځې تېرولې. په همدې مسافرۍ کې یې اولادونه پیدا شول. لور یې هندیا چې ویل کېږي په مسافرۍ کې پیدا شوې وه، وړمه ورځ د ۹۵ کلونو په عمر په جلا وطنۍ کې وفات شوه. خدای دې یې وبښي. د غازي امان الله خان وروستۍ نښه وه، هغه هم وفات شوه او د حق داعي ته یې لبیک وویل. که زموږ افغانانو ژوند ته وکتل شي همداسې له کړاوونو او دربدریو ډک دی، کوم چې زموږ د خپلواکي ګټونکي غازي ژوند و. څنګه چې آغلې هندیا د ۹۵ کلونو په عمر د افغانستان د امن کېدو او د افغانانو د یو بل منلو ارمان له ځان سره یو وړ، نو که موږ انسانانو نه شو او یو بل د افغان په توګه ونه پېژنو همداسې به په پردیو وطنونو کې او هم په خپل وطن کې حتی د یوې امن ورځې په ارمان ومرو. اصلاً داعش، طالب، جمهوریتي... دا ټول موږ په خپله یو، کېدای شي دې منځ منځ کې په سلو کې لس جاسوسان هم وي، خو که ۹۰ کسان په اتحاد اوسي او د وطن پالنې حس یې ژوندی وي، مطمین یم چې دا لس کسان له منځه وړلی شي.

ځواب ورکړئ