امنیت

افغان ځواکونو په بلخ کې ۷۰ کلي له طالبانو څخه پاک کړل

د هدایت الله راپور

افغان امنیتي ځواکونو په بلخ ولایت کې له ۷۰ کلیو څخه طالب اورپکي واېستل. د ګډو عملیاتو په لړ کې، چې د ۱۳۹۷ د لړم ۲۵ مه - د لیندۍ ۱۲مه ترسره شول، په لسګونو اورپکي ووژل شول او ټپیان شول. [حبیب نجفي زاده]

کندوز -- افغان امنیتي ځواکونو په بلخ ولایت کې له ۷۰ کلیو څخه طالب اورپکي واېستل. د ګډو عملیاتو په لړ کې، چې د لړم ۲۵مه - د لیندۍ ۱۲مه ترسره شول، په لسګونو اورپکي ووژل شول او ټپیان شول.

د افغانستان په شمال کې د افغان ملي اردو د ۲۰۹ شاهین قول اردو د ۲مې لوا قوماندان جنرال جلال الدین یفتلي وویل، د ولید ۲۵ په نامه دغو عملیاتو د بلخ په څو هغو ولسوالیو کې، چې د اورپکو د نفوذ په وړاندې کمزورې وې، اورپکي په نښه کړل.

په دغو عملیاتو کې افغان ملي پولیسو، افغان ملي اردو، د ملي امنیت ریاست او د افغان کمانډو واحدونو برخه اخیستې وه، او د ناټو د قاطع ملاتړ ماموریت یې هوایي ملاتړ کاوه.

یفتلي د لیندۍ په ۱۲مه سلام ټایمز ته وویل، «شپږ دېرش اورپکي ووژل شول، او ۴۰ نور ټپیان شول،»

افغان ځواکونه د لیندۍ په ۲ مه د بلخ ولایت په دولت اباد ولسوالۍ کې د طالب ضد عملیاتو لپاره تیاری کوي. [د افغان ملي اردو د ۲۰۹ شاهین قول اردو د رسنیو دفتر]

افغان ځواکونه د لیندۍ په ۲ مه د بلخ ولایت په دولت اباد ولسوالۍ کې د طالب ضد عملیاتو لپاره تیاری کوي. [د افغان ملي اردو د ۲۰۹ شاهین قول اردو د رسنیو دفتر]

هغه وویل، په وژل شویو کې د مولوي مخلص په شمول د محلي طالبانو قوماندانان شامل دي.

یفتلي وویل، «په دې عملیاتو کې، عسکرو په ډېرو کمزورو سیمو -- بلخ، چاربولک، چمتال او دولت اباد ولسوالیو کې -- له ۷۰ کلیو څخه طالبان واېستل،»

هغه یادونه وکړه، «هغه کلي، چې مونږ له طالب اورپکو څخه تصفیه کړل، د طالبانو تر وحشت لاندې یې وخت تېراوه. کله چې مونږ ور ورسېدلو، ځایي خلکو مونږ ته ښه راغلاست وویل، او هغوی یو ځل بیا موسکاوې پیل کړې.»

هغه زیاته کړه، «مونږ دې ته ژمن یو چې په راتلونکي کې د شمالي سیمو په نورو برخو کې عملیاتو ته دوام ورکړو،»

د طالبانو له ظلم څخه د ملکي خلکو ازادول

د هغو سیمو اوسېدونکو، چې پخوا د طالبانو تر کنټرول لاندې وې، د حکومتي ځواکونو له ور رسېدلو څخه وروسته د ارامۍ ساه واخیسته.

د چاربولک ولسوالۍ یوه اوسېدونکي سید علي صادقي، چې ۴۰ کاله عمر لري، د طالبانو تر کنټرول لاندې حالات داسې وښودل چې له خلکو نه په زور اخیستنه، وېره او تاوتریخوالی موجود ول.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «طالب اورپکو له ځایي خلکو څخه په زور خواړه اخیستل. هغوی د پټیو په فصلونو عشر وضع کړی وو او ټولاوه او کروندګر یې وهل.»

هغه وویل، «د دې ولسوالۍ ډېر اوسېدونکي کروندګر دي، خو بیا هم هغوی نشي کولی چې ان په خپله ځمکه باندې کار وکړي،»

صادقي وویل، «کله به چې طالبان پوه شول چې د یو چا زوی د پولیسو په لیکو کې کار کوي، هغوی به د کورنۍ مشر واهه او بندي کاوه. هغوی ډېر داسې ظلمونه وکړل چې د یادولو نه دي.»

د چاربولک یوه بل اوسېدونکي،‌ عبدالله بلخي، چې ۳۵ کاله عمر لري، وویل، «طالبانو زما ۱۷ کلن زوی د دې لپاره وتښتاوه چې د وسلو د انتقالولو لپاره ترې کار واخلي. مونږ داسې وارخطا شو چې یوه ورځ به هغوی د هغه مړی راوړي.»

هغه وویل، ځایي مشرانو مداخله وکړه، او بالاخره د هغه زوی یې راخلاص کړ.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «زمونږ په سیمه کې د طالبانو له یوه کال څخه اوږده حضور په ترڅ کې، مونږ نشوای کولی چې د شپې په مخه له خپلو کورونو څخه وځو او نه مو کولی شوای چې خپلې وظیفې ترسره کړو، خو اوس مونږ ډېر خوشحال یو چې زمونږ په سیمه کې امنیت موجود دی.»

روان امنیتي عملیات

ولید ۲۵ عملیات د چاربولک ولسوالۍ په شورشور سیمه کې د لړم په ۲۳مه په یوه بس باندې د طالبانو له برید څخه وروسته پیل شول.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند محمد حنیف رضایي وویل، طالبانو یو ملکي کس وواژه او ۲۰ نور یې ټپیان کړل.‌

هغه د لړم په ۱۳مه سلام ټایمز ته وویل، «امنیتي ځواکونه هڅه کوي چې په تصفیه شویو سیمو کې نوې د تلاشۍ پوستې جوړې کړي. هغوی دغه سیمې تر کنټرول لاندې ساتي، چې طالب اورپکي بېرته ورته راستانه نشي.»

هغه یاده کړه چې، «د دې عملیاتو هدف دا دی چې د بلخ - جوزجان لویه لاره خوندي کړي. له یادو عملیاتو څخه وروسته، چې ۷۰ کلي یې تصفیه کړل، دا لویه لاره بیا خوندي شوې او امنیت ورته راغلی دی. اوس، ملکي او پوځي موټرې کولی شي چې په اسانۍ سره په دې لویه لاره تګ راتګ وکړي.»

رضایي وویل، د لیندۍ په ۱۳مه افغان ځواکونو د بلخ ولایت په کوشنده ولسوالۍ کې د ولید- ۲۹ په نامه نور ګډ عملیات پیل کړل، او زیاته یې کړه چې دغه عملیات لا هم روان دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

هو.‌ ښه لیکنه ده.

ځواب ورکړئ