2016-12-21 | اقتصاد

افغان کلیوال د پایښت وړ اوبه خور په هکله معلومات ترلاسه کوي

د نړیوال بانک ګروپ

یو بیارغول شوی نهر د هرات ولایت بزګرو سره مرسته کوي چې لا ډېرمهارتونه او ښه حاصلات ترلاسه کړي.


د نړیوال بانک یوه پروژه په پنځو سیمو- کابل، بغلان، هرات، ننګرهار او بلخ ولایتونو- کې چې په مجموعي توګه ۱۹۰۰۰ هکتاره ځمکه پوښي د کرنې د پټیو لپاره د اوبو د مدیریت په برخه کې پانګونه حمایه کوي. [رومي مشورتي اداره/ نړیوال بانک]

د نړیوال بانک یوه پروژه په پنځو سیمو- کابل، بغلان، هرات، ننګرهار او بلخ ولایتونو- کې چې په مجموعي توګه ۱۹۰۰۰ هکتاره ځمکه پوښي د کرنې د پټیو لپاره د اوبو د مدیریت په برخه کې پانګونه حمایه کوي. [رومي مشورتي اداره/ نړیوال بانک]

انجیل ولسوالي، هرات ولایت، افغانستان -- ۵۷ کلن حاجي عبدالکریم خپل څادر په اوبو کې لمدوي او په دې ګرمه ورځ یې په خپل سر باندې اچوي. هغه په داسې حال کې چې خړ کمیس یې په خولو لوند دی، د کانال د یوې دروازې خوا ته ورځي. هغه له کانال څخه خځلې لیرې کوي او له بېخ نه یې شګې د بېل په واسطه راوباسي. هغه ته وظیفه ورکول شوې ده چې هره ورځ د دغه کانال څارنه وکړي او وګوري چې چېرې یې سوري نه وي کړي.

حاجي عبدالکریم وویل، «پخوا، دلته په ژمي کې هره ورځ ۷۰ کسان د دې لپاره توظیف کېدل چې نهر پاک او د اوبو لګولو لپاره برابر کړي. اوس زه یوازنی کس یم چې د کانال د پاکولو او پاملرنې مسؤلیت پرغاړه لرم. نور نو دې ته ضرورت نشته چې په لسګونو خلک دې د نهر په پاکولو کار وکړي.» هره میاشت د کلیوالو له ډلې څخه یو کس په افتخاري ډول کانال پاکوي.

حاجي عبدالکریم د هرات ولایت د انجیل ولسوالۍ په کشک باد سبا کلي کې یو بزګر دی. هغه په عمومي توګه په خپله ۲۰ جریبه (۴۰ زره مربع متره) ځمکه کې غنم کري. بیا رغول شوي د اوبه خور کانال هغه ته دا فرصت ورکړی دی چې پراخې ځمکې پرې اوبه کړي، او اوس هغه کولی شي چې خپله ټوله کرنیزه ځمکه وکري، په داسې حال کې چې پخوا به یې یوازې ۱۵ جریبه کرله.

د کانال له بیارغونې نه مخکې حاجي عبدالکریم او د هغه کلیوالو کولی شوای چې د اوبو د ضیاع په وجه د خپلې ځمکې یوازې یوه برخه وکري. کلیوالو به اوبه د شګو په بوجیو را ایسارولې چې خپلو پټیو ته یې ورتاوې کړي. دا به یوه اوږده پروسه وه چې ډېرې اوبه به په کې ضایع کېدلې. اوس یوازې په څو دقیقو کې نوې جوړې شوې فلزي دروازې پرانستل کیږي یا بندول کیږي او اوبه د ځمکې خوا ته ورتاوېږي، چې په لاره کې د اوبو د ضیاع مخه نیسي.

یو ۷۵ کلن بزګر محمد یاسین وریادوي چې، «زما حاصل خراب شو او ما کولی شوای چې یوازې نیمه ځمکه مې وکرم. اوس زه کولی شم چې خپله ټوله ۱۵ جریبه ځمکه وکرم. زمونږ اقتصادي شرایط ښه شوي دي. مونږ دومره ګټه کوو چې دسترخوان مو له خوړو ډک کړي، او د خدای په مرسته، بل چا ته احتیاج نه یو.»

د بیارغونې پروژه، چې د کشک باد سبا کلي د کانال د دروازو جوړول هم په کې شامل وو په ۱۰ میاشتو کې تکمیل او د ۲۰۱۴ په سپتمبر کې پای ته ورسېدله. دا کانال چې د کرنې د پټیو لپاره د اوبو د مدیریت د پروژې (OFWMP) له خوا جوړ شوی دی ۳۳۱۵ متره اوږدوالی لري او له ۳۳۰ څخه ډېرو کورنیو ته ګټه رسوي. د بیارغونې لګښت یې خواوشا ۶.۷ میلیونه افغانۍ (خواوشا ۹۶۵۰۰ ډالر) وو.

د کرنې د پټیو لپاره د اوبو د مدیریت پروژه (OFWMP) د افغانستان د بیارغونې د وجهي صندوق (ARTF) د ۲۵ میلیونه ډالرو (۱.۷ میلیارده افغانیو) مرستې په واسطه د دې لپاره کار کوي چې د اوبو د استعمال د مؤثریت له لارې د پروژې په ساحو کې کرنیزو محصولاتو ته انکشاف ورکړي. هغه د کرنې، اوبه لګولو او مالدارۍ د وزارت (MAIL) له خوا تطبیقیږي.

دغه پروژه په پنځو سیمو- کابل، بغلان، هرات، ننګرهار او بلخ ولایتونو- کې چې په مجموعي توګه ۱۹۰۰۰ هکتاره ځمکه پوښي د کرنې د پټیو لپاره د اوبو د مدیریت په برخه کې پانګونه حمایه کوي. د کرنې د پټیو لپاره د اوبو د مدیریت پروژې (OFWMP) په ۲۰۱۱ کال کې د خپل فعالیت له پیل راهیسې د افغانستان په لوېدیځ، په ځانګړې توګه هرات ولایت کې ۳۵ پروژې پلې کړې دي.

د غوره طریقو کارول

د کرنې د پټیو لپاره د اوبو د مدیریت پروژه (OFWMP) همدارنګه بزګرانو ته د هغوی د پټیو د اوبه کولو لپاره ښې طریقې ورښیي چې په صحیح طریقه د اوبه خور د سیستم کارول زده کړي. وروسته له هغه چې یو کانال جوړ یا بیا ورغول شي، په کلي کې یو پټی داسې برابرول کیږي چې د ځمکې په برابرولو او د بهتر او چټک اوبه خور د اسانولو طریقې پرې وښودل شي.

په کشک باد سبا کلي کې د اوبه خور د اتحادیې مشر ۴۵ کلن محمد یعقوب وایي، «مونږ پخوا ژورې ویالې اېستلې چې بیا به زمونږ فصلونو ته اوبه سمې نه ورختلې. دې روزنې مونږ ته دا راوښودله چې مونږ د خپلو زراعتي ځمکو سطحه څنګه برابره کړو، چې دغه حالت د پټي ټولو برخو ته د اوبو د ور رسېدلو ستونزه حل کړه.»

بیا رغول شوي کانال او روزنې کلیوالو ته دا فرصت په لاس ورکړ چې په لږ وخت او لږه انرژۍ پټي اوبه کړي.

یوه ۵۱ کلن کس چې بسم الله نومېږي وویل، «پخوا، ما کولی شوای چې خپله ځمکه په ۲۵ ورځو کې یوازې یو ځل اوبه کړم او دغه کار به درې ساعت وخت نیوه. اوس ما ته په هرو ۸ ورځو کې یو ځل د اوبو وار راځي، او زما ځمکه په ۹۰ دقیقو کې مکمله اوبه کیږي. په عین وخت کې، زما د پټیو حاصل د جریب په سر له ۳۲۰ کیلو ګرامه غنمو نه ۳۸۰ او ان ۴۰۰ کیلو ګرامه غنمو ته ډېر شوی دی.»

[نړیوال بانک ګروپ د هغوی په وېب سایټ http://www.worldbank.org/terms د یادو شویو شرایطو او مقرراتو په مراعتولو سره د دې موادو د کارولو اجازه ورکوي.]

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

Ca mobile no 4927130d4c712bee9a68b0f9ecb8cf9c05586640d62e35366654e46ff7e4c1f7 0

تبصره

* ضروري برخې ښيي
Captcha

1 تبصرې

zmaray | 12-22-2016

ښه پروګرام دی. که دغه ډول پروژې په پښتون مېشتو ولایتونو کې هم عملي شي خلک پخپله له جنګونو نه لاس اخلي. اوس خو اکثر خلک د بې کارۍ او لوږې له امله له وسله والو ډلو سره یو ځای کیږي او د حکومت په مقابل کې جنګ کوي.

د رایو شمېر

د منځنۍ آسیا د هېوادونو د افراطي هڅو د خپلو ځوانانو په تلقینولو ماتې .

نتایج وګورئ