http://afghanistan.asia-news.com/ps/articles/cnmi_st/features/2017/05/03/feature-01
| امنیت

د سولې په نوې هڅه کې، د افغان پولیسو مشر تسلیم شویو طالبانو ته سرپناه ورکړه

د ای اېف پي او سټاف راپور

د افغان طالبانو پخواني قوماندان مولوي عبدالرؤف چې ۳۷ کاله عمر لري د مارچ په ۲۲مه د کندهار ولایت په پنجوایي ولسوالۍ کې له ای اېف پي سره خبرې وکړې.‌ د کندهار د امنیې قوماندان طالب جنګیالیو او د هغوی کورنیو ته چې په پاکستان کې یې د سرحد په خواوشا کې خوندي ځایونه لټول د یوې نوې ستراتیژۍ په اساس د استوګنې سیمې برابروي چې یاغیتوب پای ته ورسېږي.‌

کابل -- یو افغان د امنیې قوماندان طالب جنګیالیو او د هغوی کورنیو ته چې په پاکستان کې یې د سرحد په اوږدو کې خوندي ځایونه لټول د یوې نوې ستراتیژۍ په اساس چې یاغیتوب پای ته ورسېږي، خوندي ځایونه برابروي.‌

د کندهار د پولیسو مشر عبدالرازق په تېر ډسمبر کې د طالب اورپکو لپاره د یوې خوندي سیمې د برابرولو غوښتنه وکړه.‌ دغه پلان د افغانستان د هغه اوږدمهالي تور په اساس په پام کې نیول شوی وو چې وایي د یاغیتوب د سون مواد په سرحد کې له موجودو پټنځایونو څخه د پاکستان په ملاتړ تیارېږي.‌

امنیتي سرچینې وایي، له هغه وخت راهیسې، خواوشا دوه درجنه یاغیان چې له جیګپوړو قوماندانانو څخه رانیولې د ټیټې سطحې تر جنګیالیو پورې کسان په کې شامل دي، د رازق د باوري مرستیال سلطان محمد په مرسته چې هغوی له پاکستان څخه راتګ ته تشویقوي، هلته مېشت شوي دي.‌

پاکستان د اورپکو له ملاتړ څخه انکار کوي، او وایي چې هغوی د طالبانو خوندي ځایونه د دې لپاره د فشار راوړلو د یوې وسیلې په توګه استعمالوي چې په دغې ډلې زور راوړي چې له کابل سره خبرې اترې وکړي.‌

'خپل وطن ته راستانه شئ'

درې پخوانیو جنګیالیو په کندهار کې له پټو ځایونو څخه د ټیلیفون له لارې له ای اېف پي سره خبرې وکړې.‌ ټول وایي چې هغوی په بالفعل توګه معافیت ترلاسه کړی، او ځینو یې د جګړې ډګر ته د نه ستنېدا په بدل کې استوګنځی او پیسې هم ترلاسه کړې دي.‌

۳۷ کلن ملا عبدالرؤف چې د طالبانو د اقتصادي کمېسیون یو پخوانی غړی وو، ای اېف پي ته وویل، «سلطان محمد ماته وویل:‌ 'بېرته خپل وطن ته،‌ خپل پلرني وطن ته له ډاره پرته راستون شه.‌ زه ضمانت درکوم چې څوک به لاس هم درباندې کېنږدي'»

رؤف، چې د دې کال په لومړیو کې د پاکستان په جنوب ختیځ کې له کوېټې څخه له خپلو درې ښځو او ماشومانو سره راووت،‌ وویل، «هغه په خپل موټر کې سرحد ته راغی چې زما کورنۍ ته ښه راغلاست ووایي،»

د طالبانو په نورو کسانو کې چې سرچینې ادعا کوي چې په کندهار کې یې په یاده سیمه کې پناه اخیستې ده د معلم پاینده او محمدالله خان په نامه قوماندانان او د ډاکټر خلیل په نامه د یاغیانو یو مشر شامل دي. خلیل په ۲۰۱۱ کال کې په کندهار کې د محبس د ماتېدلو په پېښه کې تښتېدلی وو.‌

که څه هم چې د سرحد په سر د یو شمېر اورپکو لارې ته راوستل دا احتمال نه لري چې شخړه دې په پام وړ ډول راکمه کړي، خو دا د چارواکو له خوا یوه نوې هڅه ده چې له پاکستان څخه د یاغیانو د ثقل مرکز ته حرکت ورکړي او هغوی افغانستان ته راستانه کړي.‌

خو یاغیانو ته چې لاسونه یې په وینو سره دي سرپناه یا صلاحیت ورکول یوه خطرناکه او جنجالي لوبه ده.‌

طالبانو د اپریل په ۲۱ مه د افغان اردو په یوه مرکز باندې له ۲۰۰۱ کال راهیسې د تر ټولو خونړیو حملو له جملې څخه یوه حمله وکړه او په دغه برید کې یې لږ تر لږه ۱۴۴ کسان ووژل چې دغه برید په پراخه کچه د قهر سبب وګرځېد او په امنیتي ځواکونو کې یې ګډوډي رامنځته کړه.‌

سم چې یاغیتوب پراخېږي،‌ محمد وایي چې د هغه هڅې «د اوبو په یوه لوی بند کې د کوچنیو سوریو په څېر دي» چې ورو ورو به دغه جوړښت راونړوي.‌

هغه ای اېف پي ته وویل،‌ «د طالبانو د دغو کسانو راستنېدا به نورو ته لاره هواره کړي چې بېرته راستانه شي،»‌

'له جګړې څخه ستړي'

خلیل وویل،‌ څو دقیقې وروسته له هغه چې نوموړی د پاکستان د چمن ښار له لارې له پولې را تېر شو، طالبانو د هغه لټول پیل کړل.‌

هغه ای اېف پي ته وویل،‌ «هغوی به زه د تحریک د پرېښودلو له امله وژلی وای،»

هغه چې له جګړې څخه ستړی شوی وو،‌ له کوېټې څخه محمد ته چې هغه ته یې د کورنۍ د راوستلو په شرط -- څو بیا بغاوت ونه کړي،‌ د سرپناه وړاندیز کړی وو، را ورسېد‌.

خلیل وویل، کله چې افغانستان ته را ورسېد، محمد هغه ته استوګنځی،‌ خواړه او ۲۰۰ ډالر (۱۳۵۲۳ افغانۍ) ورکړل.‌

اوس هغه له محمد سره مرسته کوي چې د نورو هغو طالبانو ټیلیفون نمبرونه پیدا کړي چې په پاکستان کې مېشت دي او غواړي راستانه شي.‌

خلیل وویل،‌ «ډېر له جګړې څخه ستړي دي او غواړي چې راستانه شي خو اخوا ته له پاکستاني استخباراتو څخه وېرېږي او دلته له نیول کېدلو او شکنجه کېدلو څخه،»

'د بل چا د ګټو د ساتلو لپاره جګړه مه کوئ'

د افغانستان د ملي امنیت شورا د کندهار د ستراتیژۍ په هکله له خبرو کولو څخه ډډه وکړه، او یوازې دا یې وویل چې طالبان دا اجازه لري چې تر دولتي مصؤنیت لاندې افغانستان ته راستانه شي.

تېر کال یوه جیګپوړي امنیتي چارواکي ای اېف پي ته وویل چې د حکومت هدف دا دی چې «طالبان له پاکستان څخه افغانستان ته راولي.»

یو شمېر افغانانو د دغې ستراتیژۍ ګټورتوب د پوښتنې وړ ګڼلی، په داسې حال کې چې نور بیا وایي چې هره هڅه د سولې پروسې سره مرسته کوي.

په کابل کې مېشت څېړونکي رحمت الله امیري وویل،‌ «طالبان یو،‌ دوه یا درې سوه کسان نه دي.‌ هغوی زرګونه کسان دي،‌ او ټول یې په پاکستان کې نه دي.‌ دا پلان به څنګه تاثیر وکړي؟»

سلطان محمد وویل،‌ حتی د څو کسانو بې وسلې کول او عادي حالت ته راګرځول په دې ارزي چې هڅې ورته وشي.‌

هغه وویل، کله چې د هغه مخابره د یوه یاغي له مخابرې سره مخامخ کیږي، هغوی کنځلې کوي، ګواښونه کوي او غواړي چې د هغوی نیول شوې وسلې دې بېرته په لاس ورکول شي، خو دی ورته دا یو پیغام ورکوي چې:‌ «د بل چا په ګټه جنګ نه لاس واخلئ او خپل وطن ته راستانه شئ.»‌

د افغانستان په ولسي جرګه کې د کندهار یوه استازي جنرال عبدالخالق بارکزي له دغې ستراتیژۍ څخه ملاتړ څرګند کړ او ویې ویل،‌ یوې خوندي سیمې ته د پخوانیو طالبانو راوستل به مرسته وکړي چې هغوی د سولې پروسې سره یوځای شي.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «که د هغوی هغه مشران چې د طالبانو لپاره جګړه کوي مونږ ته راشي، هغوی کولی شي چې خپل پلویان دې ته تشویق کړي چې راشي او د سولې پروسې سره یوځای شي،»‌

[له کابل څخه اعزازالله د دې راپور په برابرولو کې همکاري کړې ده.]

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟
0
نه
0 تبصره
د تبصرو تګلاره
Captcha