خلیلزاد: متحده ایالات د سولې هراړخیزه هوکړه غواړي، نه د وتلو توافق

سلام ټایمز

کابل -- د افغانستان د روغې جوړې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د سې شنبې په ورځ /د غبرګولي ۲۸مه/ وویل چې متحده ایالات له طالبانو سره په خبرو کې د ځواکونو د وتلو په هکله د توافق نه بلکې «د سولې د هراړخیزې هوکړې» په لټه کې دی.

خلیلزاد د سې شنبې په ورځ په یوه ټویټ کې ولیکل، «له طالبانو سره زمونږ د خبرو راتلونکي پړاو ته د تیاري په ترڅ کې، دا مهمه ده یاده شي چې مونږ د وتلو په سر د توافق په هکله نه، بلکې د سولې د یوې هر اړخیزې هوکړې په لټه کې یو.»

هغه په دغه ټویټ کې ویلي، «یوه هر اړخیزه هوکړه له څلورو مرتبطو برخو څخه تشکیل شوې ده؛ د ترهګرۍ ضد اطمینانونه، د عسکرو وتل، بین الافغاني مذاکرات چې یوه سیاسي حل ته لاره هواره کړي، او هر اړخیز او دایمي اوربند. دا داسې یو چوکاټ دی چې طالبان یې قبلوي.»

هغه زیاته کړه، «لکه څنګه چې ما په څو مواردو کې ویلي، څو چې په هر څه موافقه نه وي شوې په هېڅ شي به موافقه ونشي.»

خلیلزاد دا خبرې وروسته له هغه وکړې چې د طالبانو یوه ویاند سهیل شاهین د سې شنبې په ورځ وختي په یوه ټویټ کې ولیکل چې متحده ایالاتو له دې سره موافقه کړې چې خپل ټول عسکر له افغانستان څخه وباسي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500