کابل -- خامه پرېس د سې شنبې په ورځ /د نومبر۲۱ مه/ د افغانستان د دفاع وزارت د چارواکو له قوله راپور ورکړ، چې افغان امنیتي ځواکونو له متحده ایالاتو څخه د ۴۹۵ نویو زغره والو کسان وړونکیو ټانکونو او وسلو جوپه ترلاسه کړه.
د دفاع وزارت د یکشنبې په ورځ /د نومبر ۱۹ مه/ د زغره والو عرادو ترلاسه کول تایید کړل.
د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري وویل، افغان ځواکونو ته د هغوی د وړتیاوو د لوړولو لپاره د روانو هڅو په لړ کې نوي تجهیزات را روان دي او ترلاسه کوي یې.
هغه وویل، د افغان ملي اردو بېلابېل واحدونه به له دغو وسلو او عرادو څخه کار واخلي.