کندوز، افغانستان -- د خامه پرېس د راپور په اساس، چارواکو د دوشنبې په ورځ /د جنوري ۹ مه/ وویل، د اورپکو یو ۱۰ کسیز ګروپ په کندوز ولایت کې د سولې پروسې سره یوځای شو، په داسې حال کې چې سرتېرو ۶ تنه طالبان په غزني ولایت کې ووژل.
د کندوز ولایت د امنیې قوماندان جنرال عبدالحمید حمیدي وویل، تسلیم شوي ګروپ په کندوز ښار کې فعالیت کاوه.
هغه د اورپکو له نورو ډلو هم وغوښتل چې د سولې پروسې سره یوځای شي.
د کورنیو چارو وزارت وویل، د غزني ولایت په آب بند ولسوالۍ کې په جګړه کې سرتېرو د طالبانو یو قوماندان او د هغه ۵ تنه ملګري ووژل.