د ملي امنیت ریاست ځواکونو په کندهار کې ۳۰ ترهګر ونیول

سلام ټایمز

کندهار -- خامه پرېس د سې شنبې په ورځ‌/د سلواغې ۲ مه/ راپور ورکړ،‌ چې د ملي امنیت ریاست ځواکونو د درې شبکو، چې باور کیږي په کندهار ولایت کې د ترهګریزو بریدونو د ترسره کولو مسؤل دي، ګڼ شمېر غړي ونیول.‌

د کندهار د والي د رسنیو دفتر په یوه اعلامیه کې وویل، چې د دغو شبکو ټول ۳۰ واړه غړي د تېرې اونۍ په ترڅ کې ونیول شول.

اعلامیه زیاتوي، چې نیول شوي اورپکي د چاودنو، ځانمرګو بمي بریدونو، او وسله والو بریدونو په شمول، لویو ترهګریزو فعالیتونو کې ښکېل ول.

چارواکو نه دي ویلي چې آیا نیول شوي کسان طالب اورپکي دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500