اروزګان -- پژواک خبري اژانس د پنجشنبې په ورځ /د جنورۍ ۴ مه/ راپور ورکړ، چې افغان ځواکونو په اروزګان ولایت کې د عملیاتو په ترڅ کې لږ تر لږه ۷ تنه طالب اورپکي ووژل.
د افغان ملي اردو د یوه ټولي قوماندان رحمت شاه قېمتي وویل، وروستي عملیات په کفترخان او هزاره ګي سیمو کې ترسره شول.
قېمتي وویل، په وژل شویو کسانو کې د طالبانو یو مشهور قوماندان هم شامل دی. هغه نور جزیات ورنه کړل.