کندهار -- بي بي سي پاړسي د ځایي چارواکو له قوله راپور ورکړ، چې طالب اورپکو د جمعې په ورځ /د چنګاښ ۱/ په کندهار ولایت کې د سړک جوړونې د یوې ځایي کمپنۍ ۳۳ تنه کارمندان وتښتول.
د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند ضیاء دراني وویل، چې طالب اورپکو سهار وختي په سپین بولدک کې د یادې کمپنۍ پر ودانۍ برید وکړ.
هغه وویل، چې په تښتول شویو کې انجنیران شامل دي.
طالبانو سمدلاسه د پېښې مسؤلیت پرغاړه نه دی اخیستی.