کابل -- طلوع نیوز د دوشنبې په ورځ / د اپریل ۳ مه/ راپور ورکړ چې د کابل یو ابتدایه ښوونځی چې خواوشا ۹۰۰۰ زده کوونکي په کې درس وایي وداني او نورې اسانتیاوې نه لري.
د فیض محمد کاتب ابتدایه ښوونځي کې ماشومان په درې شفټونو کې درس وایي چې په هر ډول هوا کې په خاورو کېني.
محلي اوسېدونکو او استادانو د لږ تر لږه ۲۰ لیکونو په لیکلو سره د ښوونې او روزنې وزارت ته شکایتونه وکړل خو هغوی تر اوسه کوم ګام وانه خیست.
د وزارت یوه ویاند محمد کبیر حقمل وویل، وزارت د ښوونځي لپاره یوه وداني کرایه کړې ده.