افغان حکومت د ښه نیت ښودلو لپاره ۳۵ طالب بندیان پرېښودل

سلام ټایمز او ای اېف پي

کابل -- خامه پرېس د ملي امنیت ریاست د یوې اعلامیې په اساس راپور ورکړ چې یادې ادارې د دوشنبې په ورځ /د زمري ۲۱مه/ د سولې لپاره د ښه نیت ښودلو په خاطر ۳۵ طالب اورپکي له بند څخه ازاد کړل.

په اعلامیه کې راغلي چې د ملي امنیت ریاست یاد کسان د لوی اختر په مناسبت د ولسمشر د یوه حکم په اساس خوشې کړل.

د ای اېف پي د راپور له مخې،‌ اعلامیه زیاتوي چې «د دغو بندیانو خوشې کول سولې او د جنګ پای ته رسولو ته د حکومت د قوي ارادې یوه روښانه نښه ده.»

راپور وایي، چارواکو په پخوانیو بندیانو باندې تاکید وکړ چې د سولې او ثبات دښمنانو سره له همکارۍ څخه ځانونه وژغوري.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500