امنیت

ایران تایید کړه چې له طالبانو سره رسمي اړیکې لري

ای اېف پي او سلام ټایمز

د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي علي شمخاني (له ښۍ خوا دویم) له نورو ایراني امنیتي چارواکو سره یوځای، د مرغومي په ۵ مه کابل ته په لاره د افغانستان د نقشې په هکله خبرې اترې کوي. [آی آر آی بي خبري اژانس]

د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي علي شمخاني (له ښۍ خوا دویم) له نورو ایراني امنیتي چارواکو سره یوځای، د مرغومي په ۵ مه کابل ته په لاره د افغانستان د نقشې په هکله خبرې اترې کوي. [آی آر آی بي خبري اژانس]

تهران -- ایراني چارواکو یوازې څو ورځې وروسته له هغه له افغان طالبانو سره وکتل چې د اورپکو د یوه هیئت او د متحده ایالاتو د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تر منځ په متحده عرب اماراتو کې د روغې جوړې خبرې ترسره شوې.

ګڼو ایراني خبري اژانسونو راپور ورکړ، چې د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي علي شمخاني دغه کتنه د چارشنبې په ورځ /د مرغومي ۵ مه/ د افغانستان پلازمېنې کابل څخه د لیدنې په ترڅ کې اعلان کړه.

د ایران تسنیم خبري اژانس د هغه له قوله وویل، «افغان حکومت ته د هغو ارتباطاتو او خبرو په هکله خبر ورکړل شوی چې له طالبانو سره شوي دي، او دا پروسه به دوام ومومي،»

تسنیم، چې د ایران اسلامي انقلابي ګارډ‌ سره نژدې بلل کیږي، په دې هکله جزیات نه دي ورکړي چې دغه خبرې په کوم ځای کې ترسره شوې.

افغان پولیسو او د ملي امنیت ریاست ځواکونو د لیندۍ په ۱۸مه د غزني ښار په علي لاله سیمه کې د استوګنې له یوه کور څخه د وسلو او مهماتو یوه ډیپو ترلاسه کړه. د ځایي چارواکو په وینا، د طالبانو د وسلو په ډیپو کې لږ تر لږه ۹ ډوله ایران جوړې وسلې موجودې وې. [سلیمان]

افغان پولیسو او د ملي امنیت ریاست ځواکونو د لیندۍ په ۱۸مه د غزني ښار په علي لاله سیمه کې د استوګنې له یوه کور څخه د وسلو او مهماتو یوه ډیپو ترلاسه کړه. د ځایي چارواکو په وینا، د طالبانو د وسلو په ډیپو کې لږ تر لږه ۹ ډوله ایران جوړې وسلې موجودې وې. [سلیمان]

د تسنیم یوه خبریال عباس اسلاني ټویټ کړه چې، دا لومړی ځل وو چې یوه جیګپوړي ایراني چارواکي د ایران او طالبانو تر منځ د خبرو پخلی وکړ.

دا اعلان د افغانستان په هکله په هغو دوه ورځنیو خبرو پسې وروسته وشو چې د متحده ایالاتو د استازي خلیلزاد او د طالبانو د استازو تر منځ د لیندۍ په ۲۶ - ۲۷مه په ابو ظبی کې ترسره شوې.خلیلزاد دا خبرې «ګټورې» وبللې.

طالبانو وویل چې هغوی همدارنګه د متحده عرب اماراتو،‌ پاکستان او سعودي عربستان چارواکو سره وکتل خو د افغانستان له مذاکره کوونکي ټیم سره له کتنې څخه یې انکار وکړ.

د طالبانو ملاتړ کول

ایران، چې له افغانستان سره خواوشا ۶۰۰ میله اوږده پوله لري، د ۱۷ کلنې اوږدې شخړې د پای ته رسولو لپاره د تازه دپلوماتیکو هڅو په ترڅ کې خپله لاسوهنه زیاتوي.

د لیندۍ په ۱۸مه، افغان امنیتي ځواکونو له غزني څخه بهر د عملیاتو په ترڅ کې د وسلو داسې یوه ذخیره وموندله چې ایران جوړ وسلې په کې موجودې وې.‌ دا په افغانستان کې له طالبانو سره د ایران د ملاتړ تر ټولو وروستی ثبوت دی.

د فردا راډېو، چې د ازادۍ راډېو څانګه ده، د راپور په اساس، د غزني والي وحیدالله کلیمزي تایید کړه چې د دغو عملیاتو په ترڅ کې نیول شوې وسلې په ایران کې جوړې شوي دي.

د غزني ولایت امنیه قوماندان غلام داود تره خېل هغه وخت سلام ټایمز ته وویل، نیول شوې ذخیره «طالب اورپکو د دې لپاره ځای پرځای کړې وه چې په غزني ولایت کې پرې ترهګریز فعالیتونه ترسره کړي،»

تره خېل یادونه وکړه چې، «ایران په هغو وروستیو پېښو کې، چې په غزني کې یې نا امني جوړه کړه، ۱۰۰٪ ښکېل وو. دا فعالیتونه ټول د افغانستان په کورنیو چارو کې د ایران د څرګندې لاسوهنې ښکاره نښې دي.»

د پکتیکا ولایت پخواني والي امین الله شارق وویل، دا وسلې «ښیي چې ایران په دې کار کوي چې په افغانستان کې د جنګ ساحه پراخه کړي،»

هغه یادونه وکړه چې، «دا ډېره د اندېښنې خبره ده،»

په ورته وخت کې، د لیندۍ په ۸ مه، امریکایي چارواکو داسې شواهد وړاندې کړل چې ایران په ډېرېدونکي ډول په افغانستان او ټول منځني ختیځ کې اورپکو ګروپونو ته د وسلو تأمینات کوي.

د یاغیانو استخدام

هغه څه چې ډېر وارخطاکوونکي دي هغه د ایران دا هڅې دي چې د طالبانو لپاره کسان استخداموي.

د لړم په ۳ مه، د فراه والي محمد شعیب ثابت له امریکاغږ سره په یوه مرکه کې ایران ته ګوته ونیوله او ویې ویل چې تهران په افغانستان کې د ډېرې شوې ناامنۍ تر شا لاس لري.

هغه وویل،‌ «مسئله د بخش اباد د بند په سر ده، چې د ایران لپاره ستونزمن تمامېږي. ایران نه غواړي چې دغه بند جوړ شي. هر کله چې مونږ د بند جوړونه بیا پیل کړې هغوی جنګ ورسره تېز کړی دی.»

په هرات کې د سیاسي چارو تحلیلګر عارف کیاني وویل،‌ په افغانستان کې د طالبانو په لیکو کې د جنګېدلو لپاره د ځوانو افغان کډوالو د استخدام په برخه کې د ایران له خوا ډېرېدونکې ستونزې ته په اشارې، «داسې باوري راپورونه شته چې په ایران کې د طالبانو ځینې قوماندانان ډېر وختونه د افغانستان لوېدیځو ولایتونو لکه فراه او نیمروز ته سفرونه کوي.»

د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري وویل، «ځینې ځوان افغانان، چې ایران ته د کار په لټون پسې تللي او ایراني مقامات یې په ایران کې دننه نیسي یا له دغه هېواد څخه د اېستلو له ګواښ سره مخامخ دي، د هغه پرځای په ایران کې مېشتو طالب ګروپونو ته په لاس ورکول کیږي چې هغوی دغه ځوانان استخدام کړي،»

هغه وویل، «بیا دغو ځوانانو ته په زاهدان ښار او نورو ښارونو کې، چې له افغانستان سره ګډه پوله لري، د ایراني فعالانو له خوا نظامي روزنه ورکول کیږي. له روزنې څخه وروسته، دا ځوانان بېرته افغانستان ته د جنګ کولو لپاره لېږل کیږي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

... او دا ښیي چې پښتانه اوس د ایران غلامان شوي دي، عین هغسې چې په تاریخي ډول د برتانیا، روسیې، پاکستان، سعودي عربستان، او متحده ایالاتو غلامان ول.

ځواب ورکړئ