کابل -- د متحده ایالاتو د دفاع وزارت /پنتاګون/ د دوشنبې په ورځ /د ډسمبر۱۹مه/ وویل، په افغانستان کې د اکتوبر په میاشت کې د القاعدې د یوه جیګپوړي مشر پر ضد د متحده ایالاتو په یوه حمله کې دوه جیګپوړي کسان ووژل شول.
د دفاع وزارت لا له مخکې نه د افغانستان په شمال ختیځ کې د القاعدې د امیر فاروق القحطاني مړینه اعلان کړې ده. نوموړی د اکتوبر په ۲۳مه په کونړ ولایت کې د بې پیلوټه الوتکې په یوه برید کې ووژل شو.
د دوشنبې په ورځ /د ډسمبر۱۹مه/ د پنتاګون ویاند پیتر کوک تایید کړه چې په حمله کې بلال العتبي چې د قطاني مرستیال وو او هم عبدالوحید الجنابي چې «د القاعدې د چاودېدونکیو توکو یو جیګپوړی کارپوه وو» ووژل شول.
کوک وویل، «دغه درې واړه په افغانستان کې دننه او دباندې د ترهګریزو حملو په ترسره کولو او پلانولو کې په فعالانه توګه دخیل ول،»
د افغانستان د ملي امنیت ریاست لا دمخه د عتبي مړینه تایید کړې ده.
پنتاګون له څلورو کالو راهیسې په فعال ډول د قحطاني ښکار کاوه.
هغه له اسامه بن لادن سره د هغه له مړینې څخه مخکې دوامدارې اړیکې لرلې.