کابل -- د دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې وویل، د سړک د غاړې یوه بم د چارشنبې په ورځ /د وري ۱۵مه/ په کابل کې د افغان ملي اردو لږ تر لږه ۶ تنه عسکر ټپیان کړل.
د چارشنبې د ورځې په اعلامیه کې راغلي، [نن سهار خواوشا ۷:۳۰ بجې] ۶ تنه افغان عسکر د یوې چاودنې په وسیله، چې د پولیسو په ۱۶مه حوزه کې د برېښنا په ستنه کې دننه د پټو شویو جوړه مقناطیسي بمونو په چاودېدلو سره رامنځته شوه، ټپیان شول.»
هېڅ ډلې د دغې پېښې مسؤلیت پرغاړه نه دی اخیستی.