کندهار -- طلوع نیوز د یکشنبې په ورځ / د سپتمبر ۳ مه/ راپور ورکړ، چې افغان ځواکونه پلان لري چې له ایتلافي ځواکونو سره په ګډه په کندهار او هلمند ولایتونو کې د اورپکو پر ضد د جګړې لپاره عملیات پیل کړي.
د کندهار ولایت امنیه قوماندان عبدالرازق د یکشنبې په ورځ وویل، چې عسکر پلان لري په یادو دوه ولایتونو کې له څلورو ولسوالیو څخه اورپکي وباسي.
هغه وړاندوینه وکړه، چې عملیات به اوږده خو بریالي وي.