جلال اباد -- کلیوالو د شنبې په ورځ (د تلې ۲۷مه) په ننګرهار ولایت کې د یوه جومات په خاورو خځلو کې چې یوه ورځ مخکې د جمعې د لمانځه پر وخت په یوه چاودنه کې ویجاړ شو د خپلو عزیزانو مړي ولټول. چارواکو وویل چې په چاودنه کې د لسګونو ماشومانو په ګډون ۷۰ کسان وژل شوي دي.
دغه برید -- چې سږ کال دویم تر ټولو ډېر خونړی برید وو -- په هسکه مېنه ولسوالۍ کې ترسره شو چې لږ تر لږه ۳۶ کسان په کې ټپیان هم شول.
د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي ای اېف پي ته وویل، "مونږ داسې راپورونه لرو چې د تېرې ورځې د چاودنې د مړو شمېر ۷۰ ته رسېدلی دی."
د ننګرهار د پوهنې ریاست ویاند آصف شینواري وویل، لږ تر لږه ۲۷ تنه قربانیان د ښوونځیو ماشومان ول.
هغه ای اېف پي ته وویل، "هغوی د ۹ او ۱۰ ټولګیو زده کوونکي وو. ۱۶ تنه د ښوونځیو زده کوونکي ټپیان شول." هغه زیاته کړه چې ماشومانو معمولا له لمانځه څخه وروسته په جومات کې درسونه ویل.
د چاودنې مسؤلیت هیچا هم پر غاړه نه دی اخیستی.