روغتیا

په اروزګان کې د طالبانو د فعالیت له امله ۲۵۰ زره کسان له روغتیایي پاملرنې څخه محروم شوي دي

د سلیمان راپور

یو ټپي شوی افغان سړی د ۲۰۱۶ د می په ۹ مه د موټر له یوه ټکر څخه یوه ورځ وروسته په کندهار کې درملنه ترلاسه کوي.‌ د طالبانو له خوا د سپتمبر په میاشت کې په اروزګان ولایت کې د روغتیایي مرکزونو په بندېدلو سره ۲۵۰۰۰۰ اوسېدونکي په سیمه کې له درملنې څخه بې برخې شول. [جاوېد تنویر/ای اېف پي]‌

یو ټپي شوی افغان سړی د ۲۰۱۶ د می په ۹ مه د موټر له یوه ټکر څخه یوه ورځ وروسته په کندهار کې درملنه ترلاسه کوي.‌ د طالبانو له خوا د سپتمبر په میاشت کې په اروزګان ولایت کې د روغتیایي مرکزونو په بندېدلو سره ۲۵۰۰۰۰ اوسېدونکي په سیمه کې له درملنې څخه بې برخې شول. [جاوېد تنویر/ای اېف پي]‌

کابل -- د ځایي اوسېدونکیو او افغان چارواکو په وینا، طالبانو په اروزګان ولایت کې ۵۴ روغتیایي مرکزونه بند کړي، او د سیمې سلګونه زره اوسېدونکي یې روغتیایي پاملرنې ته له لاسرسي څخه بې برخې کړي دي.

د اروزګان د والي ویاند دوست محمد نایاب وویل، چې په دغه ولایت کې د ۵۹ روغتیایي مرکزونو له جملې څخه ۵۴ یې د طالبانو د ګواښونو له امله تړل شوي دي.

هغه سلام ټایمز ته ویل، «طالبانو ډاکټران او نور روغتیایي کارکوونکي له کار کولو څخه منع کړي او هغوی ته اجازه نه ورکوي چې روغتونونو او روغتیایي کلینیکونو ته ورشي،»

نوموړي وویل، «طالبانو همدارنګه د دغه ولایت د عامه روغتیا ریاست ته خبرداری ورکړی چې طالبان به، تر هغه وخته چې ولایتی چارواکي د هغوی غوښتنې پوره نه کړي، هېڅکله اجازه ورنه کړي چې دغه روغتیایي مرکزونه بیا پرانستل شي،»

د افغان ملي اردو سرتېري د تېر اکتوبر په ۱۶مه د کندهار - اروزګان په لویه لاره ګزمه کوي. طالبانو په یوه هڅه کې په اروزګان ولایت کې ۵۴ روغتیایي مرکزونه د دې لپاره بند کړي چې د روغتیا له څانګې څخه پیسې ترلاسه کړي او ولایتي چارواکي دې ته مجبور کړي چې د یاغیانو تر کنټرول لاندې سیمو کې کلینیکونه جوړ کړي. [جاوېد تنویر/ای اېف پي]

د افغان ملي اردو سرتېري د تېر اکتوبر په ۱۶مه د کندهار - اروزګان په لویه لاره ګزمه کوي. طالبانو په یوه هڅه کې په اروزګان ولایت کې ۵۴ روغتیایي مرکزونه د دې لپاره بند کړي چې د روغتیا له څانګې څخه پیسې ترلاسه کړي او ولایتي چارواکي دې ته مجبور کړي چې د یاغیانو تر کنټرول لاندې سیمو کې کلینیکونه جوړ کړي. [جاوېد تنویر/ای اېف پي]

نایاب وویل، پاکه خبره دا ده چې د طالبانو انګېزه د پیسو غوښتنه ده.‌

هغه وویل، «په اروزګان کې ټول روغتیایي خدمتونه د افغان روغتیایي او انکشافي خدمتونو د موسسې له خوا، چې د افغانستان نړیوال مرستندویان یې تمویلوي، برابرېږي. د روغتیایي مرکزونو په بندولو سره، طالبان غواړي چې په دې اداره باندې فشار راوړي چې مجبوره شي او هغوی ته باج ورکړي.»

مقامات وایي، چې د طالبانو له خوا د روغتیایي مرکزونو بندول داسې یوه هڅه هم ده چې ځایي حکومت مجبور کړي چې د یاغیانو تر کنټرول لاندې سیمو کې کلینیکونه جوړ کړي، او د یاغیانو درملنه وکړي.‌

د ولایتي مرکز ترینکوټ په لمنو کې د احسان الله په نامه یوه ډاکټر ای اېف پي ته وویل، «مونږ په کلینیک کې وو چې یو شمېر وسله وال سړي راننوتل، له مونږ نه یې وغوښتل چې کیلي ګانې ورکړو او مونږ ته یې وویل چې مونږ نشو کولی چې نور هلته پاتې شو،»‌

له روغتیایي پاملرنې څخه د جګړې د یوې وسیلې په توګه کار اخیستل

د اروزګان د عامه روغتیا ریاست رییس خان اغا میاخېل په طالبانو باندې له روغتیایي پاملرنې څخه د جګړې د یوې وسیلې په توګه د کار اخیستلو له امله انتقاد وکړ.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «په جګړه کې ښکېل هېڅ ډله دا حق نه لري چې د روغتیایي پاملرنې مخه ونیسي.‌ طالبانو د ټولو قانوني او بشري اصولو او معیارونو پرعکس... ۵۴ روغتونونه او روغتیایي کلینیکونه بند کړي،‌ او په دې توګه یې د اروزګان ۲۵۰۰۰۰ اوسېدونکي له روغتیایي خدمتونو څخه بې برخې کړي دي.»

هغه وویل، «دا وخت،‌ یوازې د ترینکوټ مرکزي روغتون فعال دی او له ترینکوټ سره د نژدې سیمو خلک دغه روغتون ته مراجعه کوي، خو د ناروغانو د شمېر د ډېرېدا له امله ښایي چې د روغتیایي خدمتونو په وړاندې کولو کې ستونزې راولاړې شي.»

میاخېل وویل، «طالبان غواړي چې د خاص اروزګان او سرچینو په څېر ولسوالیو کې، چې د هغوی تر کنټرول لاندې دي، د جراحي خدمتونه برابر کړای شي. همدارنګه،‌ هغوی غواړي چې روغتیایي کارکوونکي هغوی پخپله مقرر کړي، او غواړي چی یوازې هغه کسان چې هغوی تایید کړي وي، د پولیو واکسینیشن په ډیپارټمنټونو کې کار وکړي.»

په داسې حال کې چې د روغتیا نړیواله موسسه (ډبلیو اېچ او) هڅه کوي چې د روغتیایي پاملرنې په خدمتونو کې خلاوې د ګرځنده کلینیکونو په وسیله ډکې کړي، د ډبلیو اېچ او د افغانستان د څانګې د روغتیایي کلستر کوارډینیټر ډیویډ لی اعتراف کوي چې دغه ډول کلینیکونه نشي کولی چې ټولو اړمنو کسانو ته خدمتونه ورسوي.‌

ښاغلې لی، په داسې حال کې چې اټکل کوي چې سږکال دوه میلیونه افغانان متأثر شوي دي، ای اېف پي ته وویل، «کله چې د نورمال معیار لرونکی روغتیایي مرکز تړل کیږي او هلته بل هېڅ شی نه وي، بیا نو ټوله ولسوالي له روغتیایي پاملرنې څخه محرومېږي،»

هغه وویل، «روغتیایي پاملرنه باید د شخړې برخه ونه ګرځول شي،»

اوسېدونکي د ستونزو په هکله خبرې کوي

د اروزګان ولایت د دهراود ولسوالۍ یوه اوسېدونکي نظرمحمد چې ۴۸ کاله عمر لري، سلام ټایمز ته وویل، «زما ۱۶ کلن زوی یوه سخته ناروغي لرله.‌ یوه ورځ‌ زه مجبور شوم چې هغه کلینیک ته د درملنې لپاره بوځم. له بده مرغه، له یوه کلینیک څخه پرته نور ټول تړل شوي ول.»

هغه وویل، «خو د هغه یوه پرانستي کلینیک ډاکټران او کارکوونکي هم د طالبانو له ډاره کار ته نه وو راغلي،»

نظرمحمد چې له خپل زوی سره ترینکوټ ته راغلی وو، وویل، «نا امني او د طالبانو له خوا رامنځته شوي ګواښونه د اندېښنې خبره ده. له دوه ورځو څخه وروسته، زه بالاخره وتوانېدم چې خپل زوی د ترینکوټ مرکزي روغتون ته را انتقال کړم.»

وروسته له هغه چې طالبانو د هغه ځایي روغتیایي کلینیک وتاړه،‌ د چارچینو ولسوالۍ بزګر حاجي فضل احمد مجبور شو چې موټر په کرایه ونیسي او خپله ناروغه مېرمن د شپږو ساعتونو په مزل لیرې روغتون ته بوځي. لکه څنګه چې هغه وېرېده، یاغیانو هغه روغتون هم تړلی وو.

احمد ای اېف پي ته وویل، «هلته هېڅ روغتیایي خدمتونه نه ول، بیا ما په ۲۵۰۰ افغانۍ ترینکوټ ته موټر راکرایه کړ، خو له بده مرغه چې دلته هم وضعه ښه نه ده،»‌

بزګر مجبور شو چې بل موټر کرایه کړي او په دې هیله کندهار ښار ته لاړ شي چې د خپلې ناروغې ښځې درملنه وکړي.‌

په اروزګان کې یوه قومي مشر عبدالرحیم خان سلام ټایمز ته وویل، «د اروزګان خلک تل د طالبانو د فعالیتونو اصلي قربانیان دي.‌ دا ځل هم د نظامیانو پرځای یوازې ملکي خلک د روغتونونو د بندېدا له امله متأثر شوي دي.»‌

هغه وویل،‌ «طالبانو زمونږ په ولایت کې د لسګونو زرو خلکو ژوند له ګواښ سره مخامخ کړی دی. مونږ له طالبانو نه غوښتنه کوو چې روغتونونه بېرته پرانیزي، او ډاکټرانو ته اجازه ورکړي چې د ناروغانو د درملنې په برخه کې خپل کار ته دوام ورکړي او نور نو ملکي خلک د خپلو شخصي غوښتنو قرباني نه کړي.»

د روغتیایي مرکزونو د بېرته پرانستلو لپاره حکومتي هڅې

د عامه روغتیا وزارت د طالبانو له خوا په اروزګان ولایت کې د روغتیایي مرکزونو بندېدا تایید کړې، او وایي چې د دې لپاره هڅې روانې دي چې هغه بېرته پرانستل شي.‌

د وزارت ویاند وحیدالله مجروح سلام ټایمز ته وویل، «طالبانو په اروزګان کې اکثر روغتیایي مرکزونه تړلي دي،»

هغه وویل، «د عامه روغتیا وزارت، له حکومت، قومي مشرانو او دیني عالمانو سره په همکارۍ ډېرې هڅې کوي چې تړل شوي روغتیایي مرکزونه بېرته پرانیزي،»

مجروح وویل، «مونږ په جګړه کې ښکېلو ټولو ډلو نه غواړو چې روغتیایي سکټور د خپلو سیاسي او نظامي غوښتنو د وسیلې په توګه ونه کاروي،»

هغه وویل، «مونږ د قانون له مخې دې ته ژمن یو چې د افغانستان ټولو اتباعو ته مساوي خدمتونه برابر کړو، او مونږ دې ته تیار یو چې د افغانستان د ټولو سیمو اوسېدونکیو ته روغتیایي خدمتونه چمتو کړو،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500