سرپل، افغانستان -- د ازادۍ راډېو ترکمني سروېس د اګست په ۵مه راپور ورکړ چې د افغانستان د سرپل ولایت اوسېدونکي د طالبانو د نه غوښتل شوي حضور په مقابل کې جګړه کوي.
د سرپل ولایت د پولیسو قوماندان عبدالقیوم باقي زي ازادۍ راډېو ته وویل چې که اوسېدونکیو د طالبانو پرضد جګړه نه وای کړې، «د قانون او نظم ځواکونه به نه وای توانېدلي چې په دغه ولایت کې په موجوده سطحه د امنیت ملاتړ وکړي.»
باقي زي ازادۍ راډېو ته وویل چې هغو ملکي خلکو وسلې واخیستې او د دې له امله چې امنیتي ځواکونو نشوای کولای چې په سرپل کې د هرې ولسوالۍ امنیت تأمین کړي نو هغوی پخپله د خپلو کلیو دفاع ته ملا وتړله.