ننګرهار -- داعش د هغه ځانمرګي بمي برید د ترسره کولو ادعا وکړه چې د چارشنبې په ورځ /د کب ۱۶مه/ یې په جلال اباد ښار کې د ننګرهار ولایت یو مذهبي چارواکی وواژه.
د ننګرهار د حج او اوقافو رییس مولوي عبدالظاهر حقاني، د هغه ساتونکی او یو لاروی هغه وخت ووژل شول چې یوه ځانمرګي بمي بریدګر د هغه له موټر سره نژدې چاودېدونکي مواد وچول.
د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي سلام ټایمز ته وویل، دغې چاودنې ۱۶ تنه نور افغانان ټپیان کړل.
حقاني له څو کالو راهیسې په خپله چوکۍ کار کاوه، او اکثر وختونه به یې د ترهګرو-- په ځانګړې توګه داعش-- د ظلمونو په هکله خبرې کولې او د حکومتي ځواکونو ملاتړ به یې کاوه.
هغه د کب په ۹ مه په جلال اباد کې د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د لمانځلو په یوه غونډه کې وویل، «دا سرتېري، چې د دې نظام د ګټو لپاره جنګ کوي، د دې خاورې ساتونکي دي، دا پر مونږ ټولو فرض دی چې د هغوی ملاتړ وکړو او هغه چې د دغو عسکرو پر ضد جنګ کوي هغه دوزخیان دي،»
هغه وویل، «کله چې جنګونه پېښېږي، عسکر به جنګ کوي او مونږ به مرمۍ ور رسوو. د داعش غړي... د اسلام له دایرې څخه بهر ظلمونه کوي، نو مونږ باید د دغسې خلکو پر ضد جنګ وکړو.»
حقاني اکثر وختونه په خپلو ویناوو کې د افغان حکومت وسله وال مخالفاند بهرنیانو ګوډاګیان بلل
داسې یو غږ چې چوپ به نشي
ترهګرو پخوا هم په حقاني باندې د هغه د نظریې له امله بریدونه کړي ول.
د لیندۍ په میاشت کې، یوه بل ځانمرګي بمي بریدګر، هغه وخت چې حقاني په سره رود ولسوالۍ کې د جمعې له لمانځه څخه وروسته کور ته ستنېده، هڅه وکړه چې نوموړی ووژني. په دغه برید کې د هغه ورو ژوند له لاسه ورکړ خو حقاني بچ پاتې شو.
د جلال اباد ښار یوه اوسېدونکي او د حقاني د نظریې ملاتړي احمدالله خان سلام ټایمز ته وویل، «د حکومت مخالفان تل غواړي چې دغه ډول دیني عالمان، چې حق خبره کوي او ډار نه لري، ووژني،»
هغه وویل، ترهګر هڅه کوي چې معتدل اوازونه چوپ کړي، خو که هغوی د حقاني اواز چوپ کړ، په سلګونو او زرګونو نور به د هغه ځای ونیسي.
د ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ یوه قومي مشر ملک کمین سلام ټایمز ته وویل، «مولوي حقاني داسې یو څوک وو چې خپل اواز یې په څرګنده د داعش او طالبانو د ظلم پر خلاف اوچت کړی وو، او هغه دا کار خپل ایماني مسؤلیت باله. هغه به تل ویل چې ترهګر په ناروا توګه جنګ کوي.»
هغه وویل، «مونږ د حقاني د شهادت په خبر ټکان وخوړ... زمونږ یو حق اواز چوپ کړای شو، خو مونږ به پرې نه ږدو چې دا اواز چوپ پاتې شي؛ مونږ به دوام ورکړو.»
د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل سلام ټایمز ته وویل، «حقاني یو جید عالم، خدمتګار او هېوادپال شخص وو. هغه به تل د اړتیا پر وخت خپل اواز اوچتاوه،»
هغه وویل، «د هېواد وحشي دښمنانو هغه نن شهید کړ. د حقاني شهادت د ننګرهار، افغانستان او اسلامۍ نړۍ لپاره یوه نه جبرانېدونکې ضایعه ده.»