امنیت

په جوزجان کې د طالبانو - داعش په نښتو کې 'له ۳۰۰ څخه ډېر' اورپکي ووژل شول

د سلیمان راپور

د روان کال په لومړیو کې د داعش لخوا له خپور شوي ویدیو څخه اخیستل شوی عکس ښيي چې ددغې ډلې جنګیالي په غرونو کې د استوګنې ځای نلري، سړې هوا وهلي دي، او همداراز ډوډۍ او نه نورې آسانتیاوې هم نلري. [آرشیف]

د روان کال په لومړیو کې د داعش لخوا له خپور شوي ویدیو څخه اخیستل شوی عکس ښيي چې ددغې ډلې جنګیالي په غرونو کې د استوګنې ځای نلري، سړې هوا وهلي دي، او همداراز ډوډۍ او نه نورې آسانتیاوې هم نلري. [آرشیف]

کابل -- د ځایي او پوځي چارواکو په وینا، په جوزجان ولایت کې د طالبانو او داعش تر منځ نښتې د دې سبب شوي چې د اورپکو دواړو ډلو ته د سلګونو په شمېر تلفات ور واوړي.‌

د افغان ملي اردو یوه ویاند تورن محمد حنیف رضایي د چنګاښ په ۳۱ مه سلام ټایمز ته وویل، «د طالبانو او داعش تر منځ د جوزجان ولایت په درزاب ولسوالۍ کې له لسو ورځو راهیسې جنګ روان دی،»

هغه وویل،‌«زمونږ د معلوماتو په اساس، تر اوسه پورې، له دواړو خواوو څخه له ۳۰۰ څخه ډېر جنګیالي وژل شوي او/یا ټپیان شوي دي،»

هغه وویل، «د چنګاښ په ۲۶ مه، د طالبانو او داعش تر منځ په بي بي مریم او سردره کلیو کې د جګړې په ترڅ کې، ۷۰ طالب جنګیالي ووژل شول او ۶۰ نور ټپیان شول، په داسې حال کې چې ۵۰ داعشي جنګیالي ووژل شول او له ۴۰ څخه ډېر نور ټپیان شول.»

د جوزجان د والي ویاند محمد رضا غفوري د رضایي له خوا ورکول شوی شمېر تایید کړ.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «د چنګاښ په ۲۹ مه، د درزاب ولسوالۍ په اق بلاق سیمه کې د داعش او طالبانو تر منځ په وروستۍ نښته کې، او همدارنګه د یوه ځمکني ماین له امله چې داعش په سیمه کې کرلی وو، د طالبانو د ډلې ۱۵ غړي ووژل شول او ۴ نور ټپیان شول، په داسې حال کې چې د داعش ۵ جنګیالي ووژل شول یا ټپیان شول،»

هغه وویل، «د دغو نښتو په ترڅ کې، طالبانو په بي بي مریم او سر دره کلیو کې د داعش ګڼ شمېر مرکزونه ونیول،»

غفوري وویل، «د چنګاښ په ۲۶ مه، د داعش اورپکو د طالبانو له یوه قوماندان، ملا بورجان، او د هغه له یوه کس څخه د داعش تر کنټرول لاندې سیمه کې سرونه پرې کړل،»‌

هغه وویل، «په درزاب کې د داعش او طالبانو تر منځ د نښتې له امله، په سلګونو کورنۍ دې ته مجبورې شوي چې خپل کورونه پرېږدي،»

په منځ کې را ایسار

په ورته وخت کې،‌ په سرپل ولایت کې په یوه نښته کې، د داعش اورپکو د طالبانو د یوه قوماندان کور ته اور ورته کړ.‌

د سرپل د والي ویاند، ذبیح الله اماني، سلام ټایمز ته وویل، «د داعش دوه اورپکو د سرپل ولایت د صیاد ولسوالۍ لپاره د طالبانو د تش په نامه ولسوال شېرمحمد غضنفر په کور برید وکړ،»

هغه وویل، د داعش وسله والو سړیو د غضنفر د ورور، نورمحمد، په شمول ۱۵ طالب جنګیالي ووژل.

اماني وویل،‌«دغه برید د چنګاښ په ۲۶ مه د صیاد ولسوالۍ په اجرین کلي کې په داسې حال کې وشو چېد شېرمحمد غضنفر په کور کې د هغه د بل ورور د فاتحې مراسم روان ول. نوموړی په جوزجان ولایت کې د طالبانو بل قوماندان وو، او هلته وژل شوی وو،»

هغه زیاته کړه، «د داعش جنګیالي وتښتېدل،»

د دواړو ډلو تر منځ په یوه بله نښته کې، طالب جنګیالیو د داعش په څو ښځو باندې ډله ییز جنسي تېري وکړل او بیا یې ووژلې.

رضایي وویل، «طالبانو په وروستیو کې د داعش درې ښځینه غړې، چې د ازبکستان او چیچنیا اتباع وې، ونیولې. د چنګاښ په ۲۲ مه، طالبانو یادې ښځې په هغوی باندې له ډله ییز جنسي تېري څخه وروسته په درزاب ولسوالۍ کې په یوه پټي کې ووژلې، چې جسدونه یې تر څو ورځو پورې هلته پراته ول.»

غفوري د رضایي له خوا ورکړل شوي معلومات تایید کړل.‌

«د ایډیالوژیو تر منځ‌ ټکر»

غفوري وویل، «طالبان او داعش بېلابېل نظرونه لري، طالبان غواړي چې خپل «امارت» وساتي په داسې حال کې چې داعش هیله لري چې خپل تش په نامه «خلافت» وغزوي.‌

هغه وویل، «له دې امله، هر لوری هڅه کوي چې په جوزجان کې یو بل ویجاړ کړي، او اصلي قدرت ترلاسه کړي،»

د کابل پوهنتون یوه استاد داود راوش وویل، «داعش او طالبان نظریاتي او کلتوري ټکرونه او اختلافات لري،»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «د هغو لویو سببونو له منځه چې دغه دوه افراطي ډلې د هغو په اساس جګړه کوي د 'خلافت' او 'امارت' تر منځ د قدرت لپاره جګړه ده،»

هغه وویل، «داعش د اسلامي خلافت په جوړولو تاکید کوي او د طالبانو امارت په رسميت نه پېژني،»

راوش وویل،‌ «بل لور ته، د طالبانو مشران تر خپلو کنټرول لاندې سیمو کې د 'خلافت' په نامه د موازي قدرت موجودیت نشي زغملی،»

داعش تر اور لاندې

افغان حکومتي ځواکونه له دې جګړې څخه په استفادې سره د داعش پر ضد خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

د دفاع وزارت ویاند جنرال محمد رادمنش سلام ټایمز ته وویل، «په جوزجان ولایت کې زمونږ ځواکونو داعش ته غټې ضربې ور رسولي دي،»

«د تېر کال په اوږدو کې، د داعش د قوماندانانو په شمول، یو زیات شمېر جنګیالي، د افغان امنیتي ځواکونو او د ناټو د قاطع ملاتړ د ماموریت په هوایي بریدونو کې له منځه وړل شوي دي.»

په جوزجان کې د داعش هغه غړي، چې مورال یې بایللی دی، تسلیمیږي.‌

رادمنش وویل، «د چنګاښ په ۳۱ مه، د جوزجان ولایت په قوش تېپه ولسوالۍ کې د داعش ۱۱ غړي د حقیقت له درک کولواو په خپلو تېرو فعالیتونو له پښېمانۍ ښودلو څخه وروسته امنیتي ځواکونو ته تسلیم شول،»

خامه پرېس د افغان ملي اردو له قوله راپور ورکړ، چې د داعش ۲۳ نور غړي د چارشنبې په ورځ‌ /د زمري ۳ مه/ په درزاب ولسوالۍ کې تسلیم شول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د اکثریت خلکو نظرونه دا دي چې د اشرف غني د دیموکراتیک حکومت ملاتړ کوي، نه د طالبانو یا داعش. د دغو قوانینو له جملې څخه تر ټولو ښه یې د ټرمپ قانون دی. سلام دې وي پرې. دیموکراسي.‌

ځواب ورکړئ

ډېر ښه

ځواب ورکړئ

ستاسو د خبرونو له امله مننه.‌

ځواب ورکړئ

سلام.‌ زه ستاسو په خبرونو باور کوم.

ځواب ورکړئ