د کندهار پولیسو د طالبانو تش په نامه ولسوال ونیو

سلام ټایمز

کندهار -- د کندهار د امنیه قوماندانۍ سرپرست جنرال تادین خان د یکشنبې په ورځ /د سلواغې ۲۱ مه/ وویل، چې په کندهار ولایت کې پولیسو د زابل ولایت د ترنک او جلدک ولسوالۍ ولسوال ونیو.

هغه په یوه ټویټ کې لیکلي، چې پولیسو مشکوک شخص په ارغستان ولسوالۍ کې د عملیاتو په ترڅ کې ونیو.

هغه زیاته کړه، چې په عملیاتو کې د ترنک او جلدک ولسوالۍ لپاره د طالبانو پخوانی مرستیال او څلور نور اورپکي ووژل شول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500