امنیت

قومي مشرانو او دیني عالمانو له افغان امنیتي ځواکونو څخه خپل ملاتړ تازه کړ

د خالد زېري راپور

د ننګرهار، کونړ او لغمان ولایتونو خواوشا ۲۰۰ تنه دیني عالمان او قومي مشران د ډسمبر په ۶ مه د لغمان ولایت په ګمبېري سیمه کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو په مرکز کې راغونډ شول او له افغان امنیتي ځواکونو څخه یې خپل ملاتړ بیا تازه کړ. [خالد زېری]

لغمان -- د ننګرهار، کونړ او لغمان ولایتونو خواوشا ۲۰۰ تنو دیني عالمانو او قومي مشرانو له افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو څخه خپل ملاتړ بیا تازه کړ (ای این ډي ایس ایف).

هغوی د ډسمبر په ۶ مه د لغمان ولایت په ګمبېري سیمه کې د افغان ملي اردو د ۲۰۱ سېلاب قول اردو په مرکز کې په یوه غونډه کې د خپل ملاتړ ژمنه وکړه.

هغوی د طالبانو او داعش جنګیالي «یو شرم» وګڼل او ویې ویلچې د حکومت پر ضد د هغوی روان جنګ «ناروا» دی.

دیني عالم مولوي محمد یونس په غونډه کې وویل، «مونږ په خپلو ټولو امنیتي ځواکونو باندې فخر کوو، او باور پرې کوو. د حکومت مخالفانو یوه غیر مشروع جګړه شروع کړې، او باید چې ویې دروي. زمونږ اردو یوه اسلامي او د دین ساتونکې اردو ده.»‌

د ننګرهار، کونړ او لغمان ولایتونو دیني عالمانو او قومي مشرانو د ډسمبر په ۶ مه په لغمان ولایت کې د یوې کتنې په ترڅ کې له افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو څخه خپل ملاتړ بیا تازه کړ. [خالد زېری]

د ننګرهار، کونړ او لغمان ولایتونو دیني عالمانو او قومي مشرانو د ډسمبر په ۶ مه په لغمان ولایت کې د یوې کتنې په ترڅ کې له افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو څخه خپل ملاتړ بیا تازه کړ. [خالد زېری]

هغه وویل، «مونږ د هېواد په ټولو مخالفانو باندې غږ کوو -- چې راشئ او خپل هېوادوال مه شهیدانوئ، تاسو د پردیو د استخباراتو لپاره جنګ کوئ.»‌

هغه وویل،‌ ټول افغان دیني عالمان باید د حکومت ملاتړ وکړي او د دغه سیستم په قوي کولو کې برخه واخلي.

په ننګرهار کې د حج او اوقافو ریاست رییس مولوي عبدالظاهر حقاني وویل، «د داعش غړي په مطلق ډول خوارج دي، او طالبان هم د پردیو ګوډاګیان دي. هغوی غواړي چې زمونږ دین وشرموي، او مونږ باید د هغوی پر ضد جګړه وکړو.»

هغه وویل، «د حکومت مخالفانو یوه نامشروع جګړه پیل کړې ده. زمونږ هېواد یو اسلامي هېواد دی، او زمونږ امنیتي ځواکونه زمونږ له هېواد او دین دواړو څخه دفاع کوي؛‌ له دې امله، هر کس مکلف دی چې د خپلو امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړي.‌ دا زمونږ فرض دی، او مونږ یې باید ترسره کړو.»

افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه د ولس افتخار دی

د لغمان د ولایتي شورا یوه غړي شاه مرد هم په دې غونډه کې خبرې وکړې. هغه په افغانانو باندې تاکید وکړ چې د امنیتي ځواکونو ملاتړ دې وکړي.

هغه وویل،‌ «مونږ مخکې د خپلو ځواکونو ملاتړ کړی دی، او اوس یې هم ملاتړ کوو. مونږ به دغه ملاتړ ته دوام ورکړو ځکه چې هغوی زمونږ د هېواد او عزت مدافعان دي. څو چې هغوی وي مونږ به یو.‌»

هغه وویل، «زه په خپلو هغو لسګونو خپلوانو باندې، چې په پولیسو او اردو کې کار کوي، افتخار کوم.‌ دا زما او زما د کورنۍ لپاره د افتخار یوه لویه سرچینه ده.»‌

هغه وویل، «زه دا په ډاډ سره وایم چې د دغو ځواکونو له موجودیت څخه پرته به غلاوې، لوټمارۍ او وژنې هومره ډېرې وای چې زمونږ په خیال کې هم نه راځي. دا د الله تعالی فضل دی چې هغه مونږ ته یوه اردو راکړې، هغه مونږ ته پولیس راکړي او هغه مونږ ته سرحدي ځواکونه راکړي دي.‌ له دې نه بل لوی افتخار نشته.»‌

د ۲۰۱ سېلاب قول اردو قوماندان تورن جنرال محمد زمان وزیري د غونډې له برخه والو څخه د افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ له امله مننه وکړه.‌

هغه وویل، «وسله وال ځواکونه هم په ولس تکیه دي، او دا ولس دی چې زمونږ ملا یې راتړلې ده.‌ هر څه چې مونږ کوو مونږ یې ستاسو او د دې خاورې لپاره کوو.‌ مونږ تاسو ته ډاډ درکوو چې مونږ دښمن ته ماتې ورکړې ده او دا چې هغوی به بیا هېڅکله په قوت سره راپورته نشي. که هغوی راپورته کیږي، مونږ به یې ځپو.»

وزیري وویل، «مونږ یوازې په دې کال /۲۰۱۷/ کې تر ۱۴۴۷ پورې داعشیان،‌ طالبان او د نورو ترهګرو ډلو جنګیالي وژلي دي،»‌

هغه وویل، «مونږ به په پوره زړورتیا سره د خپل هېواد دفاع وکړو.‌ مونږ د پخوا په نسبت ډېر قوي او ډېر مجهز یو،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

زه له تاسو نه مننه کوم. زمونږ ټول دفاعي ځواکونه د ملت لپاره د یوه ملاتړي په څېر دي چې تکیه پرې وکړي. د دغه حمایت د مرستې کولو وظیفه هم د ملت پر اوږو ده. که مونږ د یوه قوي حمایت د جوړولو لپاره مرسته وکړو، په نورو باندې تکیه کولو ته به اړتیا پاتې نشي.

ځواب ورکړئ

زه د خدای شکر ادا کوم چې مونږ ته یې داسې شریف خلک راکړي دي.

ځواب ورکړئ