تروريزم

داعش د جګړې د ستړیا د رفع کولو لپاره 'جهادي ګولۍ' قاچاقوي

له قاهرې څخه د ولید ابوالخیر راپور

سوریایي پولیس د ۲۰۱۶ د جنورۍ په ۴ مه په دمشق کې د نشه ییزو توکو پر ضد د مبارزې اداره کې، نیول شوي نشه ییز توکي او کپتاګون ګولۍ، ښیي. دغو ناقانونه نشه ییزو توکو د سوریې د جګړې په ګډوډۍ کې پراختیا وموندله. [لوواوي بشاره/ای اېف پي]

سوریایي پولیس د ۲۰۱۶ د جنورۍ په ۴ مه په دمشق کې د نشه ییزو توکو پر ضد د مبارزې اداره کې، نیول شوي نشه ییز توکي او کپتاګون ګولۍ، ښیي. دغو ناقانونه نشه ییزو توکو د سوریې د جګړې په ګډوډۍ کې پراختیا وموندله. [لوواوي بشاره/ای اېف پي]

د داعش اورپکي د کپتاګون په څېر غیرقانوني نشه ییز توکي استعمالوي، جوړوي، قاچاقوي او کاروبار یې کوي چې له جګړې څخه د ستړيا په وړاندې مبارزه وکړي او د دغه ګروپ لپاره عواید برابر کړي.‌

داعش په مکرر ډول هڅه کړې ده چې د یوې فتوا د صادرولو له لارې چې په هغې کې د دغې تحریکوونکې مادې استعمال ته په دې پلمه چې «جهاد اسانوي» اجازه ورکوي، توجیه کړي.‌

د هغو کسانو په وینا چې له یادې نشه ییزې مادې سره اشنا دي، دغه ګولۍ د جنګیالیو په منځ کې عامې دي ځکه چې هغه د خوښۍ سبب ګرځي او په دې کې په لوړه کچه مؤثرې دي چې کاروونکی تر ډېرې مودې پورې په تیارسۍ حالت کې وساتي.‌ همدارنګه، د دغو ګولیو جوړول په نسبي توګه اسان دي.‌

په الباب کې د ازادې سوریې پوځ د ډلې قوماندان مروان الشهابي وویل، «په سوریه کې د جګړې د اوږدوالي له امله،‌ د هېواد په ډېرو سیمو کې په نشه ییزو توکو د اعتیاد په شمول ګڼې غمیزې رامنځته شوي دي،»

هغه وویل، دا په ځانګړې توګه د جنګیالیو په منځ کې عام دي. په هغوی کې اکثر کپتاګون د دې لپاره استعمالوي چې ويښ پاتې شي او تراماډول د دې لپاره کاروي چې د ټپونو دردونه یې ارام شي. نوموړي زیاته کړه، چې د ګولیو له امله رامنځته شوې خوښي جنګیالیو ته د قاطعانه قوت احساس ورکوي.‌

الشهابي وویل، کپتاګون ګولۍ د داعش د جنګیالیو په منځ کې په ځانګړې توګه عامې دي، ځکه چې «د هغو استعمال منع نه دی، او دلیل یې دا دی چې هغوی وایي چې هغه په جهاد کې مرسته کوي».‌

جوړول او توزیع کول

الشهابي وویل، د داعش امیرانو دا ګولۍ د داسې منځګړو له لارې چې هغه یې سوریې ته قاچاق کولې ترلاسه کولې، او بیا به یې هغه د جنګیالیو په منځ کې توزیع کولې.‌

هغه وویل، «خو، په ظاهره دغه ګروپ په هغوی باندې له لګېدلو بندیزونو سره سره کولی شي چې د جوړونې لپاره خپلې دستګاوې ولګوي،»

هغه وویل، د دغو ګولیو تولید سخت نه دی، ځکه چې د هغو په جوړونه کې کارېدونکي خام مواد ترلاسه کول په نسبي توګه اسان دي.‌

الشهابي وویل، هغه معلومات ترلاسه کړي چې د داعش له خوا جوړېدونکې ګولۍ اصلا له عراق څخه راتللې، او د هغو د جوړېدا د ځای په اساس په غیر رسمي توګه د «فلوجه» په نامه یادېدلې.‌

هغه وویل، «بالاخره، هغه ګولۍ له مارکېټ څخه ورکې شوې، او په مارکېټ کې په سوریه کې جوړېدونکې نوی ډول ګولۍ راڅرګندې شوې چې له پخوانیو هغو سره مشابه دي، او یوازې رنګ یې زېړچک غوندې دی،»

هغه وویل، د ګولیو د تولید اکثر مرکزونه په دیر ایزور کې واقع دي، چې هلته هغه د هغو قاچاقچیانو له خوا چې له داعش څخه یې ترلاسه کوي ډېرې او په نیمه ازاد ډول خرڅېږي.

د سوریې د دیموکراتیکو ځواکونو جنګیالي وایل جابر وویل، په لسګونو داسې ځایونو کې چې د سوریې دیموکراتیکو ځواکونو په شمالي سوریه کې د داعش له کنټرول څخه ازاد کړي دي هغه د داعش په مرکزونو او د یادې ډلې د جنګیالیو په کورونو کې د کپتاګون ګولیو قوتۍ موندلې دي.‌

د الحسکه اوسېدونکي دیارونا ته وویل، «د داعش د مړو جنګیالیو د لټون پر وخت د هغوی له جیبونو څخه د ۱۰ - ۱۵ کپتاګون ګولیو پلتې هم ترلاسه شوي دي،»‌

هغه وویل، د داعش اکثرو جنګیالیو د خپلو ټپونو له امله د درد اظهار نه کاوه، او زیاته یې کړه چې هغه له ډاکټرانو څخه معلومات ترلاسه کړل چې د هغوی بدنونه په بشپړ ډول نشه شوي ول.‌

'د جهاد ګولۍ'

د اردن او سوریې تر منځ په بنده نظامي سیمه کې د کډوالو په غیر رسمي کمپ، الرکبان، کې د کمپ د خیریه چارو یوه کارکوونکي طارق النویمي وویل، چې د کمپ امنیتي کسانو داسې یو سړی ونیو چې کپتاګون ګولۍ یې خرڅولې.‌

النویمي دیارونا ته وویل، چې خرڅوونکي وویل چې دغه ګولۍ د داعش تر کنټرول لاندې سیمو څخه ترلاسه شوي، او څرګنده یې کړه چې «یاده ډله دغه ګولۍ په ډېره ارزانه بیه هغو کسانو ته ورکوي چې هغوی غواړي په دغه کمپ» یا بل ځای کې یې خرڅې کړي.

النویمي وویل، خرڅوونکي همدارنګه وویل چې قاچاقچیان دا ګولۍ له سوریې څخه بهر په غټ مقدار کې خرڅوي.‌

هغه وویل، «د دې ګولیو تجارت، د دې اسانۍ په پام کې نیولو سره چې داعش ته له نژدې کسانو یا پخپله د داعش له کسانو څخه یې ترلاسه کوي،‌ د قاچاقچیانو لپاره په یوه لوی فعالیت باندې اوښتی دی،»

هغه وویل، کپتاګون چې «د جهاد ګولۍ» په نامه یادېږي او د داعش تر کنټرول لاندې سیمو کې جوړېږي «د هغو د زېړچک رنګ له مخې پېژندل کېږي،‌ او له هغو ګولیو سره یې چې د داعش له کنټرول څخه بهر سیمو څخه راتللې او سپین رنګ یې درلود، توپیر لري.»

قېمتونه له یوې سیمې څخه بلې ته فرق کوي، چې ګولۍ وړاندې کوونکي په کمپونو کې یوه ګولۍ په یوه ډالر خرڅوي، او په ډېرو مرفه سیمو کې یې بیا تر ۲ ډالرو پورې خرڅوي.‌

النویمي وویل، «د ۱۰ ګولیو د پلتې قېمت د مقدار او هغه ځای په اساس چې هلته ترلاسه کیږي له ۳۰ څخه تر ۵۰ ډالرو پورې فرق کوي،»‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500