کابل -- خامه پرېس د چارشنبې او پنجشنبې په ورځو / د جون ۷ مه او ۸ مه/ راپور ورکړ، چې په کندوز او سرپل ولایتونو کې ۱۴ تنه اورپکي ووژل شول.
ولایتي پولیسو وویل، د کندوز ولایت په امام صیب ولسوالۍ کې یوه هوایي برید ۱۱ تنه یاغیان چې ۹ په کې تاجکان ول، ووژل.
د کورنیو چارو وزارت وویل، چې ۳ تنه طالبان د سرپل ولایت په سوزمه قلا ولسوالۍ کې له وخت نه مخکې د خپل بم د چاودنې په نتیجه کې ووژل شول.