پاکستان د افغانستان په هکله د عمران خان له خبرو څخه د راپورته شوي جنجال په ارامولو کار کوي

پاکستان فارورډ

اسلام اباد -- د ډان د راپور له مخې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د چارشنبې په ورځ /د وري ۷مه/ یوه اعلامیه خپره کړه چې وایي د افغانستان په هکله د لومړي وزیر عمران خان خبرې غلطې تعبیر شوي دي.‌

خان د دوشنبې په ورځ /د وري ۵ مه/ وویل، چې افغانستان باید له طالبانو سره د سولې د خبرو د ښه پرمخ بوولو لپاره یو موقت حکومت جوړ کړي.‌

د هغه د خبرو له امله افغانستان له اسلام اباد څخه خپل سفیر ور وغوښت. سربېره پر دې،‌ کابل د پاکستان د سفارت مرستیال د یادو خبرو په هکله د توضیحاتو لپاره احضار کړ.

وزارت وایي، د خان هدف «د پاکستان بېلګه وړاندې کول وو، چې په کې انتخابات تر یوه موقت حکومت لاندې ترسره کیږي. دا خبرې باید داسې وانه خیستل شي چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه وبلل شي».

په اعلامیه کې راغلي، «پاکستان په افغانستان کې نوره علاقه مندي نه لري بلکې غواړي چې سیاسي پروسه 'د افغانانو په مالکیت او مشرۍ' پرمخ لاړه شي،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500