افغان ځانګړیو پولیسو په کابل کې د حقاني شبکې یو مهم غړی ونیو

سلام ټایمز

کابل -- د کورنیو چارو وزارت د چارشنبې په ورځ /د زمري ۲۳مه/ په یوه اعلامیه کې وویل چې افغان ځانګړیو پولیسو په کابل کې د عملیاتو په ترڅ کې د حقاني شبکې یو مهم غړی ونیو.

وزارت د عملیاتو د نېټې له ذکر کولو څخه پرته په یوه اعلامیه کې ویلي چې مشکوک شخص چې د سردارمحمد په نامه یاد شوی د خلیفه داود په نامه هم پېژندل کېده او په ۹مه ناحیه کې نیول شوی دی.

اعلامیه زیاتوي چې سردار طالبانو او حقاني شبکې ته د وسلو او مهماتو د برابرولو مسؤل وو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500