کابل -- بي بي سي پاړسي د چارشنبې په ورځ /د لړم ۲۳ مه/ د ملي امنیت ریاست د یوې اعلامیې په اساس راپور ورکړ، چې د ملي امنیت د ریاست ځانګړو ځواکونو په کابل کې د یوه عملیات په ترڅ کې ۸ تنه اورپکي ونیول.
په اعلامیه کې ویل شوي، چې په نیول شویو کسانو کې پنځه طالب جنګیالي او درې خارجیان، چې د داعش ډلې پورې مربوط دي، شامل دي. دا یادونه نه ده شوې چې دغه عملیات کله ترسره شول.
د ملي امنیت ریاست د چارواکو په وینا، نیول شویو کسانو پلان درلود چې په کابل کې ترهګریز بریدونه ترسره کړي.